هېواد کې د سترو پروژو د نه عمليکېدو په اړه د صنایعو او کانونو خونې اندېښنه
د راپورونو پر بنسټ د اسیا پراختیايي بانک چې د ټاپي پروژې له تمویلوونکو څخه ده، د اسلامي امارت تر رسمیت پېژندو پورې د دغې پروژې د پیل چارې وځنډولې، اوس د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز کمینزاده وایي، د ټاپي، کاسا زر، د مسعینکو کان او د نورو لویو اقتصادي پروژو پلي کولو لپاره د سترو هېوادونو او نړیوالو بانکونو مرستې اړینې دي.














