
پکتیا کې د غټ څاروي د غوښې پر پلور بندیز ولګېد
د پکتیا محلي مسوولان وايي، له څارویو انسانانو ته د یوې وژونکې ناروغۍ د لېږد مخنیوي له امله یې یاد ولایت کې د غټو څارویو پر پلور بندیز لګولی دی.

د پکتیا محلي مسوولان وايي، له څارویو انسانانو ته د یوې وژونکې ناروغۍ د لېږد مخنیوي له امله یې یاد ولایت کې د غټو څارویو پر پلور بندیز لګولی دی.

په وروستیو ورځو کې اطلاعاتو ته لاسرسی په جدي توګه محدود شوی چې د خبریالانو اندېښنې یې راپارولي دي.
دوه ورځې وړاندې کابل کې د کرېکټ لوبغالي کې چاودنه او نن په پلارمېنه راکېټي برید، هغه څه دي چې اړوندو ادارو یې خبریالانو سره معلومات نه دي شریک کړي.

په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د نورستان د ځنګلونو له اورلګېدنې نیولې، بیا په خوست او پکتیکا مرګونې زلزلې او په وروستیو څو ورځو کې نږدې ټول افغانستان کې د سېلابونو راوتل په پراخه کچه خلک اغېزمن کړي دي.

کابل کې نن د علوم اکاډمي له لوري «په افغانستان کې پایښت لرونکی پرمختګ؛ ستونزې او فرصتونه» تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سیمینار جوړ شو.

افغانستان کې اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ د ګڼشمېر خلکو پر ژوند سیوری غوړولی چې تر ډېره دې چارې ماشومان اغېزمن کړي دي.

په نیمروز کې امنیتي او محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې ایران سره پولې ته څېرمه د ا.ا او ایراني پولهساتو ځواکونو ترمنځ تازه نښته شوې چې اوس هم روانه ده. د سرچینو په وینا، جګړه لا هم روانه ده او د نیمروز له مرکز څخه د پېښې ځای ته د ا.ا مرستندویه ځواکونه هم استول شوي دي.

د ننګرهار د امنیې قومنداني مسوولان وايي، هغه کس یې نیولی چې څه موده وړاندې یې جلالاباد ښار کې خپله مېرمن وژلې وه.

د افغانستان د شپږیزې کرېکټ لیګ په روانو سیالیو کې نن له غرمې مخکې امو نهنګان لوبډله بریالۍ شوه چې پامیر زلمي د ۳۰ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړي.

د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې سراچه ډوله او ټېلر موټر د ټکر له امله څلور کسان مړه شوي او یو ماشوم ټپي دی.

په دایکندي کې ولسي سرچینې وايي چې پرون ماښام د دغه ولایت په اشترلي ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او څلور کسان ټپیان دي.

د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست محمدخالد حنفي پرون جوزجان کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د دغه وزارت د کارکوونکو له لوري څوک له دلیل پرته نه دي زورول شوي. هغه له خلکو وغوښتل چې تر بل هر وخت زیات دغه وزارت څخه د ملاتړ لپاره هڅې وکړي.

وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې په هلمند کې د اسلامي امارت سرپرست حکومت د کجکي بند دویم فاز پرانیست، د ایران حکومت د هلمند سیند څخه د خپلې حقابې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

په تاشکند کې د افغانستان په اړه له نړیوالې غونډې وروسته تېره ورځ د افغانستان په اړه د شانګهای همکاریو سازمان ناسته هم جوړه شوه وه.

د بشري حقونو څار بنسټ د افغان پناهغوښتنکو پر وړاندې د اروپايي هېوادونو له دوهګوني چلند څخه نیوکه کړې ده.
د بشري حقونو څار بنسټ اجرايي مشر کینیت رات یوې انلاین غونډې ته ویلي چې د افغانستان او اوکرايين پناهغوښتونکو پر وړاندې د اروپايي هېوادونو چلن توپیر کوي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بلوچستان ایالت په شیراني سیمه کې ملېشه ځواکونو افغان ناوې او زوم له څه باندې ۲۰۰ نورو افغانانو سره یوځای نیولي چې غوښتل یې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته لاړ شي. په همدې حال کې د شیراني سیمې محلي مسوولانو ویلي چې په نیول شویو ۲۴۱ افغانانو کې ۳۷ یې ښځې، ۲۷ یې ماشومان او ۱۷۷ نارینه شامل دي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ په روانو سیالیو کې نن له غرمې مخکې بُست ساتونکي لوبډلې د میسعینک نایډز پروړاندې لوبه وکړه چې دغه سیالي یې د څلور منډو په توپیر وګټله.