رینا امیري: اسلامي نړۍ دې د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي

د افغان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د یوشمېر اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره لیدلي او ویلي یې دي چې په دې لیدنه کې هوکړه شوې، څو «اسلامي نړۍ د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.» امیري پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، د اسلامي امارت سیاستونه ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه محروموي.

غني: د قدرت انحصار افغانستان کې وضعیت نور هم خرابوي

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت په خپل ویډیویي پیغام کې چې په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼهخپور شو ویلي چې افغانستان د تاریخ په تر ټولو بد حالت کې دی او اړتیا ده چې موږ ټول یو بل ومنو او د نورو ناخوالو د مخنیوي لپاره پهګډه کار وکړو.

د اسلامي امارت مشر د کوچني اختر په مناسبت په هېواد کې د ازادۍ او د امنیت د تامین مبارکي ورکړه

د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخندزاده د کندهار په عیدګاه جومات کې د کوچني اختر لمونځ  ادا کړ. هغه د اختر لمانځه تر ادا کولو مخکې د اختر د رارسېدو په مناسبت په یوه وینا کې  په هېواد  کې  د «اسلامي نظام د ټينګښت، د امنيت او ازادۍ د تامين» مبارکي  ورکړه.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ د ملګرو ملتونو سازمان مرستیالې: د بیان د ازادۍ تضمین د مذاکرې  وړ نه دی

د مې درېیمه په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ د ورځې په توګه لمانځل کېږي. دغه ورځ نن په کابل کې هم د یوناما په دفتر کې د ملګرو ملتونو د استازو او د افغانستان د رسنیو د ټولنې د غړو په حضور کې ونمانځل شوه. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، مټه نوډسن په دې غونډه کې وويل چې د بيان د ازادۍ تضمین د مذاکرې وړ نه دی.

سویلي سالنګ کې د برښنا د دوو پایو نړېدل؛ د کابل او ۱۰ ولایتونو برښنا پرې شوې

د افغانستان برېښنا شرکت یوه اعلامیه کې ویلي، د جمعې شپې ناوخته د ثور نهمه د سویلي سالنګ «تاغمه» کې د وارداتي برښنا دوو پایو ته چاودنه ورکړل شوې، چې په دلیل یې د کابل او ۱۰ نورو ولایتونو برښنا پرې شوې ده.

د کابل نننۍ چاودنې په اړه غبرګونونه؛ ملګري ملتونه: په افغانستان کې وروستي بریدونه د اندېښنې وړ حالت ښیي

د کابل ښار په یوه جومات کې نننۍ چاودنې په کور دننه او بهر کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي. په کابل کېد ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مته نوډسن د دې چاودنې په غبرګون کې ویلي:« په ملکي وګړو وروستيبریدونه چې قومي او مذهبي اقلیتونه په نښه کوي په افغانستان کې د اندیښنې وړ حالت ښیي. دا دنړیوال بشري حقونو له قانون څخه سرغړونه ده او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.»

داعش بلخ کې د پرونیو چاودنو مسوولیت پر غاړه واخیست

د اسلامي دولت نومې ډلې یا (داعش) اعلان کړی چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار د درېیمې او لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې د پرونیو چاودنو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په دغو چاودنو کې ۹ ملکیان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي وو.

هبت‌الله اخند‌زاده په خپل اختریز پیغام کې د ا.ا په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې

د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخند‌زاده د  کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې افغانستان د نړۍ په امنیت او سوله کې مهمه ونډه لري او اړتیا ده چې نړیواله ټولنه باید د دوی حکومت په رسمیت وپېژني، څو شته ستونزې د ډپلوماټیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسوولانه توګه حل کړي.

له امریکا څخه افغانستان کې د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتي

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون په یوه راپور کې ویلي، له افغانستان څخه د دغه هېواد له وتلو وروسته، د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات چې له مخکي حکومت سره یې مرسته کړې وه، ترې پاتې دي. دغو پوځي تجهیزاتو کې الوتکې، پوځي وسایط، د مخابرې دستګاوې او بېلابېل ډوله وسلې او نور مهمات شامل دي.

د غويي اتمه؛ ا.ا: هیله‌‌مند یو تیری کوونکو هېوادونو د راتلونکې لپاره زده‌کړه کړې وي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د غويي اتمې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د مجاهدینو د بریا په مناسبت په یوې ویناپاڼه کې ویلي چې د افغانانو ترمنځ د ازادۍ غوښتنې حس لا هم ژوندی دی او دوی له خپل دین او خاورې څخه د دفاع لپاره کلکه اراده لري.