د بادغیس تاریخي ځایونه په ویجاړېدو دي

د «نریمان کلا» د بادغیس د لسګونو تاریخي ځایونو له ډلې یو هغه دی چې د دغه ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار لوېدیځ لوري ته په ۳۰ کیلومترۍ کې د آب‌کمري ولسوالي اړوند پر یوې غونډۍ پرته ده. د بادغیس یوشمېر فرهنګیان وايي چې د دې کلا ډېرې برخې له زرګونو کلونو وروسته اوس ویجاړې او له منځه تللې دي. د بادغیس یو فرهنګپال مسعود وايي، نه یوازې د نریمان کلا، بلکې د دغه ولایت ډېری تاریخي ځایونه له ورکېدو سره مخ دي.

اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله د خبریالانو نیوکې

یو‌شمېر خبریالان پر افغانستان د اسلامي امارت تر ولکې وروسته مالوماتو ته د نه لاس رسي له امله نیوکه کوي او وايي، په تېرو دوو میاشتو کې دوی ته پر وخت معلومات نه دي ورکړل شوي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پاکستان دغه هېواد ته د کام‌ایر هوايي شرکت الوتنې بندې کړي

د کام‌ایر هوايي شرکت مسوولان وايي چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان له لوري د نویو قوانینو په لګولو سره دوی ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کابل څخه اسلام‌اباد ته مسافر ولېږدوي. دوی زیاتوي چې د نوي لګول شوي قانون له مخې او تر نامعلوم وخته یوازې د پي‌ای‌اې هوايي شرکت کولای شي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ الوتنه وکړي.

د اقینې بندر د تېلو پلورونکو ټولنې فعالیتونه راکم شوي

د اقینې بندر د تېلو پلورونکو ټولنه چې په شمالي ولایتونو کې د تېلو او نفتي توکو سوداګرو څخه جوړه ده او په دغه ولایتونو کې د تېلو او نفتي موادو پر کاروبار بوخت دي، وايي چې د بانکي سیستم د پاشلو له امله دغه ټولنه د له منځه تلو په حال کې ده.

خپلو وګړو ته د امریکا او برېټانیې خبرداری: کابل سرینا هوټل څخه ووځئ

د فرانسې خبري اژانس د خپلې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې امریکا او برېټانیې په کابل ښار کې له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې هر څه ژر دې په کابل ښار کې د سرینا هوټل څخه ووځي. دغه خبري اژانس ویلي، یاد خبرداری د امنیتي ګواښ له امله دی.

دوحه کې د امریکا او طالبانو دوه ورځنۍ خبرې؛ پای یې پر هوکړو شوی

په دوحه کې د اسلامي امارت او د امریکايي پلاویو ترمنځ د دوه ورځنيو خبرو په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې له افغانستان سره به د امریکا بشري مرستې روانې وي. د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپل ټویټر‌پاڼه ویلي، په دغه لیدنه کې امریکا ژمنه کړې چې د بشري مرستو بنسټونو ته به د مرستې په رسولو کې اسانتیاوې برابروي.

له پیسو ډکو بیکونو سره د غني تېښته؛ ساتونکی یې کره سندونه لري

د برېټانیې ډیلي مېل ورځ‌پاڼې راپور ورکړی چې د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ساتونکی عطا شریفي چې د حکومت د سقوط پر مهال نه دی بریالی شوی له غني سره یوځای له هېواد بهر ووځي او اوس چې یې په افغانستان کې یوه خوندي ځای کې ځان پټ کړی وایي، داسې سندونه لري چې ولسمشر له پیسو ډکو بیکونو سره تښتېدلی دی.

متقاعدان له اسلامي امارت نه معاشونه غواړي

یوشمېر متقاعدانو نن په کابل کې د یوې اعتراضي غونډې پر مهال وویل، که څه هم د تقاعد حقونو د ورکړې له مودې څخه یې څو میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه یې نه دي ترلاسه کړي.
دوی وايي، څو ځله د تقاعد خزینې اړوند ریاست ته ورغلي، خو هغوی ورته ویلي چې د دې ادارې د نوي رییس تر ټاکل کېدو پورې یې چارې نه پیلېږي. یو متقاعد قاسم سادات وايي، د طالبانو له راتګ وروسته څو ځله دغه ریاست ته ورغلي، خو مثبت ځواب یې نه دی ورکړی.

