
ننګرهار کې د کبانو د فارمونو عواید لوړ شوي
په ننګرهار کې د وادې پراختیا کرنیز شرکت په ثمرخېلو سیمه کې پر نږدې ۴۴ جرېبه ځمکه د ماهیانو روزنې او ساتنې حوضونه جوړ کړي چې ۲۱ یې د ساتنې، ۱۷ د نرسرۍ او څلور نور حوضونه د قرنطین لپاره دي.

په ننګرهار کې د وادې پراختیا کرنیز شرکت په ثمرخېلو سیمه کې پر نږدې ۴۴ جرېبه ځمکه د ماهیانو روزنې او ساتنې حوضونه جوړ کړي چې ۲۱ یې د ساتنې، ۱۷ د نرسرۍ او څلور نور حوضونه د قرنطین لپاره دي.

نن په هرات کې ګڼو ښوونکو په یوې اعتراضیه غونډه کې د خپلو معاشونو غوښتنه وکړه. دوی وایي چې له څلورو میاشتو راهیسې یې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي او اوس په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد له چین او پاکستان سره په خبرو کې غواړي چې د مسکو په ناسته کې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې اعلان کړي. خو د طالبانو په رسمیت پېژندل په دغه اجنډا کې نشته. د مسکو ناسته نن د روسیې په پلازمېنې مسکو ښار کې جوړېږي.

امریکايي چارواکي وایي چې د افغانستان په اړه به د روسیې په کوربهتوب د «ترویکا» په ناسته کې ګډون ونه کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وایي، دغه هېواد د فني ستونزو له امله نه شي کولای چې په دغه ناسته کې ګډون وکړي. نډ پرایس دغه ناسته اغېزمنه او رغنیزه بولي او وایي، امریکا د « ترویکا» بلې ناستې ته د ګډون په موخه په تمه ده.

ټاکل شوې سبا په مسکو کې د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړه شي. د روسیې، چین، پاکستان او هند استازي به سبا چهارشنبه په دې غونډه کې د طالبانو د رییسالوزرا د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري له افغان پلاوي سره وګوري.
د راپورونو له مخې، یاد لوري نن هم د افغانستان په اړه حاشیوي بحثونه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې به د دغه هېواد د ماموریت د پای او وروستیو ډیپلوماټیکو عملیاتو په اړه پلټنې وکړي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسوولانو له قوله لیکلي چې د دغه وزارت پلټونکې به له کابله د امریکايي چارواکو د اېستلو په ګډون، افغانستان کې د امریکا ډیپلوماټیکو فعالیتونو ته بیاکتنه وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم تایید کړې چې د زلمي خلیلزاد استعفا منل شوې او پر ځای یې د هغه مرستیال ټوماس وېسټ ټاکل شوی دی. خلیلزاد له طالبانو سره په میاشتو-میاشتو خبرواترو سره ونه توانېد چې د افغانستان قضیې ته سولهييزه حللاره ومومي او طالبانو بالاخره په زوره د واک چارې په لاس کې واخیستې.

په هرات ښار کې یو میوه پلورونکی غلامنبي وايي چې ښار زموږ خپل کور دی او ټول مسوولان او خلک یې د ساتلو مسوولیت لري.
هغه چې تازه د خپلې هټۍ مالیه د هرات ښاروالي ته ورکړې، د دغې ادارې له مسوولانو غواړي چې را ټولې شوې پیسې پر ښاري خدمتونو ولګوي.

یوشمېر افغانان چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته له قاچاقي لارو له هېواده وتلي، وايي چې د بهرنیو هېوادونو پر پولو له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی وايي، د پولهساتو ځواکونو له لوري نه یوازې وهل ټکول کېږي، بلکې د مرمیو په ویشتلو یې اړ باسي چې بېرته راوګرځي. یو افغان نقیبالله ولولجي چې هېواد یې پريښی او غواړي ترکیې ته ولاړ شي، وايي چې د ترکیې پر پولې پولهساتو ځواکونو وهلی او درې ځله یې بېرته را ګرځولی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې درې اوونۍ وروسته به په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پروسه پیل شي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه بهیر کې به د هغو ۳،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون چې مخکې یې واکسین نه و کړی، ټولو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

د ملي دسترخوان پروګرام له دوو زرو ډېرو کارکوونکو نن د ADA, SDO, COAR او WADAN موسسو له لوري د معاشونو د نه ورکړې پر وړاندې اعتراض وکړ.
دوی وايي، سره له دې چې په سختو حالاتو کې یې له خلکو سره د مرستې په موخه له یادو موسسو سره کار کړی، خو له پنځو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د غور د تولک ولسوالي یوه ۵۴ کلنه اوسېدونکې رخشانه چې د بېوزلۍ له امله د دغه ولایت مرکز ته لېږدول شوې وايي، بېوزلۍ او ناچارۍ اړ کړې چې خپلې شپږ او څلور کلنې لمسیانې وپلوري.
هغه وايي، له څلورو میاشتو ډېره موده کېږي چې له خپلې مېنې بېځایه شوې او په دې موده کې یې یوازې یو ځل مرسته ترلاسه کړې ده.

وروسته له هغې چې کندوز او کندهار ولایتونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش مرګونو بریدونو ګڼو ملکیانو ته درنه مرګژوبله واړوله، د دغې ډلې فعالیت په اړه د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د روسیې اندېښنې زیاتې شوې دي. د چارو یوشمېر افغان کارپوهان هم داعش ډله افغانستان او سیمې ته ګواښ بولي او په دې باور دي چې دغه ډله قوي بهرنی ملاتړ لري.

دویچهوله راپور ورکړی چې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل پرون ترکیې ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه غوښتنه کړې چې ترکیې کې د افغان کډوالو د ناورین مخنیوي لپاره باید له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او له دوی سره همکاري کړي.

په غور کې د «سرحد» په نوم د محلي راډیو مسوولانو ویلي چې د مالي ستونزو، برښنا نهشتون او د خبریالانو د دندې د بدلون له امله یې د دغه راډیو نشرات درولي دي. په غور کې د سرحد راډیو مدیر مسوول سیدمعروف سعیدي سلاموطندار ته وایي چې د دغه راډیو په تړل کېدو سره د یاد ولایت ګڼشمېر اوسېدونکي اطلاعاتو ته له لاسرسي محروم شوي دي.

پرون ماسپښین د کندهار ولایت د لومړۍ حوزې اړوند د شیعه وګړو د «فاطمیه امامبارګاه» جومات کې پر لمونځ کوونکو درې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې شاوخوا ۶۲ کسان ووژل شول او څه باندې ۷۰ کسان ټپیان شول چې دغه برید له ګڼو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.