امریکا: د افغانستان په وضعیت پوهېږو، خو خپل شرایط لرو

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ ویلي، که څه هم په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه پوهېږئ، خو تر هغه یې چې شرایط نه وي منل شوي، اسلامي امارت به په رسمیت ونه پېژني. ویسټ ټینګار کړی چې اسلامي امارت باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او امریکا هم باید په دې اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د میوند بانک د نه سقوط‌ کېدو په اړه د چارواکو ډاډ

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو شبکو کې داسې راپورونه لاس په لاس کېږي چې په هېواد کې د میوند خصوصي بانک سقوط کړی چې یادې چارې د ګڼ‌شمېر هېوادوالو اندېښنې راپارولي دي. خو د اسلامي امارت او د افغانستان بانک چارواکي دا راپورونه ناسم بولي او وايي چې په هېواد ټول بانکونه فعال دي.

د افغانستان اقتصادي نظام د پاشل‌کېدو په اړه د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله د دغه هېواد د اقتصادي نظام له پاشل‌کېدو څخه خبرداری ورکړی. د دغه بنسټ غړي فلیپو ګرانډي د جېنوا په یوې انلاین غوڼده کې ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي بې‌ثباتۍ له امله ګڼ‌شمېر افغانان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

بريټانوی ډيپلوماټ: انګلستان له کابله د تخلیې پر مهال نږدې ۲۰۰ سپیان او پیشوګانې ایستلي

د بريټانیې د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني کارکوونکي د دغه هېواد پارلمان ته ویلي چې لندن په کابل کې خپل افغان همکاران طالبانو ته پرېښودل، خو پیشوګانې او سپیان یې را واېستل. هغه په دغه بهیر کې د بريټانیې لومړی وزیر بورېس جانسن پر مستقیمې لاسوهنې تورن کړی دی.

اسلامي امارت د کنګل شویو پیسو په اړه د بحران ډلې د وړاندیز هرکلی کړی

د بحران نړیوالې ډلې مسوولان وایي، په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشري پر حکومت اقتصادي فشارونو د دغه حکومت تګلاره نه شي، بدلولی او ښه به وي چې په ازمایښتي توګه د کنګل شویو پیسو یوه برخه ازاده کړل شي. دې ډلې وړاندیز کړی چې امریکا باید په تدرجي توګه د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د هند او روسیې اندېښنې

د روسیې ولسمشر ویلادي‌میر پوتین نوي ډيلي ته په خپل سفر کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې شوي او دواړو هېوادونو یې په اړه ګډه اعلامیه هم خپره کړې ده. په اعلامیه کې د ویلادي‌میر پوتین له قوله لیکل شوي چې روسیه په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله حکومت ملاتړ کوي.

یو‌شمېر پوځي متقاعدین د خپلو حقوقو د نه ورکړې په اړه شکایت کوي

یو‌شمېر پوځي متقاعدین وايي چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دي او له اسلامي مارت څخه د خپلو حقوقو د ورکړې غوښتنه کوي. دوی زیاتوي چې تراوسه حکومت د دوی حقوق نه دي ورکړي او که چېرته یې حکومت تقاعد ورنه کړي، نه شي کولای خپل عادي ژوند مخته یوسي.

د اوسپنې قاچاق په اړه د صنعت‌کارانو او کاروباریانو اندېښنې

که څه هم د اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د یوه فرمان په ورکولو سره ویلي وو چې له هېواد بهر ته د زړو اوسپنو  لېږد بندی شوی، خو د دې برخې کاروباریان او صنعت‌کاران لا هم پاکستان ته د اوسپنې د قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي. د اوسپنې یو کاروباري وايي، اوس هم د کندهار سپین بولدک له لارې زړې اوسپنې پاکستان ته قاچاقېږي.