
کاپیسا کې یوه کس خپل کاکا وژلی
د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فائز وايي، یوه کس د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې خپل کاکا په مرمۍ ويشتی او وژلی دی.

د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فائز وايي، یوه کس د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې خپل کاکا په مرمۍ ويشتی او وژلی دی.

د المان دولت اعلان کړی چې افغانستان کې ناسم بشردوستانه وضعیت ته په پام له افغانانو سره ۹۰ میلیونه یورو نوره مرسته هم کوي.

بلخ کې یوشمېر خبریالان شکایت کوي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې دغه ولایت کې اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی دی.
خبریالان وايي چې د راپور جوړولو پر مهال له دولتي ادارو څخه پر خپل وخت د اړتیا وړ اطلاعات نشي ترلاسه کولای.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي چې نړۍ به یوه ورځ بالاخره د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژني او دې نظام سره به تعامل وکړي.
متقي پرون چهارشنبه د لیندۍ دویمه هرات کې د ا.ا د سرتېرو فراغتغونډه کې د وینا پر مهال د اسلامي امارت له سرتېرو غوښتنه کړې چې هېواد کې د امنیت ټينګښت په موخه خپلې لیکې منظمې کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د دې احتمال شته چې له افغانستان څخه د سخت دریځو ډلو وسلهوال د ډلهییز امنیتي تړون د سازمان غړیو هېوادونو ته نفوذ وکړي. نوموړي ویلي: «د افغانستان د وضعیت په اړه زه د خپلو همکارانو اندېښنې له تاسو سره شریکوم. وضعیت کړکېچن دی.

یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې د انګلستان د کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان کې د کېدونکو ټسټ لوبو پر مهال یادې لوبډلې ته د خوړو چمتوو کولو لپاره ځانګړی اشپز ګومارلی دی.

د روزګان په مرکز ترینکوټ کې ۳۵ کلن جانان چې ۱۰ کاله وړاندې د ماین چاودنې ښکار شو او په یوه پښه ګوډ شو، خو همت یې له لاسه ور نهکړ او له پنځو کلونو راهیسې یې سلګونو ځوانانو ته د سپورټ اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د لوګر محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت استیناف محکمې نن د خلکو پر وړاندې د درېوو ښځو په ګډون، ۱۷ کسان چې په بېلابېلو جرمونو ګرم پېژندل شوي وو، په دُرو ووهل.

نړیوال بانک د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د ژوند شرایطو ارزولو په اړه د تازه سروې پایله کې ویلي چې افغانستان کې د ژوند شرایط اوس هم سخت دي. دا سروې چې د روان ۲۰۲۲ کال په جون او اګېسټ میاشتو کې شوې، پهکې راغلي چې د هرو درېوو افغان کورنیو له ډلې دوه یې په سختۍ د اړتیا وړ توکي چې خواړه هم پهکې شامل دي، ترلاسه کوي.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید سلاموطندار ته ویلي چي یوه ۱۶ کلن هلک د دغه ولایت د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د خوشکیار کرنیز مارکېټ په دویم پوړ کې ځان را ځړولی او وژلی دی.

د پکتیا ګمرک مسوولان وايي، په ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره د دروازې له تړلکېدو وروسته د یاد ولایت د ګمرک عواید کم شوي دي.
د پکتیا د ګمرک مرستیال مصطفی سلاموطندار ته ویلي، ډنډپټان کې د خرلاڅي دروازې د تړلکېدو له کبله د ګمرک عواید د ورځې له ۴۵میلیونه افغانۍ څخه دوه نیم میلیونه افغانیو ته کم شوي.

د چارو ادارې د تدارکاتو ریاست نن چهارشنبه د لیندۍ دویمه عامې روغتیا وزارت ته ۱۲۵ نوي امبولانسونه وسپارل. د دغه امبولانسونو د پېرلو قرارداد

د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ختیځو ولایتونو ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان کې یې له پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکو ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی.

د کابل امنیتي مسوولان وايي، د نهمې امنیتي حوزې اړوند د خواجهرواش سیمې په یوه جومات کې یوه کس د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بل کس یې ټپي کړی دی.
د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ نن چهارشنبه د لیندۍ دویمه سلاموطندار ته ویلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

د زابل محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سپیو له لوري د خلکو داړل زیات شوي دي.
د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې دغه ولایت کې سپیو ۹۰کسان داړلي چې له ډلې یې دوه کسان مړه شوي دي.

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه افغانان سړې هوا سره د مبارزې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. په ورته مهال اوچا ویلي چې د توکو د بیو لوړوالي سره هممهاله د ۲۴ میلیونه افغانانو اړتیا ډېره شوې او دوی په بېړنۍ توګه ګرمو جامو، سرپناه او د ځانونو د ګرمېدو لپاره نغدو پیسو ته اړتیا لري.