کابل پوهنتون کې نښته او ډزې

د سلام‌وطندار خبريال رومان کریمي وايي، بريدګر کابل پوهنتون ته دننه شوي او ډزې يې پيل کړې دي.

کريمي وايي، څو بريدګر حقوقو پوهنځي ته ننوتي او پر محصلانو يې ډزې کړي.د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین وايي، کابل پوهنتون سره نږدې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي او پوليس سيمه کې حضور لري.

د کندوز ولایت پر مقام د هاوان لګېدو پېښه کې د والي ۴ ساتونکي وژل شوي

د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي، طالب وسله‌والو تېر مازیګر د ولایت مقام پر ودانۍ د هاوان مرمۍ توغولې چې د والي ۴ ساتونکي په‌کې وژل شوي دي.

مرادي وويل، پېښه کې د ملکي کارکونکيو په ګډون ۶ نور ټپیان شوي هم دي.

کامران علي‌زايي: د هرات بنديان د اوښکو بهوونکيو پر ګازو وژل شوي

د هرات د مرکزي زندان د بنديانو له نښتې ۴ ورځې وروسته اوس د ولایتي شورا غړيو د دغې پېښې پټ اړخونه روښانه کړي دي. د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ماښام د هرات د مرکزي زندان د پنځم بلاک زندانیانو د پولیسو له لوري د هغوی د غرفو له ورانولو وروسته اعتراض وکړ چې بیا په تاوتریخولي بدل شو.

د دغه تاوتریخوالي پایله کې ۸ زندانیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د ۵۵ ځواکمنولو پروژو پیل؛ په سلګونو مېرمنې په مرستونونو کې حرفې زده‌کوي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو په ۶ ولایتونو کې د اړمنو مېرمنو د ځواکمنولو لپاره د ۵۵ پروژو د پیل اعلان کړ.

د يادې ټولنې سکرټر جنرالې نیلاب مبارز نن کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د يادو پروژو په عملي کولو سره به مرستونونو کې له ۸۴۰ ډېرې مېرمنې په بېلابېلو برخو لکه خياطي، د سابون توليد، چرګانو، مالدارۍ او يو شمېر نورو برخو کې زده‌کړې وکړي.

«اروپايي ټولنه دې له سولې وروسته پړاو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي»

د افغانستان مدني ټولنې له اروپايي اتحاديې غوښتي چې له سولې راتلو وروسته پړاو کې د افغانستان د ثبات او پرمختګ ملاتړ وکړي.

د افغانستان  د مدني ټولنې دغه غوښتنه د جمعې په ورځ د اروپا له پارلمان نه په انلاين بڼه وشوه.

خلک د سولې خبرو کې د طالبانو پر رښتينوالي باور نه‌لري

د ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش وايي، طالبانو د سولې خبرو کې پرمختګ او د تاوتريخوالي په کمولو کې پر هېڅ ژمنې عمل نه دی کړی او دا پروسه بن‌بست سره مخ ده.

نوموړي په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو سره ليدنه کې ويلي چې خلک د سولې خبرو کې د طالبانو پر رښتينوالي باور نه‌لري.

ننګرهار او کونړ کې د فرانسې ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې اعتراضونه وشول

په ټوله اسلامي نړۍ او افغانستان کې د فرانسې پر ضد لاریونونه وروسته له هغې پیل شوي چې دغه هېواد کې د اسلام پيغمبر حضرت محمد ص ته د منسوب کاریکارتور تر خپرېدو وروسته د یاد هېواد ولسمشر امانوېل ماکرون د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي ډک الفاظ وکارول.

کندهار او روزګان کې ۷۲ طالبان وژل شوي

د کندهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول جمالناصر بارکزی سلام‌وطندا ته وايي، تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د ارغنداب ولسوالۍ یو شمېر سیمو کې پر وسله‌والو طالبانو هوايي بریدونه کړي چې په پايله کې يې ۳۵ طالبان وژل شوي او يو شمېر يې ټپيان شوي دي.

یوناما: افغانستان کې چې هر ۱۰ملکيان وژل کېږي، ۴ يې ماشومان او ښځې دي

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يا يوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د  ۱۳۲۵ نمبر پرېکړه ليک د شلمې کالیزې په مناسبت په يوه اعلاميه کې

د افغانستان د ناامنيو ډېرېدو ته په اشارې ويلي، افغانستان کې چې هر ۱۰ملکيان وژل کېږي، ۴ يې ماشومان او ښځې دي.

هلمند کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ووژل شو

ملي دفاع وزارت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ویلي، هلمند کې د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ملا امان‌الله چې د «شفیق» په نوم د شبکې رهبري یې کوله ناوې ولسوالۍ کې یوه هوايي برید کې وژل شوی.
د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي، دغه هوايي برید کې ۸ نور وسله‌وال طالبان هم وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې، مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

د کندهار د استيناف څارنوالۍ پخوانی رييس شبیراحمد قیومي ووژل شو

د کندهار د والي وياند بهیراحمد احمدي سلام‌وطندار ته وايي، ناپېژاندو موټرسايکل سپرو وسله‌والو د ياد ولايت د استيناف څانوالۍ پخوانی رييس شبیراحمد قیومي وواژه.

نوموړي وويل، دغه پېښه نن وروسته له غرمې د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوړند قادري واټ سيمه کې شوې ده.

افغانستان بياځلې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نړیوال سازمان غړی شو

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت په نړیوال سازمان «EITI» کې افغانستان بياځلې غړیتوب ترلاسه کړ.

له ياد وزارته په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې افغانستان له ۲۰۱۰ کال راهیسې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت سازمان غړیتوب لري‌ چی د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کال د اجرااتو پر بنسټ یې غړیتوب په یاد سازمان کې له ځنډ سره مخ شو.

د هېواد د ۴ هوايي ډګرونو امنیتي چارې د اماراتو G42 بهرني شرکت ته وسپارل شوې

د هېواد د څلورو سترو هوايي ډګرونو امنیتي چارې یوه بهرني شرکت ته وسپارل  شوې. دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې حکومت له اوسنیو شرکتونو سره د ټیټ کیفیت کار له کبله تړونونه لغوه کړل.
د هوايي چلند اداره وايي، د افغانستان په څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو حامد کرزي، مولانا جلال الدین بلخي، احمدشاه ابدالي او هرات هوايي ډګرونو کې امنیتي او عملیاتي خدمتونه د عربي متحده اماراتو یوه شرکت ته سپارل شوي او ټاکل شوې راروانه میلادي میاشت خپل کاورنه پيل کړي.