د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د کروندګرو د ژوند ښه‌‌والي په موخه د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې دغه پروژه به په کلي‌والي سیمو کې د خوراکي توکو د تولید زیاتوالي او د کروندګرو د ژوند ښه‌والي په موخه پلي شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پروژه د افغانستان د کلي‌والو سیمو له خلکو سره د نړیوال بانک د ۱۹۵میلیونه ډالرو د مرستې لومړۍ کڅوړه ده چې په لومړي پړاو کې به یې ۱۵۰ میلیونه ډالره او دویم پړاو کې به ۴۵ میلیونه امریکايي ډالر د خوړو او کرنې سازمان ته ورکړل شي.

د خوړو او کرنې سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د خوړو نړیوال پروګرام او نورو نادولتي بنسټونو د راپورونو له مخې، د افغانستان نږدې ۱۹.۷ میلیونه وګړي چې د دغه هېواد نږدې نیمايي نفوس جوړوي، له سختې لوږې سره مخ دي او ورځني خواړه نه لري.

دغه سازمان زیاته کړې چې د اقتصادي پاشلتیا په درشل او وچکالۍ له امله افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب ورځ تر بلې زیاتېږي. په همدې حال کې د اوکراین جګړه هم د خوړو نه خوندیتوب د زیاتېدو پر لورې بیايي او د خوراکي توکو او د کروندګرو لپاره د کوډ بیې لوړوي.

په راپور کې ټينګار شوی چې دغه وضعیت هغه هېوادونه اړ باسي چې افغانستان ته خپل صادرات کم او خپل کورني لګښت ته لومړیتوب ورکړي.

د راپور پربنسټ، د نړیوال بانک د پروژې لومړۍ برخه کې به د غنمو د تولید لپاره ۲.۱ میلیونه ځانګړې شي او هر کال به د کښت پرمهال د ۲۰۲۲ کال د نومبر او د ۲۰۲۳ له مارچ تر نومبر به دوی ورسېږي.

په دې پروژه کې د ماشومانو تغذیه او له هغو کسانو سره مرسته کول هم شامل دي چې پر ناعلاجه ناروغۍ اخته دي. همداراز ۱۵۰ کلیوالو ښځو به د کرنې او ښې تغذیې په برخه کې زده‌کړه ورکړل شي.

د یادې پروژې دویمه برخه د اوبو لګولو د سېسټم بیارغونه، د اوبو مدیریت او د کرنیزو ځمکو د خاورې کیفیت ښه‌کول دي چې ورسره به ۱۳۷زره هکټاره ځمکې ته د اوبو لګولو سېسټم ورغول شي او ۱.۹ میلیونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

نړیوال بانک د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ۷۹۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کرنې، روغتیا او د خلکو د ژوند ښه‌کولو په برخه کې درې پروژې تصویب کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه پروژې به د اسلامي امارت د حکومت له کنټرول د باندې د ملګرو ملتونو بنسټونو او نادولتي سازمانونو له لوري پلې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام