د سرپرستې کابینې د پاتې غړیو اعلان؛ د لوړې مراسم یې لغوه شوي

 د افغانستان د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین او ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د سرپرستې کابینې د پاتې غړيو نوملړ اعلان کړ. اسلامي امارت قلندر عباد د روغتیا وزارت د سرپرست په توګه او عبدالباري عمر او محمدحسن غیاثي یې د معینانو په توګه ټاکلي دي.

د سلام‌وطندار خبریال محمد‌علي احمدي په یوه وسله‌وال برید کې سخت ټپي شوی

د سلام‌وطندار راډیو خبریال او د متن اډېټور محمدعلي‌ احمدي د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ له دفتر څخه کور ته پر لار و چې د یوه وسله‌وال برید لاندې راغی او په دې برید کې یې یوه پښه ژوره تپي شوې ده. تراوسه روښانه نه ده چې دغه برید د کومې ډلې له لوري شوی دی.

د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران: له هېواده د اېستلو هڅه مو نه ده شوې

یو‌شمېر افغانان چې کلونه یې له بهرنیو ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وايي چې له هېواده د دوی د وتلو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې او د وتلو له بهیر څخه پاتې دي. دوی وايي، سره له دې چې په وار وار یې له اړونده چارواکو او بنسټونو سره اړیکه نیولې او د مرستې غوښتنه یې کړې ده، خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

د روغتیا نړیوال سازمان رییس د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغلی

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس آدهانوم د دغه سازمان د یوه پلاوي په مشري، نن کابل ته راغلی دی. د روغتیا وزارت چارسمبالي وحید مجروح رسنیو ته ویلي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس او ورسره مل پلاوی یې نن کابل ته راغلي دي. دغه سفر وروسته له هغې کېږي چې نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیا برخې سره خپلې مرستې ودرولې.

داعش ډلې ننګرهار کې پر طالبانو د وروستیو چاودنو مسوولیت منلی

د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د طالبانو پر وړاندې د شویو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. طالبانو تراوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. د راپورونو له مخې، جلال اباد ښار کې په تېرو دوو ورځو کې پنځه چاودنې شوې دي.

په سوېل ختيځ زون کې ۲۰ چاپي رسنيو خپل نشرات درولي

پکتيا کې د رسنيو مسوولان وايي، د نظام په بدلېدو سره ډېری چاپي رسنيو د اقتصادي ستونزو له امله خپل فعاليتونه درولي دي. د پکتيا پريس کلب مشر فريدالله احمدزي سلام‌وطندار ته وويل په دې ولايت کې د مالي ستونزو  او د کاري چاپيريال د نشتوالي له امله شپږ چاپي رسنۍ، مدار، افغان ننګ، سبا، تحليل، څراغ او پکتيا غږ مهالنۍ نشرات په ټپه ولاړ دي.

سږ کال د انګورو حاصلات کم او بازار یې پیکه شوی

سره له دې چې انګور په هېواد کې د باغ‌لرونکو یوه عایداتي سرچینه ګڼل کېږي، خو د انګورو یوشمېر سوداګر او پلورونکي وايي چې سږ کال یې حاصلات کم شوي دي.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو حاصلاتو کی شاوخوا ۷۰ سلنه کموالی راغلی او لامل یې هم د انګورو د حاصلاتو ټولولو موسم کې سخته جګړه او وچکالي وه.

د بشري حقونو کمېسیون: طالبان باید د بشري حقونو پر وضعیت د خپلواکې څارنې اسانتیاوې برابرې کړي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې په ټول هېواد کې باید د بشري حقونو، په تېره د ښځو او ماشومانو د وضعیت په اړه خپلواکې او بې‌پرې څارنې ته اسانتیاوې برابرې کړي. خبرپاڼې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان شورا دې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض د څارنې لپاره ځانګړې تګلاره جوړه کړي.

د پوهنې وزارت پرېکړې ته غبرګون؛ د ښځينه زده‌کوونکو برخلیک روښانه کړئ

د طالبانو د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له شپږمه د لوړو ټولګیو له نارینه زده‌کوونکو غوښتي چې سر له نن «شنبې» څخه دې خپلو ښوونځیو ته حاضر شي، خو په دې خبرپاڼه کې د ښځینه زده‌کوونکو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي. د پوهنې وزارت دغې خبرپاڼې د ښځینه زده‌کوونکو غبرګونه راپارولي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: د طالبانو له راتلو سره ۱۵۳رسنیو خپل فعالیتونه درولي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو راهیسې، نږدې ۱۵۳ رسنۍ اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي او ښځينه خبریالانې هم په رسنیو کې له کار کولو محرومې شي. دغه فدراسیون د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

مک‌کنزي: کابل کې مو د وروستي هوايي برید پرمهال په تېروتنه ۱۰ملکیان وژلي

د امریکا پوځ د مرکزي قومندانۍ یا سنتکام قومندان جنرال فرانک کنټ مک‌کنزي تایید کړې چې د اګسټ په ۲۹مه کابل کې د دغه هېواد په هوايي برید کې په تېروتنه د یوې کورنۍ ۱۰غړي یې وژلي دي. د جنرال مک‌کنزي دغو څرګندونو د امریکا د کانګرس د یو‌شمېر غړو تند غبرګونونه راپارولي دي.

د تاجکستان ولسمشر په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د شانګهای د غړو هېوادونو سازمان په غونډه کې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت جوړېدل غواړي او که د خلکو له عمومي افکارو پرته حکومت جوړ شي، بدې پایلې به ولري. رحمان له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې افغانانو ته بیړنۍ مرستې ورسوي.