د ملي مصالحې عالي شورا د رهبرۍ لومړنۍ  ناسته وشوه

له شاوخوا ۷ مياشتو ځنډ وروسته نن په ارګ کې د ملي مصالحې عالي شورا لومړنۍ ناسته وشوه. د ناستې پرانيسته کې ولسمشر محمد اشرف غني، د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله، سياسي رهبرانو، د حزبونو رهبرانو، د ملي شورا غړيو، ښځو او مدني ټولنو او همداراز د يادې کمېټې غړيو حضور درلود.

دې ناسته کې ولسمشر غني وویل، د روغې جوړې عالي شورا د افغانستان د یووالي استازیتوب کوي او اړتیا ده چې سولې ته د رسېدو لپاره ټول سره متحد شي.

کندهار کې موټربم چاوندې ۳ کسان وژلي او ۵ نور يې ټپیان کړي

د کندهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول جمال‌ناصر بارکزی وايي، وسله‌والو طالبانو نن سهار د ارغستان ولسوالۍ «صوفیانزو» سیمه کې هاموې ټانک څخه په ګټې اخیستو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید کړی.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۵ ټپيان نور دي. طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

پامپيو: که افغانستان کې تاوتریخوالی کم نه شي، دوحه کې د سولې خبرې پایله نه‌لري

 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، دوحه کې يې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو ته ویلي، که د مذاکراتو پر مهال تاوتریخوالی روان وي او پای ته ونه رسېږي د سولې خبرې به کومه پايله ور نه کړي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ جمعه د بحرین په پلازمېنه مانامه کې د سټراټيژیکو مطالعاتو نړیوالو انسټيټیوټ ته په ویډیويي کنفرانس کې وکړې.

ننګرهار ولايت لپاره د داعش تش په نامه والي ووژل شو

 د ننګرهار ولايت رسنیز دفتر وايي، ياد ولايت لپاره يې د داعش تش په نوم والي هدایت‌الله وژلی دی.

په ياد ولايت کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د دوو بېلا بېلو عملیاتو پر مهال د چپرهار ولسوالۍ په للمه سیمه کې د ننګرهار لپاره د داعش ډلې تش په نوم نومول شوی والي او د ځانمرګو واسکټونو او ماینونو جوړونکی هدایت الله د مقاومت پر مهال وژلی دی.

افغانستان کې د کرونا واکسين لومړی پړاو د نړيوال بانک په مرسته تطبيقېږي

ولسمشر محمداشرف غني د نړیوال بانک، د افغانستان لپاره د اسیا پرمختایي بانک، د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې له مسوولانو سره خبرې وکړې.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه خبرې چې تېره ورځ ماښام د ليندۍ مياشتې په ۱۳مه نېټه د ويډيو کنفرانس له لارې وشوې، ولسمشر غني د نړیوال او اسیا پراختیایي بانکونو له ريیسانو غوښتي چې د کرونا واکسین برنامې د تطبیق په لومړي پړاو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت پخوانۍ وزیره سهیلا صدیق د ۷۰ کلونو په عمر مړه شوه

د افغانستان لومړنۍ جنراله او پخوانۍ د روغتیا وزیره سهیلا صدیق د پلازمېنې کابل په سردار محمد داود خان روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله نن د جمعې په ورځ مړه شوه.

سهیلا صدیق له نږدې شپږو کلونو راهیسې د هېرې یا الزایمر په ناروغۍ اخته او سردار محمد داود خان روغتون کې یې درملنه کېده.

امریکا په افغانستان کې ۲ لویې اډې ساتي

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک مېلي وايي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان تایید کړی دی خو د دې پلان پر بنسټ به امریکا په افغانستان کې دوې سترې اډې له ځان سره وساتي.

د رویټرز خبري اژانس او امریکايي رسنۍ له راپورونو سره سم، لوی درستیز جنرال مېلي په پروکینګز انستیتیوت کې خبرې کولې وویل، پر دوو لویو اډو سربېره به د امریکا پوځ څو کوچنۍ اډې هم ولري.

د سولې خبرو کې له پرمختګ سربېره هېواد کې جګړه په شدت دوام لري

د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکه‌چي پلاوي له نږدې ۳میاشتو وروسته تېره ورځ د بین‌الافغاني خبرو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل پر وروستي کېدو هوکړې ته ورسېدل.

دواړو لوريو یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، کاري کمېټو ته یې دنده سپارلې چې د اجنډا موضوعات ترتیب کړي؛ خو د سولې خبرو کې د دغه پرمختګ سربېره هېواد کې جګړې دوام لري.

