رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د افغانستان بانک ډالري زېرمې د پخواني حکومت له سقوط څو اوونۍ مخکې په خلاصېدو وې. رویټرز د هغو راپورونو پر بنسټ چې د افغانستان نړیوالو ملاتړو ته جوړ شوي وو، ویلي چې په افغانستان بانک کې د نغدو پیسو د کموالي او اقتصادي ناورین لامل د بانک د مخکیني مشرتابه کمزوری مدیریت و.

په دغه راپور کې چې د نړیوال اقتصاد د لوړپوړو چارواکو له لوري لیکل شوی، د کابل تر سقوط وړاندې د افغانستان بانک پر مدیریت، د ډالرو لیلامولو او له مرکز نه ولایتي څانګو ته د ډالرو پر لېږد نیوکه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد راپور پر بنسټ، په ځینو ولایتي څانګو کې څه‌ناڅه پیسې پټې شوې دي. د افغانستان بانک مخکینيو او اوسنیو مسوولانو په دې اړه د سلام‌وطندار پوښتنې ځواب نه کړې.

خو په پخواني حکومت کې د افغانستان بانک د کورنۍ پلټنې د کمېټې رییس شاه‌محمد محرابي چې اوس هم پر یاد بست کار کوي، له رویټرز سره په خبرو کې د دغه بانک د اقداماتو دفاع کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان بانک د افغانیو د ډېروالي مخنیوي هڅه کوله.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان بانک مخکیني رییس اجمل احمدي په وروستیو اوونیو کې پر ټویټر لیکلي و چې ټولې هڅې یې د وضعیت د مدیریت لپاره کړي او په بانک کې له هېڅ اکونټ نه پیسې نه دي پټې شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام