
تادین خان استعفا کړې
ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان استعفا کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، د نوموړي استعفالیک درې میاشتې مخکې وړاندې شوې وه، خو د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدمسعود اندرابي ورسره مخالفت کړی و.

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان استعفا کړې ده. د دغو سرچینو په وینا، د نوموړي استعفالیک درې میاشتې مخکې وړاندې شوې وه، خو د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدمسعود اندرابي ورسره مخالفت کړی و.

مسکو تېر کال د کب میاشتې پر ۲۸مه د افغان سولې په اړه د غونډې کوربه و چې د افغان حکومت د استازیو تر څنګ، د طالب ډلې، امریکا، ملګرو ملتونو او روسیې استازیو پهکې ګډون کړی و او د افغان سولې پروسې پر چټکتیا یې بحث وکړ.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۱۱ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۴۱ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په اوو ولایتونو کې ثبت شوې دي.
دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې لیکلي چې په یاده موده کې ۱۶۹۲ کسانو د کورونا ټېسټونه کړي او په وینا یې، ۶۳ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

د استانبول سولې د غونډې په درشل کې د افغانستان ۷ مطرحو ګوندونو د يوې سیاسي کمېټې په جوړولو سره نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال د استانبول غونډې په اړه خپل دريځ اعلان کړ.
د دې کمېټې غړيو وويل، يو شمېر کړۍ په بېلابېلو پلمو هڅه کوي تر څو د سولې بهير کې ستونزې رامنځته کړي.

د ولسمشر د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، د استانبول ناستې د اجنډا، د ګډونوالو او د يادې ناستې له مهالوېشه خبر دي؛ خو تر اوسه پورې په دې اړه کومه هوکړه نه ده شوې.
د محب په وینا، د قطر په دوحه کې د حکومت مذاکراټي ټيم له طالب او د امريکا له استازيو…

د غور د تيورې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي او امنیتي مسوولان دغې ولسوالۍ کې ترینګلي امنیتي وضعیت او یو په بل پسې د ځینو سیمو او د امنیتي پوستو سقوط څخه اندېښنه ښيي او وايي، که چېرې دولت ورته جدي پام ونه کړي، دغه ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، طالبانو خپل غوځښتونه زیات کړي او له هوايي ځواکه غواړي چې په اړه يې بېړنی ګام پورته کړي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کورونا ويروس ۸۱ کسان تازه اخته شوي دي. دغه پېښې په ۷ ولایتونو کې ثبت شوې دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ياده موده کې هېڅ کس له کورونا نه دی مړ شوی.
دغه وزارت زیاتوي، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د ۱ زره او ۱۹۰ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي او په همدې موده…

د هلمند محلي مسوولان وايي، په دې ولايت کې د ماین چاودنې له کبله ۵ ملکيان وژل شوي دي. د ياد ولايت د والي وياند عمر ځواک وايي، دغه پېښه نن سهار د مرکز لښکرګاه ښار کې هغه مهال شوې کله چې د ملکيانو يو موټر د سړک غاړې پر ماين وربرابر شو.
د ځواک په وينا، په دې پېښه کې ۵ ملکي کسان وژل شوي دي.

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو شمېر پلويانو نن سهار په کابل کې لاريون وکړ. دغه حزب ادعا کوي چې حکومت ورسره پر شوې هوکړه عمل نه دی کړی او د دوی بندیان لا هم د دولت په زندانونو کې دي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وويل، د حکومت پر ضد په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې پراخ لاریونونه وکړي.

د بغلان د امنيې قومندانۍ وياند احمدجاوېد بشارت وايي، د ياد ولايت مرکز پلخمري ښار کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان شریف الله خوستی له طالبانو سره په يوه نښته کې وژل شوی دی.
د بشارت په وينا، په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

نړیوال بانک ویلي چې لومړنیو او منځنیو زدهکړو ته د افغان ماشومانو، په تېره نجونو د لاسرسي لپاره له افغانستان سره ۲۵ میلیونه ډالره مرسته کوي.
نړیوال بانک نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، دا وړیا مرسته د زدهکړو لپاره د نړیوالۍ همکارۍ پروګرام له لارې ورکول کېږي او له اقرا پروژې سره به د ۱۰۰ نویو ښوونځیو په جوړېدو کې مرسته وکړي.

د تخار ولایتي چارواکي تاییدوي چې څو شېبې مخکې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده.
د دوی په وینا، پېښه د تخار د علماوو شورا د رییس عبدالصمد محمدي پر موټر د چسپکي ماین د چاودنې له کبله شوې ده.
د تخار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د پېښې له ځایه د علماوو شورا د رییس عبدالصمد محمدي جسد او درې ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د برښنا خدمتونو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې په بدخشان کې د شورابک برښنا بند چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دوی په وینا، د دغه بند له پرانېستې وروسته به د دغه ولایت له ۱۵ زره ډېرو کورنیو ته برښنا ورسېږي.
د برښنا خدمتونو د تنظیم ادارې ویاند احمدسیر نېکزاد سلاموطندار ته ویلي چې د بدخشان شورابک بند له شپږکلن کار وروسته د ۴۵ میلیونه یورو په مالي لګښت د فیکا په نوم د یوه ترکي شرکت له لوري جوړ شوی دی.

د پکتیا دویمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض وژل شوی
په لوګر کې یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې وسلهوالو طالبانو نن سهار د مرکز پلعلم اړوند په خضر بازار سیمه کې د پکتیا د دویمي سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض پر موټر وسلهوال برید کړی دی. د سرچینې په وینا، په دغه برید کې ډګروال فریدون فیاض وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپيان شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې ۸ کسان د کورونا ویروس له کبله مړه شوي او ۷۰ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې په ۱۲ ولایتونو کې شوې دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د کورونا له کبله د مړینې دا شمېرې په وروستیو څو میاشتو کې تر ټولو ډېرې دي.

ننګرهار ولايت کې حکومتي سرچینې وايي، نن سهار شاوخوا لس بجې ناپېژاندو وسلهوالو جلالاباد ښار کې ۳ واکسیناتورانې وژلي دي.
یوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وویل، دغه واکسیناتورانې په دوو بېلابېلو پېښو کې داسې مهال په نښه شوي چې په واکسین کولو بوختې وې.