پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳۰ سلنه زیات شوی

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) په افغانستان کې پر خوارځواکي د اخته ماشومانو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په افغانستان کې یې د یوه بشري ناورین د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی. دې کمېټې په یوه راپور کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې پر خوارځواکي د اخته ماشومانو شمېر ۳۰سلنه زیات شوی دی.

نړیوال بانک او مرستندویه بنسټونه دې روغتیايي برخه له سیاست سره نه تړي

د روغتیا وزارت مسلکي معین عبدالباری عمر نن یوې غونډې ته د خبرو پر مهال د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې روغتیایي برخه له سیاسي مسلو سره ونه تړي او د دې برخې د تمویل لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. عبدالباري عمر په دیني علماوو هم غږ وکړ .چې د روغتیا وزارت سره د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي

میدان وردګ کې د دوو کسانو مړي موندل شوي

د میدان وردګ ولایت اړوند د سیداباد ولسوالي د «تنګي درې» اوسېدونکي وایي چې په دغه سیمه کې یې د دوو کسانو مړي موندلي چې تېره اوونۍ د ناپېژنده وسله‌والو له لوري تښتول شوي وو.

شاوخوا ۸۰ امریکایان له افغانستان څخه وتلو ته په تمه دي

سي‌ان‌ان خبري شبکې د امریکا کانګرېس او بهرنیو چارو وزارت کې  د یوې باخبرې سرچینې له قوله رپوټ ورکړی چې شاوخوا ۸۰ امریکايي وګړي په افغانستان کې شتون لري او غواړي چې له دغه هېواد څخه ووځي، خو له یوې میاشتې راهیسې اسلامي امارت د تخلیې الوتنې درولې دي.

د اقتصادي ستونزو په هوارېدو به دولتي پوهنتونونو کې زده‌کړې پیل شي

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست نن په کابل کې یوې غونډې ته د خپل څلور میاشتني کاري رپوټ د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د اقتصادي او نورو ستونزو له امله په هېواد کې د شاوخوا ۴۰ دولتي پوهنتونونو د زده‌کړو بهیر درېدلی او هڅې روانې دي چې دغه ستونزې هوارې شي.

محمد یعقوب ګاونډیو هېوادونو ته: د افغانستان الوتکې راته وسپارئ

د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب سې‌شبنې په ورځ کابل کې د هوايي ځواک قومنداني کې د وینا پر مهال  هغو  هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې د افغان هوايي ځواک چورلکې چې د تېر حکومت د پرځېدو پر مهال دغو هېوادونو ته وړل شوي بېرته دې افغانستان ته وسپاري.

هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله د خصوصي پوهنتونونو زده‌کړیالان کم شوي

په هېواد کې د اسلامي امارت له واکمنېدو او د وروستیو سیاسي تحولاتو له امل د بېلابېلو برخو ترڅنګ پوهنیز نظام هم اغېرمن شوی دي. په کابل کې د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو مسوولان وایي چې د دوی زده‌کړیالان د پام وړ راکم شوي دي.

د سلام‌وطندار پر مرستیال نورمحمد هاشمي د ناپېژنده وسله‌والو برید

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) مرستیال نورمحمد هاشمي پرون مازدیګر د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني پر دویم سړک هغه مهال د ناپېژنده وسله‌والو تر برید لاندې راغی چې له دفتر څخه د کور پر لورې روان و. که څه هم هاشمي په دغه برید کې پر سر ټپي شوی، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

ملګري ملتونه په ۲۰۲۲ کې ۲۸میلیونه اړمنو افغانانو ته پنځه میلیارډه ډالر راټولوي

ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو دوه ادارې په افغانستان کې دننه افغانانو ته د بشري مرستو رسولو او د سیمې په یوشمېر هېوادونو کې د بې‌ځایه شویو افغان کډوالو وضعیت ته د رسېدنې په موخه خپل ګډ پلانونه اعلان کړي. دغه سازمان ویلي، افغانستان کې د  لومړنیو روغتیايي خدمتونو د نه‌شتون له کبله، په لسګونه زره ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.