
شپږیزه کرېکټ لیګ؛ امو نهنګانو د هندوکُش ستوري مات کړل
د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې نن په درېیمه لوبه کې امو نهنګانو لوبډلې د هندوکش ستورو ته د درېوو منډو په توپیر ماته ورکړه.

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې نن په درېیمه لوبه کې امو نهنګانو لوبډلې د هندوکش ستورو ته د درېوو منډو په توپیر ماته ورکړه.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې پرون مازدیګر د دغه ولایت په مرکز ګردېز، لجه منګل، ځاځياریوب، سیدکرم او میرزکې ولسوالیو کې د شوي باران له امله سېلابونه راوتلي چې کروندګرو او عامو خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د ګيان ولسوالي په “ږلۍ” کلي کې له پرون مازدیګر را په دېخوا د زلزلې دوامداده ټکانونه کېږي چې يو ډول وېرونکی غږ هم ورسره دی.
د عامې روغتيا ریس ډاکټر حکمتالله عصمت وایي چې د ګيان اړوند په “ږلۍ” کلي کې په دوامداره توګه ځمکه ښوري او یو ډول وېروونکی غږ هم اورېدل کېږي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او د ډبرو سکرو د لېږد په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راځي.

د نیمروز یوشمېر مدني فعالان او فرهنګپال د دې ولایت تاریخي سیمو کې ناقانوني کیندنو څخه اندېښنه ښيي او وايي، په دې وروستیو دوو کلونو کې ګڼ شمېر کسانو دغه کار ته مخه کړې ده.

د هرات د صرافانو او پولي خدماتو ټولنې رییس غلاممحمد سهرابي سلاموطندار ته ویلي چې د افغاني بانک نوټونو زړېدو او دغې ستونزې ته د مسوولانو د نه پام له امله یې د دغه ولایت د اسعارو بازار تړلی دی.

د چارو یوشمېر شنونکي وايي چې واک ته د اسلامي امارت له بیارسېدو نږدې یوولس میاشتې تېرېږي، خو لا هم اوسنی سرپرست حکومت نه دی توانېدلی چې په اقتصادي او ښې حکومتولۍ برخه کې لاسته راوړنې ولري. د شنونکو په باور، نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو او د خلکو غوښتنو ته د اسلامي امارت د مشرانو نه اطاعت، د دې لامل شوی چې افغانستان د انزوا لور ته لاړ شي.

په غزني کې د دیني عالمانو په مالي لګښت د دغه ولایت د مرکز په ګډون د بېلابېلو سیمو د شلو جوړو د ډلیز واده مراسم نن ترسره شول.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد یو پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، لېږد رالېږد او د ډبرو سکرو د لېږد په تړاو د خبرو لپاره نن کابل ته راځي. د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان همداراز هوډ لري چې له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د لېږد بهیر شپه او ورځ شي.

د فاریاب د امنیې قومنداني د جنايي جرمو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولان وايي، د ا.ا د سرپرست حکومت د لومړنیو ورځو په پرتله په وروستیو میاشتو کې دغه ولایت کې جنايي پېښې د پام وړ راکمې شوې دي. د فرقاني په وینا، د ا.ا د سرپرست حکومت په لومړیو میاشتو کې د جنايي پېښو ګراف له ۸۰سلنې څخه ۲۵سلنې ته راښکته شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني پرون خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په صبریو ولسوالي کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي. هغه یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې سره د مثبتو او مشروع اړیکو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ګلډمن ساکس یوټیوب چینل سره په مرکه کې ویلي، امریکا له اسلامي امارت د ګډ کار کولو څرنګوالي برخه کې له ننګونو سره مخ دی او تراوسه یې ورته د حل لاره نه ده پیدا کړې.

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د درسي انګېزې او راتلونکې ته د زدهکړیالانو د انګېزې کچې په اړه د خپلې یوې تازه سروې پایلې نن د یوه خبري ناستې په ترڅ کې ډاګیزې کړې. دغه سروې د روان کال په غويي او غبرګولي میاشتو کې ترسره شوې ده.

د سلام افغانستان موسسې د روان ۱۴۰۱کال د غويي او غبرګولي میاشتو کې د هېواد په کچه د تحصیلي وضعیت ارزولو په موخه یوه سروې ترسره کړې ده.

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلاموطندار راډیو) د اسلامي امارت له واکنمېدو وروسته کاري او د زدهکړو راتلونکې ته د زدهکړیالانو د درسي انګېزې او هیلهمندۍ کچې ارزونې په موخه د روان کال په غويي او غبرګولي میاشت کې یوه سروې ترسره کړې چې موخه یې هېواد کې د سیاسي تحولاتو وروسته په یادو شویو برخو کې د بدلون کچې معلومول دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د واکسین یو میاشتنی کمپاین پیل کړی چې له مخې به یې، پنځه سوه زره کسانو ته چې عمرونه یې له ۱۸ کلنۍ پورته دي واکسین تطبیق شي.