
د فوټبال نړیوال جام کې به نن څلور په زړه پورې لوبې وشي
د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن له دوو بېلابېلو ګروپونو څخه څلور په زړه پورې لوبې کېږي.

د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن له دوو بېلابېلو ګروپونو څخه څلور په زړه پورې لوبې کېږي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې له لومړۍ بریا وروسته نن د یادې لوبډلې پر وړاندې دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي.

نن په هرات کې د کورنیو تولیداتو او د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مسلکي او هنري څانګې فارغانو د لاسي صنایعو درېورځنی نندارتون جوړ شو. د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د ښځو د تولیدي محصولاتو پراختیا او هغو ته بازارموندنه ښودل شوې ده.

کابل کې شاوخوا ۵۰ یتیمان چې د یوه خیریه بنسټ له لوري ورته د موبایل جوړونې برخه کې د څلورمیاشتنیو مسلکي زدهکړو اسانتیاوې برابرې شوې وې، فارغ شول.
د دغه خیریه بنسټ رییس جاوید ابراهیمي وایي، د دغو یتیمانو د روزلو موخه یې پر خپلو پښو د هغوی درېدل او پر ځان بسیاینه ده.

پرون جمعه د نومبر ۲۵مه «د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لهمنځه وړلو نړیواله ورځ» وه. له دې ورځې سره هممهاله، یوشمېر نړیوالو بنسټونو افغانستان کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په تړاو سختې نیوکې کړې دي. د نړیوالو بنسټونو نیوکو ته د اسلامي امارت حکومت هم توند غبرګون ښودلی دی.

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې له وسلهوالو سره په نښته کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي او د یوه افسر په ګډون دوه نور ټپیان دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، روان ۲۰۲۲ کال هېواد کې د شري ناروغي څه باندې ۱۶ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د لیندۍ شپږمه ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن شنبه د لیندۍ پنځمه پر خپله ټوېټرپاڼه له ټولو خصوصي بانکونو او د پولي خدمتونو له صرافیو او شرکتونو غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د قطر په کوربهتوب د فوټبال نړیوال جام د روان سیالیو په لړ کې نن له دوو ګروپونو څخه درې لوبې کېږي. لومړۍ لوبه چې ټاکل شوې نن له غرمې وروسته ترسره شي، له «ډي» ګروپ څخه به ټونېس د اسټرالیا پر وړاندې لوبه وکړي.

د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډلې د هند پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالي کې د لوبډلمشر کېن ویلیامسن او ټام لېټم د ۲۲۱ منډو د ملګرتیا پر مټ هند ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.

د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم د پنجشېر د لوړو زدهکړو موسسې څخه د یوشمېر زدهکړیالانو په فراغتغونډه کې له هېواده وتلي د پوهنتون له استادانو غوښتنه وکړه چې بېرته هېواد ته راستانه شي.

د قطر په کوربهتوب د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام په روانو سیالیو کې نن له دوو ګروپونو څخه درې لوبې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن جمعه د لیندۍ درېیمه د سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن ۱:۳۰ بجې پیل شي.

د بغلان محلي مسوولان وايي چې پرون پنجشنبه د لیندۍ درېیمه دغه ولایت کې یو کس وژل شوی دی.
د بغلان د امنیې قومنداني ویاند شېراحمد برهاني نن جمعه د لیندۍ دویمه سلاموطندار ته ویلي، دغه کس خیرالدین نومېده او د ژورو ټپونو له کبله یې ساه ورکړې ده.

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې د پاکستاني ملېشو د بریدونو له امله دغه ولسوالي کې ټول ښوونځي تړل شوي چې د څه باندې ۴۰۰۰ زدهکوونکو زدهکړې او کلنۍ ازموینې ځنډېدلي دي. د مسوولانو په وینا، د یادو بېځایه شویو کورنیو څه باندې څلور زره ماشومان هم له دغې ولسوالي نورو سیمو ته تللي او دوی اړ شول چې کلنۍ ازموینې وځنډوي.

نن په هرات کې د شري او ګوزڼ ناروغیو د واکسین کمپاین پیل شو. د هرات روغتیايي مسوولان وايي، ټاکل شوې د واکسین په دغه پړاو کې له رباطسنګي او ادرسکن ولسوالیو پرته د هرات په کچه څه باندې ۵۰۰ زره ماشومانو ته چې عمرونه یې له نهو میاشتو تر پنځو کلونو پورې وي، د شري او تر پنځه کلنو ماشومانو ته هم د ګوزڼ واکسین ورکړل شي.