د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان په سوېل ختیځ ولایتونو کې د زلزله ځپلو لپاره د ۱۱۰ میلیونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې د افغانستان په سوېل ختیځ ولایتونو کې د زوروې زلزلې له امله سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اوچا زیاته کړې چې ملګري‌ملتونه او د دغه سازمان بشري‌همکاران په زلزله ځپلو ولسوالیو کې ۳۶۲زره زیانمنو ته ۱۱۰ میلیونه ډالر مرسته راټولوي.

په ورته مهال اوچا له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې د دغه هېواد خلک له یوه بل اضطراري وضعیت سره مخ کېږي، خپلو ژغورونکو هڅو لپاره ژمنې وکړي.

د هېواد په سوېل ختیځ ولایتونو کې د تېرې چهارشنبې زلزلې څه باندې ۱۰۰۰کسان مړه او له ۱۵۰۰ ډېر ټپیان کړل. د یادو ولایتونو د محلي مسوولانو په وینا، زلزله ځپلي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم یو‌شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو زلزله ځپلو ته مرستې رالېږلي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه مرستې بسنه نه کوي او تراوسه لومړنیو امکاناتو ته اړتیا نه‌لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام