له افغانستانه په کلدارو د سکرو واردات؛ پاکستان د ډالرو د زېرمه کولو په لټه کې دی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف امر کړی چې افغانستان څخه دې د سکرو وارداتو په کلدارو وشي.

د رسنیو د راپور پربنسټ، شهباز شریف په یوې ناسته کې ویلي چې په دې کار سره به دغه هېواد د ډبرو سکرو د وارداتو له درکه هر کال ۲.۲ میلیارده ډالر وسپموي او په ارزانه بیه به برښنا تولید کړي.

ملګرو‌ملتونو افغانستان کې زلزله ځپلو ته د ۱۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان په سوېل ختیځ ولایتونو کې د زلزله ځپلو لپاره د ۱۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده. اوچا زیاته کړې چې ملګري‌ملتونه او د دغه سازمان بشري‌همکاران په زلزله ځپلو ولسوالیو کې ۳۶۲زره زیانمنو ته ۱۱۰ میلیونه ډالر مرسته راټولوي.

خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو د بې‌کوره کېدو په اړه د مسوولانو اندېښنه

د هېواد په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېرې چهارشنبې ورځې زلزلې سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان کړل. د دې ترڅنګ په دغه زلزله کې په زرګونه ویجاړ شوي چې له امله یې د زلزله ځپلو سیمو  اوسېدونکي له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه د خبریالانو شکایت

کابل کې یو‌شمېر خبریالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو پرمهال اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوي. دوی وايي چې ډېری وخت حکومتي چارواکي د اړوند موضوعاتو په اړه پر وخت معلومات نه ورکوي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په کابل کې یو خبریال تاج‌ولي غورځنګ وايي چې رسنۍ معلوماتو ته اړتیا لري او حکومت باید ورته پر وخت معلومات ورکړي.

متقي: ټاکل شوې یو‌شمېر هېوادونه کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت تعامل د پراختیا په حال کې دی او ټاکل شوې چې افغانستان کې د یو‌شمېر هېوادونو سفارتونه بېرته پرانستل شي. ملي راډیو ټلوېزیون لیکلي، متقي ټینګار کړی چې «نړۍ سره ښې اړیکې لرو او دغه اړیکې د پراختیا په حال کې دي. هیله‌ کوو چې ډېرې لاسته‌راوړنې ولرو.»

د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست پر سفر بندیز؛ حقاني: «نامعقوله» پرېکړه ده

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مرستیال  سیداحمد شهید‌خېل د  اسلامي امارت د سرپرست حکومت دوه هغه لوړپوړي چارواکي دي چې د ملګروملتونو له لوري یې د سفرونو د معافیت نېټه ونه‌غځول شوه.