لوګریان: طالبان دې د بیارغونې سلګونو پروژو چارې بېرته پیل کړي

د لوګر یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د جمهوریت له سقوط سره سم په دغه ولایت کې د سلګونو پروژو کار په ټپه درېدلی او له ګڼو ستونزو مخ دي. د لوګر اوسېدونکي خیرالله او محمداجان وایي، هغه پروژې چې د لارو پخېدل، د اوبو څاګانو کیندل، د کرنیزو کانالونو اېستل او ځینې نورې په‌کې شاملې دي، د خلکو لپاره ګټورې تمامې شوي او په اوینا یې، ژرترژره باید بېرته پیل شي.

هرات کې د ۱۰۰ تولیدي کارخونو فعالیتونه درېدلي

د هرات صنعتي ښار ګوټي که د «کابل فولاد» کارخونې مسوول عصمت‌الله وردګ وایي چې دغه کارخونه یې ۱۲ کاله وړاندې جوړه کړې او ۲۰ میلیونه ډالره پانګونه یې پرې کړې. عصمت‌الله وردګ وایي چې هېواد کې د وروستیو بدلونونو، د بانکونو تړل پاتې کېدو، د خامو موادو نه‌شتون او په کارخونه کې د تولید شویو مواد نه خرڅلاو لامل شوی چې د یادې کارخونې فعالیتونه په ټپه ودرېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په دوو میاشتو کې ۱۸۶ ټنه روغتیايي تجهیزات افغانستان ته را لېږلي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې لږترلږه ۱۸۶ مټریک ټنه روغتیايي تجهیزات افغانستان ته لېږلي دي. دغه سازمان نن پر خپل ټویټر لیکلي چې دا مرستې یې د اګېسټ میاشتې له وروستیو تر اوسه د نهو الوتنو له لارې افغانستان ته لېږلې دي.

خپلو سیمو ته د بې‌ځایه شویو ورګرځول؛ یو‌شمېر یې بېرته کابل ته راځي

د هېواد له یو‌شمېر ولایتونو څخه د جګړو او وچکالۍ له امله کابل ته د راغلو بې‌ځایه شویو کورنیو په خپله خوښه د بېرته ستنېدو بهیر نږدې دوه اوونۍ وړاندې پیل شو چې په دې لړ کې ګڼې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته وګرځول شوې.

کندوز کې پر لمونځ‌کونکو ځانمرګی برید له سختو غبرګونونو سره مخ شوی

یوه ځانمرګي بریدکونکي پرون ورځ د کندوز ښار خان‌اباد بندر کې د اهل تشیع په سیداباد جماعت کې د لمونځ‌کونکو ترمنځ خپلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته. د اسلامي امارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي، په دغه برید کې تر ۵۰ ډېر لمونځ‌کونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان دي.

امریکا او طالبان په دوحه کې مخامخ خبرې کوي

د رویټرز خبري اژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی به د طالبانو له استازیو سره نن د قطر په دوحه کې لیدنه وکړي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکايي پلاوی له طالبانو سره لیدنه کوي.

خوست کې د یوه ځوان په هڅه ۴۰ کتابتونونه جوړ شوي

نقيب‌الله ځلاند له دوو کلونو راهیسې د ځوانانو د سالمې روزنې او فکر جوړونې لپاره فعاليت پیل کړی او د خوست ښار په بېلابېلو عامه ځايونو کې یې تر ۴۰ کوچني عامه کتابتونونه جوړ کړي دي.
نوموړی وايي، د ټولنې ټولې ناخوالې د بې‌سوادۍ او ناپوهۍ له امله وي؛ نو ځکه یې پرېکړه وکړه چې د ښار په عمومي تمځايونو، پارکونو، حمامونو او هوټلونو کې کوچني کتابتونونه جوړ او د کتاب لوستلو لپاره کمپاین وکړي.

خوست کې داعش پورې اړوند ۱۴کسان نیول شوي

په خوست کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې په وروستیو څو ورځو کې یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پورې اړوند ۱۴ کسان د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه نیولې دي. د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رییس شبیر‌احمد عثماني سلام‌وطندار ته وايي چې نیول شویو کسانو غوښتل په دغه ولایت کې «ورانوونکي او ترهګریز» بریدونه ترسره کړي چې په دې ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نیول شوي دي.