د فوټبال نړیوال جام؛ نن شپه د کوارټر فاینل پړاو پیلېږي

د قطر په کوربه‌توب د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن شپه د یاد نړیوال جام کوارټر فاینل لوبې پیلېږي.

اتو لوبډلو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره دغه پړاو ته لاره پیدا کړې او نن شپه به یې څلور لوبډلې نیمه پای‌لوبې ته د تلو لپاره له یوه بل سره سیالي وکړي.

هلمند کې کوچیان د څړځاینو نشتون له امله د مالدارۍ پرېښودو ته اړ شوي

هلمند کې یوشمېر څاروي لرونکي وایي، د ژمي په را رسېدو سره د څارویو لپاره د وښو لوړو بیو او څړځایونو نشتون له امله اړ شوي چې مالدارۍ څخه لاس واخلي. په ورته مهال لښکرګاه ښار کې یوشمېر قصابان  وایي، که مال‌لرونکي د څارويو ساتنه پرېږدي، د غوښو اوسني قیمتونه به نور هم لوړ شي.

فراه کې د قصاص حکم پلي‌کېدو ته غبرګونونه؛ یوناما: باید ودرول شي

 اسلامي امارت واک ته تر رسېدو وروسته پرون چهارشنبه د لومړي ځل لپاره فراه کې پر یوه کس د قصاص حکم پلی کړی دی.

دغه کس چې پر وژنه تورن و، د قصاص حکم پرې د اسلامي امارت د یو‌شمېر لوړپوړو چارواکو او د عامو خلکو په حضور کې پلی شوی دی.

وېسټ: د ا.ا مشروعیت ښځو او نجونو سره د دوی پر کړنو ولاړ دی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د دفاع وزارت له سرپرست محمدیعقوب مجاهد سره د خپلو خبرو جزییات شریک کړي او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت کورنی او بهرنی مشروعیت د ښځو او نجونو پر وړاندې د حکومت کړنو پورې تړلی دی.

عباس ستانکزی: زده‌کړې د ملت حق دی او دروازې یې باید پرانېستل شي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن د کابل لپاره د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې یو ځل بیا هېواد کې ټولو ته د زده‌کړو پر برابرولو ټينګار وکړ. نوموړي د سرپرست حکومت پر مسوولانو هم غږ وکړ چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او په وینا یې، ولس سره دې نږدې پاتې شي.

پوهنې وزارت نن د دولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو کلنۍ ازموینه واخیسته

د پوهنې وزارت نن د هېواد په سړو سیمو کې د دولسم ټولګیو له نجونو زده‌کوونکو د فراغت کلنۍ ازموینه واخیسته.

د ښوونځیو د یو‌شمېر نجونو زده‌کوونکو په وینا، دغه کلنۍ ازموینه نن چهارشنبه د لیندۍ ۱۶مه د ټولو درسي مضمونونو په ګډون په یوه ورځ ترې اخیستل شوې ده.

یونېسف: افغانستان کې ۸۷۵زره ماشومان د وزن له کمښت سره مخ دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې ۲۰۲۳ کال کې به افغانستان کې ۸۷۵زره ماشومان د وزن له کمښت سره مخ وي.

یونېسف همداراز لیکلي چې  افغانستان کې لوږې تر ډېره افغان ماشومان اغېزمن کړي دي.

بدخشان کې د چت پرېوتو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي

د بدخشان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مایمي ولسوالي کې د سختو اورښتونو له کبله د یوه کور چت لوېدلی چې پر مهال یې د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي ویلي، پېښه د مایمي ولسوالي اړوند «زنیف» کلي کې رامنځته شوې او مړو شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

هند کې د امنیتي غونډې ګډونوال: د افغانستان روان وضعیت اندېښمن کړي یوو

د «ټایمز‌اف انډيا» په نوم یوې هندي رسنۍ راپور ورکړی چې د دغه هېواد لوړپوړو امنیتي چارواکي نن د ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، او قرغزستان هېوادونو له امنیتي چارواکو سره د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان د وضیعت په اړه غونډه کړې. د راپور له مخې، د ناستې ګډونوالو افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

توماس وېسټ له هندي چارواکو او عبدالله عبدالله سره لیدلي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېس هند ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو او د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا له مخکیني رییس عبدالله عبدالله سره کتلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې امریکا د هند له ملاتړ او د افغانانو اساسي حقونو ته د ژمنتیا له امله له دغه هېواد مننه کوي.