ناټو د سولې خبرو کې د بن‌بست ماتېدو هرکلی وکړ

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ د قطر په دوحه کې د سولې بين‌الافغاني خبرو کې د بن‌بست ماتېدو هرکلی وکړ.

قطر کې د حکومت او د طالبانو مرکچي پلاويو تېره ورځ وويل، د مذاکراتو د کړنلارې په اړه پخوا هوکړه شوې وه او د مقدمې په اړه هم هوکړه وشوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري او د طالبانو د مرکچي پلاوي وياند محمد نعيم په دوحه کې ويلي چې دواړه لوريو د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې پيل کړې دي.

د رحمت‌الله نبیل د څرګندونو په اړه د ولسي جرګې د غړيو غبرګون

وروسته له هغې چې یو شمېر نوماند وزیرانو او د دولتي ادارو لپاره وړاندې شويو رییسانو خپل کاري پروګرامونه د ولسي جرګې په حضور کې وړاندې کړل، د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل تېره ورځ ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د شپې له ۹ بجو وروسته د یو شمېر ولسي استازو د رایو اخیستو لپاره د جرګې د اداري پلاوي د یوه غړي په کور کې د نغدي امتیازونو وېشلو لړۍ روانه ده.

د لوګر محمداغې ولسوالۍ کې د کرکټ يو معیاري لوبغالی جوړېږي

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، محمد اغې ولسوالۍ کې د کرکټ معياري لوبغالی جوړېږي. دغه لوبغالی د يادې ولسوالۍ ادارې ته څېرمه په ۳۰ جریبه ځمکه کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د یوه کال په ترڅ کې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.

د دغه لوبغالي په ودانۍ کې جومات، د کرکټ اکاډمۍ، احاطوي دېوال، له ۴ تر ۵ زره نندارچیانو لپاره ځای شامل دي.

د سولې د مذاکراتو د مقدمې په اړه هوکړه وشوه

قطر کې د حکومت د مرکچي پلاوي یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وویل، د مذاکراتو د کړنلارې په اړه پخوا هوکړه شوې وه او د مقدمې په اړه ځینې ستونزې وې چې وضاحت ته اړتیا وه.

سرچینه وایي، وړمه ورځ انګلستان، امریکا، ملګروملتونو او اروپایي ټولنې د ځینو غړیو هېوادونو لکه جرمني او ناروې د استازو په منځګړیتوب سره حکومتي پلاوي ته وضاحت ورکړل شو چې د دواړو لورو د قناعت وړ و او پر مقدمې هم هوکړه وشوه.

کرونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۲۶۳ پرې اخته شوي

د روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۲۶۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي او ۲۲ ناروغان ورڅخه مړه شوي دي.

دغه تازه پېښې د کرونا ویروس یو زر ۳۵۸ شکمنو مواردو څخه ترلاسه شوي چې ور سره په کرونا د ټولو اخته کسانو شمېر ۴۶ زره ۹۸۰ ته رسېدلی دی.

سټولټنبرګ: ناټو افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکوي

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وايي، له افغانستانه د امريکايي سرتېرو کمولو سره به ناټو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تمویل، تجهیز او مشورو ورکولو بهير ته دوام ورکړي.

ينس سټولټنبرګ ویلي، د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د افغانستان په وضعیت بحث شوی او دغه تړون د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او له مخې یې افغانستان کې خپل حضور تنظیم کړی دی.

نړیوال بانک افغانستان سره خپله ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وځنډوله

د نړیوال بانک له لوري ولسمشر غني ته په استول شوي لیک کې ویل شوي چې د افغانستان بانک له لوري د کلي اقتصاد په اړه له نړیوال بانک سره د معلوماتو نه شریکولو له کبله، خپله ۱۸۰ میلیونه ډالره مرسته ځنډوي.

په لیک کې راغلي، په ځلونو یې د افغانستان بانک څخه دې برخه کې د معلوماتو غوښتنه کړې، خو تراوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.

وردکو کې ۳۹ ملکيانو سره د ۶ طالبانو تبادله

میدان‌وردکو کې مسوولان په دې ولايت کې له طالبانو د ۳۹ ملکي وګړيو د خوشې کېدو خبر ورکوي. د ياد ولايت د ولايتي شورا غړی احمد جعفري وايي، ټول هغه ۳۹ ملکي وګړي چې تېره اوونۍ طالبانو تښتولي وو، تېره شپه د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشې شول.

نوموړي وویل، د طالبانو ۶ جنګیالي چې ‌وردکو کې د نامسووله وسله‌والو قومندان علي‌پور سره وو، د دغو ۳۹ ملکیانو خوشې کولو په بدل کې طالبانو ته سپارل شوي.