روسیه تاجکستان او طالبانو ته: خپلمنځي لانجه د خبرو له لارې حل کړئ

روسیې له تاجکستان او طالبانو غوښتنه کړې چې دواړه لوري دي خپلمنځي لانجه د منلو شویو لارو څخه هواره کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو پر اساس، په لسګونه زره طالب جنګیالي تاجکستان سره پولې ته نږدې په تخار ولایت او سرحدي سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

بادغیس کې د بې‌ځایه شویو اندېښمنونکی وضعیت

 علي‌احمد په بادغس کې د سلګونو بې‌ځایه شویو له ډلې دی چې د دغه ولایت د بې‌ځایه شویو په یوه پڼغالي کې ژوند کوي. هغه وايي، هره ورځ یوې مړۍ ډوډۍ ته په تمه وي، څو خپل ماشومان پرې ماړه کړي. علي‌احمد چې د پنځو ماشومانو پلار دی وايي، هېواد کې وروستیو جګړو، وچکالۍ او وروستیو تحولاتو ترې د ژوند ټول شته اخیستي او اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د افغانستان بانک ډالري زېرمې د کابل له سقوط څو اوونۍ مخکې کمې شوې وې

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د افغانستان بانک ډالري زېرمې د پخواني حکومت له سقوط څو اوونۍ مخکې په خلاصېدو وې.
رویټرز د هغو راپورونو پر بنسټ چې د افغانستان نړیوالو ملاتړو ته جوړ شوي وو، ویلي چې په افغانستان بانک کې د نغدو پیسو د کموالي او اقتصادي ناورین لامل د بانک د مخکیني مشرتابه کمزوری مدیریت و.

«د افغانستان په چارو کې د امریکا لاسوهنې د دواړو لوریو پر زیان دي»

د امریکا د کانګرېس ۲۲ سناتورانو د داسې یوې طرحې وړاندیز کړی چې په افغانستان کې پر طالبانو او هغو هېوادونو چې د دوی ملاتړ کوي، د بندیزونو لګولو غوښتنه شوې ده.
په دې طرحه کې طالبان د بشري حقونو پر سرغړونو، ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو پر قاچاق تورن شوي دي.

تورخم کې پاکستان ته د تلونکیو ناروغانو ستونزې

سره له دې چې نږدې دوه میاشتې کېږي چې د تورخم دروازه د افغانانو پر وړاندې تړل شوې، خو د پاکستان حکومت یوازې بیړنیو ناروغانو ته دغه هېواد ته د تګ اجازه ورکوي.
یوشمېر ناروغان او د هغوی پایوازان چې تورخم ته نږدې پاکستان ته د تلو اجازې ته په تمه دي وايي، د ناروغانو شمېر زیات دی او پاکستان په هرو څلېرویشت ساعتونو کې یوازې ۴۰ کسانو ته اجازه ورکوي.

له افغانستان سره د چین د مرستو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېده‎

کابل کې د چین سفیر وانګ یو پرون په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه هېواد د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، خپله د بشري مرستو لومړی چوپه افغانستان ته استولې ده. د چین سفیر ویلي چې دغو مرستو کې کمپلې او ګرمې جامې شاملې دي. وانګ یو زیاته کړه چې دغه مرستې د چین د خلکو او افغانانو ترمنځ د ژورې ملګرتیا ښکارندوي کوي

ناپېژنده وسله‌والو بغلان کې یو ډاکټر د خپلې کورنۍ له شپږو غړو سره وژلی

د بغلان ولایت په پل‌حصار ولسوالي کې باوري محلي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه ناپېژنده وسله‌والو د ظهیرالدین اندرابي په نوم یو ډاکټر له خپلې شپږ کسییزې کورنۍ سره وژلی دی. په دغه پېښه کې د ډاکټر ظهیر الدین مېرمن، دوه پېغلې لورګانې، زوم او دوه ماشومان یې وژل شوي او درې ماشومان یې ټپیان دي.

پوهنتونونو کې د استادانو او محصلانو د ټولنو پر فعالیت بندیز

د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه مکتوب کې لیکل شوي چې په پوهنتونونو کې دې د استادانو او محصلانو ټولنو د فعالیت مخه ونیول شي.
دغه مکتوب چې د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني له لوري لاسلیک شوی، په‌کې لیکل شوي چې د ټولنو د غړیو شکایت پر بنسټ یادې ټولنې نه یوازې بې‌ګټې دي، بلکې د درز اچولو لامل کېږي.

د حکومت له سقوط راهیسې کندوز کې ۱۵ رسنیو خپل فعالیتونه درولي

کندوز کې د خبریالانو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، د طالبانو له راتګ وړاندې په دغه ولایت کې له ۲۰ زیاتې تصویري، غږېزې او چاپي رسنیو فعالیت درلود، خو د مخکیني حکومت له سقوط وروسته، له پنځو رسنیو پرته پاتې ۱۵رسنۍ د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

ناپېژنده وسله‌والو په غور کې درې هزاره‌ګان وژلي

په غور کې سرچینې وايي چې ناپېژنده وسله‌والو له یوې اوونۍ راهیسې د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه کې او د لعل‌وسرجنګل-فېروزکوه پر لویې لارې درې کسان چې هزاره وو، وژلي دي.
په دغو کسانو کې یو هم خادم‌حسین و د لعل‌و‌سرجنګل ولسوالي د ګرماب سیمې اوسېدونکی دی او پرون مازدیګر په «پشته ګاومورک» سیمه کې کور ته د تلو پر مهال وژل شوی دی. خادم‌حسین ځوان و او یو کال مخکې یې واده کړی و.

طالبان: امریکا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی

طالبانو ویلي چې امریکا د نړیوالو ژمنو خلاف د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او د دغو سرغړونو مخه باید ونیول شي. د طالبانو له لوري په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې ټول حکومتونه له هغې ډلې طالبان د نړیوالو حقونو او قوانینو پر بنسټ، د خپل هوايي او ځمکيني حریم مالکان دي، خو امریکا د دوحې هوکړې خلاف په خپلو بې‌پيلوټه الوتکو سره د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.

یوشمېر ښځې طالبانو ته: زموږ معاشونه راکړئ

یوشمېر ښوونکې او د روغتیا برخې کارکوونکې وايي چې له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي او اسلامي امارت یې باید ورکړي.
دوی نن په کابل کې د یوې ناستې پر مهال د پرېکړه‌لیک په خپرولو سره د خپلو معاشونو د ورکړې غوښتنې ترڅنګ، پر نړیوالو غږ وکړ چې مرسته ورسره وکړي.