
د ملګرو ملتونو پرېکړې ته د اسلامي امارت غبرګون
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ د مخکیني حکومت استازي غلام محمد اسحاقزي ته ورکړې.

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې په دغه سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ د مخکیني حکومت استازي غلام محمد اسحاقزي ته ورکړې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې لږترلږه ۱۸۶ مټریک ټنه روغتیايي تجهیزات افغانستان ته لېږلي دي. دغه سازمان نن پر خپل ټویټر لیکلي چې دا مرستې یې د اګېسټ میاشتې له وروستیو تر اوسه د نهو الوتنو له لارې افغانستان ته لېږلې دي.

یو طالب چارواکي شهابالدین دلاور نن د عامې روغتیا وزارت د سرپرست پېژندلو په غونډه کې وویل چې نړۍ په افغانستان کې ټولشموله حکومت غواړي، خو د نړۍ د خوښې وړ حکومت فسادشمول، غاصبشمول او اختطاف شمول دی. هغه ټینګار کوي چې اسلامي امارت ټولشموله دی.

په جوزجان کې د طالبانو امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په بېلابېلو برخو کې یې د غلا او نشهيي توکو د کارونې په تور اته کسان نیولي او د نورو مجرمانو د نیولو لړۍ روانه ده.

د ترکیې اناتولي خبري اژانس وايي چې د دغه هېواد د دفاع وزیر خلوصي اکار پرون ورته ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له کابل هوايي ډګر څخه شاوخوا ۶۲ الوتنې شوې دي.
نوموړي ویلي چې په دغو الوتنو کې «ډیپلوماټان او یوشمېر افغانان» له افغانستان څخه اېستل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس دواخان مینهپال نن غرمه د کابل ښار اړوند په اوومه ناحیه کې وژل شوی دی.

د کابل امنیه قوماندان جمشېد توتاخېل نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، یوه څلورکسیزه مافیايي ډله چې د کابل په ګډون یې په یوشمېر نورو ولایتونو کې جنايي فعالیتونه کول له منځه وړې ده. توتاخېل وايي، د دغه بانډ غړیو له لسو ډېر جنايي جرمونه کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا متحده ایالات په پام کې لري، په دغه هېواد کې د افغانانو د ځای پرځای کولو لپاره نوی پروګرام اعلان کړي. دغه اژانس دا خبر د امریکا دولت له یوه چارواکي او دوو نورو سرچینو له قوله دغه راپور ورکړی دی. دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط، رویټرز خبري اژانس ته دا خبره کړې ده.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې دغه ولایت ته د کورنیو چارو چارسبمالي او د ملي امنیت د عمومي ریاست نظامي مرستیال له راتګ وروسته، د هرات ولایت پوځي شورا دا پرېکړه وکړه چې د کرخ ولسوالي د بېرته نیولو عملیات پیل کړي او امنیتي ځواکونو دغه ولسوالي له طالبانو بېرته ونیوله.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي چې نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې او پنځوس دقیقې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په میوند جاده کې چاودنه شوې ده.
د نوموړي په وینا، د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، په یاده چاودنه کې څلور ملکیان وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې ډېر ژر به د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې پیل شي او دواړه لوري باید ژرترژره بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي. هغه له افغان حکومت څخه غواړي چې د سولې شته فرصت له لاسه ور نه کړي او طالبان دې هم د هېواد له ویجاړولو لاس واخلي.

په فراه کې یوه امنیتي سرچینه سلاموطندار ته وایي چې پرون له غرمې وروسته د فراه ښار اړوند په «شپلکوه» سیمه کې د وسلهوالو طالبانو یوه نفوذي کس د یوې پوستې ۷ پولیس وژلي دي. د سرچینې په وینا، د وسلهوالو طالبانو دغه نفوذي کس د اوو پولیسو له وژلو وروسته، د پوستې ټول پوځي تجهیزات او وسلې له ځان سره وړي او وسلهوالو طالبانو سره یوځای شوی دی.

د کندهار امنیتي مسوولان وايي، نن ماسپښین د کندهار ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند د ملي امنیت د ۰۶ قطعې څوارلسم ماموریت ته نږدې چاودنه شوې ده. د کندهار د امنیې قومانداني ویاند جمالناصر بارکزي سلاموطندار ته ویلي چې په یاده چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او د یوه پولیس او ۲۰ ملکیانو په ګډون، ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما وايي، د جګړې پای ته رسېدو او د خلکو هیلهمندۍ لپاره د سولې خبرواترو ته لومړیتوب ورکړل شي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو د ملي قهرمان احمدشاه مسعود حکاکي شوی تصویر د تخار په چمن خسده سیمه کې چې هغه د قوماندانې مرکز و، ټوټه ټوټه کړی دی.

د سلما بند د ساتنې کنډک قوماندان الله محمد همدرد وايي، طالب وسلهوالو نن سهار د یاد بند د ساتنې پر مرکز چې د هرات د چشت ولسوالي په لوېدیځ کې پروت دی، برید کړی دی.
د نوموړي په وینا، په دغه برید کې د سلما بند ۱۶ امنیتي ساتونکي وژل شوي او مرکز یې هم د طالبانو لاس ته ورغلی دی.