بې‌وزلي او ژمی؛ کابل ښاریان: حیران یوو، ډوډۍ ومومو که کورونه تاوده کړو؟

یوشمېر کابل ښاریان د ژمي را رسېدو ته اندېښمن دي او وايي، سږ کال د خپلو کورنیو لپاره سون‌توکي نه‌شي برابرولی او اړ دي چې په یخنۍ کې شپې او ورځې تېرې کړي.
فرزانه چې د اوو بچیانو مور ده، د هغوی لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د کابل ښار په کوڅو کې د اوبو کوزې پلوري.

حنا رباني کهر سبا کابل ته راځي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې حنا رباني کهر په مشري به یو پلاوی سبا سه‌شنبه کابل ته راشي.

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافایلا ایوبیا سره په لیدنه کې ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان ښځو حقونه تامین دي او بېلابېلو برخو کې کار کوي. د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په بېلابېلو برخو کې پر ښځو محدودیتونه لګېدلې دي.

هغه نجونې چې خپلې هیلې یې پريښي او ښار کې یې کار ته مخه کړې

کله چې د تخار په مرکز تالقان ښار کې ګرځې، تر هر څه د مخه به د خلکو له ناچارۍ او ناخوښیو سره مخ کېږي. دلته به داسې نجونې او ښځې ووینې چې بنډل بنډل ډوډۍ یې مخې ته ايښي او دې ته په تمه دي چې څوک ورشي او ترې ویې پېري. په دې ډله کې، داسې نجونې هم شته چې د درسي ټولګي پر ځای، د ناچارۍ له کبله دلته ناستې دي او سهار تر بېګاه د څو پیسو موندلو لپاره زیار ګالي.

ډنډپټان کې پاکستان سره د «خرلاڅي» دروازه نن بېرته پرانېستل شوه

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د «خرلاڅي» دروازه نن بېرته پرانېستل شوه.

د پکتیا د والي ویاند  عبدالقدیر احمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې نن دوشنبه د لیندۍ اوومه له پاکستان سره د  خرلاڅي دروازه د هر ډول بار وړونکو موټرو او مسافرو پر مخ بېرته پرانېستل شوې ده.

بلخ کې د ډبرو سکرو د بیې دوه‌برابره کېدو په اړه د خلکو شکایت

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یوشمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ډبرو سکرو د بیې لوړېدو په اړه شکایت کوي او وايي، سږ کال د سون‌توکو بیې د تېر هغه په پرتله دوه‌ برابره شوې دي.
دوی وايي، له څه باندې یو کال راهیسې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او په وینا یې، سږ کال هوا هم ژر سړه شوې او ښايي سخت ژمی تجربه کړي.

د غزني د جغتو ولسوالي اوسېدونکو په خپل لګښت ښوونځی جوړ کړی

د غزني د جغتو ولسوالي اوسېدونکو د دغه ولسوالي په «پایین‌سر ترګان» سیمه کې په خپل شخصي لګښت یو ښوونځی جوړ کړی چې اته درسي ټولګي لري.

د یاد ښوونځي له بنسټګرو او قومي مشر محمدزمان ذکي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ښوونځی په څلور میلیونه افغانۍ جوړ شوی چې ټول لګښت یې د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.