Asset 1SWN

ننګرهار او کونړ کې د فرانسې ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې اعتراضونه وشول

123344643_359510865388907_6778673036603146518_n

په ټوله اسلامي نړۍ او افغانستان کې د فرانسې پر ضد لاریونونه وروسته له هغې پیل شوي چې دغه هېواد کې د اسلام پيغمبر حضرت محمد ص ته د منسوب کاریکارتور تر خپرېدو وروسته د یاد هېواد ولسمشر امانوېل ماکرون د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي ډک الفاظ وکارول.

دا لاریون په مرکز جلال‌اباد کې د ولایتي شورا له انګړه پیل او پښتونستان واټ کې پای ته ورسېد.

دغه لاریون کې ګڼ شمېر دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړی و چې له حکومته یې فرانسې سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پرې کولو غوښتنه کوله.

لاریونوالو د فرانسې پر ولسمشر او حکومت د مرګ او د اسلام پیغمبر په ملاتړ شعارونو ورکړل.

د دې لاریون یوې ګډونوالې بسما احمدزۍ هم خپلو خبرو کې وویل، د اسلام پیغمبر ته د فرانسې ولسمشر پر توهین‌امېزه الفاظو د ټولې اسلامي نړۍ مېرمنې ځورېدلي او غوښتنه یې وه چې هلته مېشت افغان کډوال هم هېواد ته راستانه کړي.

کونړ کې هم ګڼ شمېر دیني عالمانو او ځوانانو د فرانسې پر ضد لاریون او غونډه کړې او د اسلام پیغمبر په حق کې د هغه هېواد د ولسمشر له توهینه ډک الفاظ یې غندلي دي.

دوی چې د اسعداباد ښار شهیدانو چوک کې راټول وو، له حکومته یې غوښتنه کوله چې فرانسې سره دې سفارتي اړیکې وځنډوي.

لاریونوالو د اسلام پیغمبر ته د فرانسې ولسمشر امانوېل ماکرون د سپکاوي ډک الفاظ وغندل او زیاته یې کړه چې ماکرون په خپلو دا وړ څرګندونو ټولې اسلامي نړۍ او انسانیت ته سپکاوی کړی دی.

تېره ورځ ګڼو نورو ولایتونو کې هم د اسلام پیغمبر ته د فرانسې ولسمشر له خوا د سپکاوي ډک الفاظو پر وړاندې اعتراضونه شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام