شنونکي: روسیه ښايي سیمه کې د خپلو موخو لپاره د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تازه له یوه روسي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، د دې احتمال شته چې مسکو د اسلامي امارت سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني. په همدې حال کې د چارو یو‌شمېر شنونکي په دې باور دي چې ښايي روسیه سیمه کې د خپل نفوذ او ځانګړو موخو لپاره اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

کابلوف: روسیه ښايي د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د دې احتمال شته چې دغه هېواد د ا.ا حکومت په رسمیت وپېژني او د دې اقدام لپاره افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسټه حکومت جوړېدو ته ړتیا ده. نوموړي پرون له یوه روسي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د دې موضوع لپاره د روسیې د ولسمشر او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست له لوري شرایط ټاکل شوي چې دې برخه کې به د جدي خبرو لپاره زمینه هم برابره شي.

کارپوهان: له پاکستان سره د بارتر سېسټم سوداګري د افغانستان په زیان ده

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولانو ویلي، پاکستان سره یې په داسې طرحه کار کړی چې پر بنسټ به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ په بارتر سېسټم یا توکي په توکي ترسره کېږي.

خو د اقتصادي چارو یو‌شمېر کارپوهان بیا دا ډول سوداګري د افغانستان په زیان بولي.

نړیوال بانک د خوراکي محصولاتو د تولید لپاره افغان کروندګرو سره ۱۵۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د کروندګرو د ژوند ښه‌ کولو په موخه د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې دغه پروژه به په کلي‌والي سیمو کې د خوراکي توکو د تولید زیاتوالي او د کروندګرو د ژوند ښه‌والي په موخه پلي شي.

د خوست ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۳۰ جریبه ځنګل سوځېدلی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولانو ویلي چې د خوست ولایت د جلغوزیو په ځنګلونو کې د تازه‌ اورلګېدنې له امله ۳۰ جریبه ځنګل سوځېدلی دی. د یاد وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین سلام‌وطندار ته ویلي چې د خوست د موسی‌خېلو او قلندر ولسوالیو ځنګلونو کې اورلګېدنه د ځایي خلکو په مرسته تر یوه بریده کابو شوې ده.