
فراه کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي
د فراه امنیه قومانداني په دغه ولایت کې د هاوان یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله د درې ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فراه امنیه قومانداني په دغه ولایت کې د هاوان یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې له کبله د درې ماشومانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

نړیوالې ټولنې تل د ګڼو غونډو پر مهال افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی، خو لا یې هم څرنګوالی نهدی روښانه کړی. شنونکي هم نیوکه کوي چې نړیواله ټولنه خپل شرط نه روښانوي او نه یې هم د افغانستان د تلپاتې ثبات لپاره له زړه کار کړی دی.

که څه هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خلکو له لوري پر خپل وخت د برښنا لګښتونو نه ورکړه یوه ستونزه ګڼل کېږي، خو غزني کې یې اوس د چارواکو د صبر کاسه نسکوره کړې ده.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلاموطندار ته تایید کړه چې ناپېژنده وسلهوالو د اتمې امنیتي حوزې اړوند په کارتهنو کې د حضرت ابوبکر صدیق جومات ملا امام قاري نجیبالله عزیزي وژلی دی.

د ننګرهار د شینوارو ولسوالي ځايي اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځې نښته کې درې کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د چارو ادارې په یوه ټویټ کې لیکلي چې د ا.ا رییسالوزرا محمدحسن اخوند پرون مازدیګر د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره کتلي دي. نوموړي په دې لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت به د خپلې پالیسي له مخې، هېچا ته اجازه ور نهکړي چې له افغانستانه د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي یا یې هم له ګواښ سره مخامخ کړي.

د افغان کارټ دولتي شرکت له ۳۰ کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا له کندهار نه روسيې ته د انارو صادرات پیل کړل. د دغه شرکت رییس سيدمحمد قسيم کندهار کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وویل، په لومړي پړاو کې به ۲۰ ټنه انار روسیې ته ولېږدوي او هڅه کوي چې دا لړۍ روانه وساتي. هغه وايي، دېرش کاله وروسته د افغانستان انار روسیې ته لېږدوي.

د لغمان امنیتي چارواکي د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالي کې د یوه وسلهوال برید پر مهال د ناوې او زوم د وژل کېدو خبر ورکوي.
د لغمان د امنیې قومانداني ویاند یونس یوسفزی وايي، دا پېښه پرون مازدیګر د الیشنګ ولسوالي په ګونهپال سیمه کې شوې ده.

په پاکستان کې یوشمېر افغان کډوال اندېښنې ښيي چې له یوې خوا یې د ویزو موده پوره شوې او بلهخوا یې دغه هېواد نه ورته نوې کوي، خو پولیس یې بیا هڅه کوي چې ویې نیسي. دوی غوښتنه کوي چې ملګري ملتونه، امریکا، اروپايي او نور هېوادونه باید لاس پهکار شي، څو په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو برخلیک روښانه او یادو هېوادونو ته ولاړ شي.

د افغانستان اوسنیو ستونزو او ننګونو ته د حللارې موندلو په موخه د مسکو فارمټ غونډه نن د روسیې په پلازمېنې کې جوړه شوه. د راپورونو پر بنسټ، د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، قرغېزستان، اوزبکستان، تاجکستان، قزاقستان او ترکمنستان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و او د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې استازي بیا د مېلمنو په توګه وربلل شوي وو.

هرات کې د زعفرانو صادروونکو شرکتونو او کاروباریانو او محلي مسوولانو زعفرانو ته د بازارموندنې په موخه نن دغه ولایت کې د «زعفران ګل» اوومه ملي جشنواره جوړه کړه.
د زعفرانو کاروباریان وايي، که څه هم سږ کال دغه ولایت کې د زعفرانو تولید زیات شوی، خو په وینا یې، پهکار ده چې له هېواده بهر لېږلو لپاره یې هم اسانتیاوې برابرې شي.

فاریاب کې امنیتي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس د ځمکې پر سر شخړه کې خپل پلار او کاکا وژلي او بل کاکا یې ټپي کړی دی.

د سمنګان د لوړو زدهکړو موسسې مسوولان وايي چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۳۵زره ډالرو په ارزښت دغه موسسه کې د هلکانو لپاره د فوټبال او د نجونو لپاره د ټېنس لوبغالي جوړ کړي دي.

د هرات استخباراتو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ریاست ځواکونو یاد ولایت کې د عملیاتو پر مهال پنځه داعشیان وژلي دي.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دغه عملیات بېګاه شپه د لړم ۲۴مه د هرات ښار په «ملاباباجي» سیمه کې د داعش ډلې د غړیو پر یوه پټنځای شوي دي.

د تخار اوسېدونکي وايي چې نن چهارشنبه د لړم ۲۵مه د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د اسلامي امارت د ځواکونو پر موټر ماین چاودنه شوې ده.
د پېښې عیني شاهدان وايي چې چاودنه د تالقان ښار د درېیم ګدام سرک سیمه کې د تخار د امنیې قومنداني د ځواکونو او د زندانیانو پر یوه موټر شوې.

په پکتیا کې یوه امنیتي سرچینه وايي، د اسلامي امارت ځواکونه او پاکستانۍ ملېشې نن مازدیګر شاوخوا څلورنیمې بجې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالي کې د ډیورنډ فرضي کرښې په «خرلاڅي» دروازه کې سره نښتي دي.