سیګار: افغانستان څخه د وتلو پرمهال غني سره یو میلیون ډالر هم نه‌ و

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې «سیګار» په یوه راپور کې ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني له لوري د میلیونونو ډالرو د لېږد په اړه لګېدلي تورونه له حقیقت لرې بللې دي. سیګار ویلي چې له افغانستان څخه د وتلو پرمهال له مخکیني ولسمشر سره یو میلیون امریکايي ډالر هم نه و.

شنونکي: هند خپلو موخو ته د رسېدو لپاره ا.ا سره د اړیکو جوړولو په لټه کې دی

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی څو ورځې وړاندې افغانستان ته راغلی او د اسلامي امارت له یو‌شمېر چارواکو سره تر لیدنو وروسته یې، ځینو رسنیو ته ویلي، د ا.ا له چلن ښکاري چې نړۍ سره د پراخو اړیکو غوښتونکی دی. دوی ویلي، کابل ته د سفر پرمهال د هند دفترونه او پروژې پر خپل ځای پاتې وې او غواړي له کابل سره خپلې همکاري ډېره کړي.

د اقتصادي ستونزو له امله د پښتورګو د پلور زیاتوالی؛ «د اخیستو یې څوک نشته»

په هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا ورځ تر بلې د خلکو کاروبار او اقتصادي وضعیت د خرابېدو پر لور روان دی. ۲۷کلن محمدناصر د اقتصادي ستونزو له کبله غواړي چې خپل بډوډی خرڅ کړي. نوموړی وايي، اقتصادي ستونزې او د ژوند ناخوالو اړ کړی چې دې کار ته لاس واچوي.

په نهو میاشتو کې د کورنیو چارو وزارت له روزنیزو مرکزونو ۳۵۰۰۰ کسان فارغ شوي

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې په تېرو نهو میاشتو کې د دغه وزارت له روزنیزو مرکزونو څخه شاوخوا ۳۵ زره کسان فارغ شوي دي. د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور نن کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، اوس د دغه وزارت په روزنيزو مرکزونو کې ٣٣٠ کسان د لسانس او ٢٥ د ماسټری په برخه کې پر زده‌کړو بوخت دي.

کابل کې د بېلابېلو کورنیو او بهرنیو توکو درې ورځنی نندارتون پرانیستلو شو

د افغان سوداګرو په نوښت په کابل کې د کورنیو او بهرنیو توکو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو. دغه نندارتون کې ۱۵۰غرفې نارینه‌وو او ۱۵۰هم ښځو ته ځانګړې شوي چې بېلابېل کورني او بهرني تولیدات په کې نندارې ته کېښودل شوي دي.

ا.ا هېواد کې د مذهبي ازادۍ د نقض په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور رد کړ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د نقض په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ویلي چې افغانستان کې د مذهبي لږکیو حقونه خوندي دي. ذبېح‌الله مجاهد نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور نیمګړی او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی دی.

روزګان کې «نجونې او هلکان ښوونځي ته ولېږئ» په نوم د فوټبال سيالۍ پیل شوې

په روزګان ولایت کې «نجونې او هلکان ښوونځي ته ولېږئ» په نوم د فوټبال سيالۍ پیل شوې. دغه سيالۍ چې د پوهنې رياست تر چتر لاندې د يونېسف په مالي ملاتړ پیل شوي، مسوولان یې وايي چې د یادو سیالیو څخه یې موخه ښوونځيو ته د ماشومانو هڅول دي.