
کرېکټ؛ افغانستان سبا له بنګلهدېش سره درېیمه یو ورځنۍ لوبه کوي
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا دوشنبه له کوربه بنګلهدېشلۍ لوبډلې سره خپله درېیمه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا دوشنبه له کوربه بنګلهدېشلۍ لوبډلې سره خپله درېیمه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.

پاکستاني رسنیو رپوټونه ورکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه یو میلیارد ډالرو ته راکمه شوې ده.

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له دوام څخه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې پر اوکراین د روسیې یرغل به د نړیوالې جګړې لامل شي.

په بدخشان کې دوو خبریالانو ناظم قاسمي او باعث حکیمي په خپل شخصي لګښت د یاد ولایت په مرکز فیضاباد کې د ښځو لپاره د خیاطۍ کارخونه جوړه کړې ده. دغو دوو خبریالانو د یادې کارخونې مسوولیت ښځو ته سپارلی چې له کومې ستونزې پرته خپل کارونه وکړي.

په کندهار کې د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه له درې ورځو تړل کېدو وروسته نن یکشنبه بېرته د مسافرو پرمخ پرانستل شوه.

له وړمې ورځې راهیسي د هېواد د پلازمینې کابل ځینې برخې پوځي څېره خپله کړې او د اسلامي امارت سرتېرو کور په کور تلاشي پیل کړې ده. خو د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د خپلو کورونو له پلټنو څخه شکایت کړی.

د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په سړو سیمو کې د (کب په ۷نېټه) یعنې د شنبې په ورځ ټول دولتي پوهنتونونه په رسمي ډول پیل شول.

د میدان وردګ روغتیايي مسوولان وايي چې په وروستیو څو میاشتو کې د دې ولایت په مرکز او نورو سیمو کې ۴۰ کسان سپیو داړلي دي.

له افغانستان سره د بشري مرستې په موخه د هندوستان له لوري پنځوس زره ټنه مرسته شوي غنم چې له څه مودې راهیسې يې افغانستان ته د لېږد پر سر جنجال موجود و نن شنبه یې لومړۍ جوپه د ننګرهار تورخم ښارګوټي ته راوسېده.

د بادغیس یوشمېر اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي، د دغه ولایت د احصاییې او معلوماتو اداره د پېژندپاڼو د تایید لپاره له دوی څخه پیسې اخلي چې ګنشمېر یې روانو حالاتو ته په کتو د ورکولو توان نه لري.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونیسف اجرايي مدیره کاترین راسل په یوې وینا کې ویلي، لسیزو جګړو، وچکالۍ، کمزوري اقتصاد او د نړیوالو بندیزونو اغېزو افغان ماشومانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي دي. نوموړې کابل ته د خپل سفر پرمهال خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د امریکا د مالیې وزارت پرون افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملو ته د پراختیا ورکولو په موخه، نوی جواز صادر کړی دی.
دې وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه جواز په دې موخه صادر شوی چې پر اسلامي امارت د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه ونه نیسي چې افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیا ده.

د شمالي اټلانټیک تړون سازمان یا ناټو د غړیو هېوادونو مشرانو په یوې خپره کړې ویناپاڼه کې د روسیې له لوري پر اوکراین پوځي یرغل غندلی دی. د ناټو تړون د غړیو هېوادونو مشرانو له روسیې غوښتنه کړې چې پر اوکراین روان پوځي برید دې پای ته ورسوي او خپل ټول پوځیان دې له دغه هېواد څخه وباسي.

د پاکستان د کرېکټ سوپر لیګ یا «پياېساېل» اووم پړاو پایلوبه کې سبا شپه ملتان سلطان لوبډله له لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبه کوي.

د هېواد د محلي سندرو نامتو سندرغاړی او د «موسیقۍ بابا» استاد ګلزمان د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۸۲ کالو په عمر ومړ. یوې سرچینې تایید کړې چې نوموړی بېګاه شپه په روغتون کې مړ شوی دی. استاد ګلزمان د افغانستان د موسیقۍ وتلې څېره وه چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې زمزمه کړي دي. نوموړي په کال ۱۳۴۳ کې په لومړي ځل په رسمي توګه د افغانستان راډیو ټلوېزیون کې په سندرو ویلو پیل وکړ.

د اسلامي امارت چارواکو په وزارتونو، قول اردوګانو او ځینو نورو دولتي ادارو کې په لوړو پوځي او ملکي بستونو کې د ۲۰ تنو د ګومارلو په اړه یو نوملړ خپور کړی. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې ویلي چې دغه ګومارنې د اسلامي امارت د مشر هبتالله اخوندزاده د فرمان پر بنسټ شوي دي.