ولسمشر غني عامې روغتيا وزارت ته نوی سرپرست وزير معرفي کوي

وروسته له دې چې احمدجواد عثماني د عامې روغتیا له وزارته ګوښه شو ولسمشر غني وويل، دغه وزارت ته نوی سرپرست وزير معرفي کوي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر  محمد اشرف غني دا خبره تېره ورځ ماښام د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د یاد وزارت له معینانو او نورو مسوولانو سره په ليدنه کې مطرح کړې ده.

پروان کې پر يوه کور د وسله‌والو غلو بريد کې يو کس وژل شوی او يو ټپي دی

د پروان ولايت محلي مسوولان وايي، جبل‌السراج ولسوالۍ کې پر يوه کور وسله‌والو غلو بريد کړی چې له کبله يې يوه مېرمن وژل شوې او يو سړی ټپي دی.

د جبل‌السراج ولسوال سیف‌الله بېدار د ياد خبر په تاييد سره سلام‌وطندار ته وویل، دغه پېښه تېره شپه ۹ بجې د يادې ولسوالۍ «خواجه‌خېل» سيمه کې شوې ده.

ننګرهار کې چاودنې يو کس وواژه او ۲ يې ټپيان کړل

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر تاييدوي چې جلال‌اباد ښار کې د سړک غاړې ماين چاودنې يو کس وواژه او دوه نور يې ټپيان کړل.

د ياد ولايت د رسنيو د دفتر د معلوماتو له مخې دغه چاودنه د ښار اولې ناحيې «باغ‌زنانه» سيمې ته نږې هغه مهال شوې ده چې د امنيتي ځواکونو د عامه ساتنې رنجر موټر د سړک غاړې پر ماين برابر شو.

ناټو: د سولې بهير د بريا هېڅ ضمانت نشته او دا پروسه ماتېدونکې ده

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د سولې پروسې بريا لپاره هېڅ داسې ضمانت نشته چې ګواکې دا پروسه دې بريالۍ شي. نوموړي دغه څرګندونې له الماني (DPA) رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.

سټولټنبرګ له دې وړاندې هم ويلي و چې افغانستان کې د سولې تامينېدو لپاره يو تاريخي فرصت منځته راغلی دی. نوموړي ويلي و چې دغه فرصت ماتېدونکی دی او بايد له دې پوره ګټه واخيستل شي.

دایکندي؛ د واورو ښويېدو پېښه کې ۴ ماشومان مړه شوي

 د دايکندي ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست مسوولان وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې د کيتي ولسوالۍ « خارزار» سيمه کې د واورو ښویېدو پېښه کې ۴ ماشومان مړه شوي دي.

د ياد ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس اسدالله سروري سلام‌وطندار ته وويل، لومړني معلومات ښيي چې يو شمېر ماشومان مدرسې ته پر لاره وو چې له غره پرې واوره ښويېدلې ده.

کورونا ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان مړه کړي او ۱۸۳ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ کسان مړه کړي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، د ۱۹۶۱ شکمنو کسانو نمونې يې کتلي چې له ډلې یې د ۱۸۳ کسانو پایلې مثبتې ختلې دي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۱۹۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه هم شوي دي. د راپور پر بنسټ دغه تازه پېښې په ۲۰ولايتونو کې ثبت شوې دي.

عامې روغتيا وزارت کې څلور کسان د بډو غوښتو په تور نيول شوي

لويه څارنوالي تاييدوي چې عامې روغتيا وزارت کې څلور کارکوونکي د دغه وزارت له نور کارکوونکيو د بډو غوښتو په تور نيول شوي دي او اوس مهال په توقیف کې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي رسنيو ته په لېږل شوي یوه ويډیويي پيغام کې  د يادو کسانو په اړه جزيات نه دي ورکړي؛ خو وايي، د دغو کسانو دوسيه تر څېړنې لاندې ده.

پروان کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ډاکټران تښتولي

پروان کې امنيتي سرچينې سلام‌وطندار ته وايي چې په دې ولايت کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ډاکټران تښتولي دي. د سرچینې په وينا، دغه ډاکټران د دوشنبې په شپه ۹ بجې د درې مخ‌پټو وسله‌والو له لوري تښتول شوي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د ياد خبر په تاييد سره وايي، دغه ډاکټران د يادې ولسوالۍ د « سرصياد» سيمې اېمرجنسي کلينيک نه هغه مهال تښتول شوي چې پر دندې بوخت وو.

بلخ کې د ۹ کلن ماشوم د تښتولو په تړاو ۱۱ کسان نيول شوي

د بلخ سیمه‌ييز چارواکي په دې ولایت کې د ۹ کلن عبدالرووف د تښتونې په تړاو د ۱۱ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د بلخ والي فرهاد عظيمي نن په یوه خبري ناسته کې وویل، د ۹ کلن عبدالرووف د خوشې کولو په اړه چې دوه مياشتې وړاندې انسان تښتوونکيو تښتولی، له تېرو څو اوونیو راهيسې بېلابېل عملیات شوي چې پايله کې يې ۱۱ کسان نيول شوي دي.

کورونا په یوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۹ کسان مړه کړي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، د ۱۶۹۹ شکمنو کسانو نمونې يې کتلي چې له ډلې یې د ۱۴۰ کسانو پایلې مثبتې دي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۲۷۹ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه هم شوي دي چې له دې سره د ټولو ښو شويو شمېر ۴۱ زره ۶۱۰ ته رسېږي. د معلوماتو له مخې دغه تازه مثبتې پېښې په ۱۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

غني: پر رسنيو او مدني فعالانو بريدونه پر ډيموکراسۍ او د بیان پر ازادۍ بريد دی

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، د مدنې ټولنې پر فعالانو، سیاسي شخصیتونو او د رسنیو پر کارکوونکيو هدفي بريدونه پر ډيموکراسۍ او د بیان پر ازادۍ بريد دی. ولسمشر ويلي، دغه هدفي بریدونه پر هغو کسانو کېږي چې د نوي افغانستان استازیتوب کوي او د ډیموکراسۍ، جمهوریت او بیان ازادۍ رسا غږ دی او حکومت لپاره د زغملو وړ نه دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د سراعلی قومندانۍ په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه ورته د منلو نه دي او امنیتي ادارې باید په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د غزني – جاغوري له لارې ۱۰ مسافر تښتول شوي

د غزني د ولایتي شورا غړی حسن‌رضا یوسفي وایي، تېره ورځ د جاغوري ولسوالۍ ۱۰ اوسېدونکي چې له غزني ښار نه ولسوالۍ ته پر لاره وو، قره‌باغ ولسوالۍ کې د وسله‌لرونکیو کسانو  له لوري چې ځانونه يې طالبان معرفي کړي، له موټره کته کړي او نامعلوم ځای ته بيولي دي.

یوسفي وايي، دوه ورځې وړاندې هم د قره‌باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي په لار کې له موټره کته شوي او تښتول شوي دي چې تر اوسه يې درک نشته.

ولسمشر او عبدالله د سولې پر دویم پړاو مذاکراتو غږېدلي

ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي روغې جوړې شورا له رییس عبدالله سره په ارګ کې لیدلي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په یاده غونډه کې ولسمشر ته د ملي روغې جوړې شورا د رییس له لوري د دې شورا د دویمې ناستې د راپور ورکولو ترڅنګ، د سولې دویم پړاو خبرو پر ځای او نېټه هم خبرې شوې دي.