پنټاګون: افغانستان کې د ترهګرو پر وړاندې عملیاتو لپاره طالبانو سره همغږۍ ته اړتیا نه لرو

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان ا‌ف کربي وايي چې ځواکونه یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو او هوايي بریدونو لپاره خلاص لاس لري او په دې برخه کې له طالبانو سره همغږۍ ته اړتیا نشته. نوموړي دا خبرې پرون په یوه خبري غونډه کې کړي او ویلي یې دي چې: «موږ د عملیاتو لپاره لازم جوازونه لرو او له طالبانو سره همغږۍ ته هېڅ اړتیا نشته.»

امریکا، اسټرالیا، هند او جاپان طالبانو ته: له افغانستانه وتونکو کسانو ته اجازه ورکړئ

د امریکا، اسټرالیا، هند او جاپان مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، څو هغو افغانانو ته اسانتیاوې برابرې کړي چې غواړي له افغانستانه ووځي.
دغو هېوادونو پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو، ماشومانو او لږکیو په ګډون، د ټولو افغانانو بشري حقونه په پام کې ونیسي.

د کندوز موټرچلوونکي: د باربري او مسافروړونکو موټرو ټرانسپورټي مالیې کمې شوي

موټرچلوونکو مخکې پر یادې لارې د ناقانونه باج اخیستلو له کبله شکایت درلود، خو د طالبانو له راتګ سره په دې اړه د وضعیت ښه‌ کېدو خبر ورکوي.
یو موټرچلوونکی احسان‌الله وايي، اوس د شمال‌ ختیځ زون د لویو لارو امنیت ښه شوی او دوی په ارامۍ سره پرې تګ راتګ کوي.

د دفاع وزارت سرپرست: د بښنې فرمان عمومي دی او هېڅوک د چا د وژلو حق نه لري

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب په یوه غږیز پیغام کې خپلو کسانو ته خبرداری ورکړی چې په عمومي بښنه کې ټول مخالفان شامل دي او هېڅوک حق نه لري چې کوم مخالف وګواښي یا یې هم ووژني. هغه ویلي چې طالبانو په ځینو سیمو کې یوشمېر کسان د دښمنۍ له کبله وژلي، په داسې حال کې چې طالبانو عمومي بښنه اعلان کړې ده.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: طالبان دې د سلام‌وطندار پر خبریال برید وڅېړي

اسیا کې له خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوې خبرپاڼه کې د سلام‌وطندار راډیو پر خبریال او اډېټور محمد‌علي احمدي وسله‌وال برید افغانستان کې د اطلاع رسونې پر وړاندې ستر ګواښ بللی دی. اسیا کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې همغږی کوونکی سټیوان بټلر له طالبانو غوښتي چې د یاد برید د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پیل کړي.

امریکا کې دوه افغانان د جنسي تیري او کورني تاوتریخوالي په جرم تورن پېژندل شوي

د امریکا د مډیسیون فدرال محکمې دوه افغان کډوال چې یو یې پر یوې کوچنۍ نجلۍ د جنسي تیري او بل یې له خپلې مېرمنې سره د تاوتریخوالي په تور، تورن پېژندلي دي. دغه دوه تورن افغان کډ‌وال د امریکا ویسکانسین ایالت په فورټ مک‌کوی سیمه کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

د چین بهرنیو چارو وزیر: پر افغانستان لګول شوي اقتصادي بندیزونه دې لرې شي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي، د امریکا له لوري پر افغانستان لګېدلي اقتصادي بندیزونه دې ژر تر ژره لرې شي. رویټرز لیکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر پر افغانستان د لګېدو بندیزونو په اړه دغه څرګندونې د جي ۲۰ هېوادونو په ناسته کې مطرح کړي دي.

بایډن: طالبان دې د افغان مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی ولري

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د ملګرو ملتونو سازمان ۷۶مې کلنۍ غونډه کې د نورو مسلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې وکړې. ولسمشر بایډن ټینګار وکړ چې افغان مېرمې او نجونې باید له ټولو حقونو برخمنې وي او اجازه ولري چې سیاسي، ټولنیزو او نور برخو کې خپله بشپړه وړتیا وښیي.

خوست کې یوه ډله ځوانان د اشر له لارې څلور کیلو‌مټره سړک رغوي

د خوست تڼيو ولسوالي یوه ډله ځوانان د يوې ټولنې په هڅو د «للمۍ» په نوم د کلي خراب شوی څلور کیلو‌مټره فرعي سړک په اشر او د دوی په مالي لګښت رغوي. دوی وايي، مخکیني حکومت ته یې د یاد سړک د رغولو وړاندیز کړی وو، خو په اړه يې مثبت ځواب تر لاسه نه‌کړ او اوس يې د کليوالو په اشر د هوارولو او جغل اچونې چارې پيل کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د سلام‌وطندار پر خبریال وسله‌وال برید غندو

د افغانستان د خبریالانو مرکز نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سلام‌وطندار پر خبریال او اډېټور محمد‌علي احمدي وسله‌وال برید غندلی دی. دغه بنسټ ویلي، دغه پېښه په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښ او وېرې بهیر راژوندي کول دي چې په ژوره توګه د هېواد د رسنیو ټولنې د اندېښنې لامل شوی دی.

طالبانو د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون او وینا غوښتنه کړې

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، طالبانو ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره سهیل شاهین دغه سازمان ته د خپل دایمي استازي په توګه ورپېژندلی او په ملګرو ملتونو کې یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د وینا کولو غوښتنه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د مخکیني حکومت دایمي استازی غلام‌محمد اسحاق‌زی و.

شنونکي: هېواد کې د ترهګرو ډلو بیا راژوندي کېدل ستر ګواښ دی

وروسته له هغې چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شاهزاده فیصل بن فرحان ال‌سعود واک ته د طالبانو رسېدل او افغانستان ته د القاعدې شبکې او داعش ډلې راتګ د اندیښنې وړ وباله. د چارو ځينې شنونکي هم د داعش او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو سر راپورته کول، جدي او ستر ګواښ بولي.