د امریکا د کانګرېس ۲۲ سناتورانو د داسې یوې طرحې وړاندیز کړی چې په افغانستان کې پر طالبانو او هغو هېوادونو چې د دوی ملاتړ کوي، د بندیزونو لګولو غوښتنه شوې ده. په دې طرحه کې طالبان د بشري حقونو پر سرغړونو، ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو پر قاچاق تورن شوي دي.

خو د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی بلال کریمي د امریکايي سناتورانو دا ډول اقدام د هېڅ لوري په ګټه نه بولي او وايي، اسلامي امارت تمه لري چې نړیوال له ډیپلوماټیکو لارو مسایل حل کړي. د نوموړي په وینا، افغانانو ته باید هغه حقونه چې په ملګروملتونو یا نورو هېوادونو کې وي، ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په یاده طرحه کې لیکل شوي چې امریکا ‌باید د طالبانو هېڅ غړی امریکا او ملګرو ملتونو کې د سفیر په توګه ونه مني. په همدې حال کې د چارو ځینې شنونکي وايي چې امریکا له پخوا راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او دغه وضعیت لا روان دی.

د چارو شنونکی حمیدالله هوتک وايي، د امریکایي سناتورانو دا طرحه افغان ولس سره د دښمنۍ په مانا ده او باید روانو شرایطو کې له ورته اقداماتو ډډه وشي؛ ځکه زیان یې یوازې عام ولس ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، که طالبان ترهګر دي، امریکا ولې دوه کاله ورسره مذاکرات وکړل او له دې ډلې سره د سولې هوکړه‌لیک لاسلیکولو ته هم هېڅ اړتیا نه وه.

د چارو یو بل شنونکی او د ولسي جرګې پخوانی غړی میربت خان منګل هم وایي، که امریکا غواړي پر طالبانو بندیزونه ولګوي، د هغوی پر ملاتړو هېوادونو دې ولګوي؛ ځکه که پر طالبانو بندیزونه لګول کېږي، زیان یې افغانانو ته رسېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هغه په خبره، امریکا په داسې فشاررونو سره غواړي طالبان اړ کړي چې د دوی تر اغېز لاندې راشي، څو په سیمه کې د دوی په وسیله خپل شوم پلانونه عملي کړي.

د امریکایي سناتورانو په طرحه کې پر پاکستان هم د بندیزونو لګولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو شویو ژمنو د عملي کېدو په تړاو د څېړنو او بندیزونو وړاندیز شوی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې پر دغه هېواد لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د امریکا دا ډول اقدامات به ښې پایلې ونه لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام