Asset 1SWN

جوزجان کې د غلا او نشه‌يي توکو د کارونې په تور اته کسان نیول شوي

DSC_0212-pd8k2to7xocfr7i67f2frz4qyxhhm9xv1x4mwibf70

په جوزجان کې د طالبانو امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په بېلابېلو برخو کې یې د غلا او نشه‌يي توکو د کارونې په تور اته کسان نیولي او د نورو مجرمانو د نیولو لړۍ روانه ده.

په جوزجان کې د طالبانو امنیه قوماندان داملا سراج  وايي، یاد کسان چې شپږ یې د نشه‌يي توکو د کارونې او دوه نور هم د څو موټرو د غلا په تور نیولي او له ارزونو او سندونو تر بشپړېدو وروسته به یې عدلي او قضايي برخې ته وسپاري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سراج زیاتوي چې له امنیتي حوزو سره د خلکو همکارۍ په دغه ولایت کې جنايي جرمونه کم کړي دي.

په همدې حال کې د جوزجان یوشمېر اوسېدونکي هم وايي چې د امنیت ټینګښت په موخه د مجرمانو نیولو په برخه کې همکاري کوي او اجازه به ور نه کړي چې د ناامنۍ او جنايي جرمونو لمنه یو ځل بیا پراخه شي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام