سور صلیب: افغانان نه پوهېږي چې ځانونه تاوده کړي، که د خوړو غم وخوري

د سره صلیب نړیوالې کمټې  مسوولان وايي چې افغانستان کې د ژمي په نږدې کېدو او ناوړه اقتصادي وضعیت خلک له یوه داسې وضعیت سره مخ کړي چې د ځان تودولو او خوړو ترمنځ باید یو انتخاب کړي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دې وړاندې هم افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: افغانستان له انساني ناورین سره مخامخ دی

د ژغورنې نړیوالې کمېتې (IRC) له انساني ناورین سره د مخ شلو هېوادونو په اړه یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان له سوماليا او ایتوپیا وروسته، درېیم هېواد دی چې له دغه ناورین سره مخامخ دی.
که څه هم افغانستان ته د نړیوالې ټولنې نږدې دوه میلیارډه ډالره مرستې راغلي، خو لا هم د نړۍ درېیم بې‌وزله هېواد دی چې له انساني ناورین سره مخامخ دی.

له زده‌کړو فارغې نجونې ښځو ته د کار برابرولو غوښتنه کوي

په کابل کې له اعظم دارالمعلمین څخه تازه فارغې شوې نجونې د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښنه ښيي او وايي، ګڼ‌شمېر مېرمنو ته د کور سرپرستي ور پر غاړه ده او په‌کار ده چې لپاره یې د کار اسانتیاوې برابرې شي.
له دغه دارالمعلمین نه تازه ۳۸ نجونې فارغې شوې.

د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټه: درې افغان خبریالان بندیان دي؛ مسوولان: نه‌ دي

د ژورنالېستانو د ساتنې کمېټې (CPJ) پرون په یوه راپور کې افغانستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې راوستی چې ډېر خبریالان په‌کې نیول کېږي.
په دغه راپور کې، ایران په تېر یوه کال کې د ۶۲ خبریالانو په نیول کېدو سره د نورو هېوادونو په سر کې راغلی دی.

روزګان کې زده‌کوونکې: ښوونیز کال په خلاصېدو دی، موږ لا کتابونه نه لرو

په روزګان کې د لومړنیو ښوونځیو یوشمېر زده‌کوونکې وايي، سره له دې چې ښوونیز کال په خلاصېدو دی، خو دوی لا کتابونه او درسي توکي نه لري.
د دوی په وینا، په ښوونځیو کې ښوونکي هم کم دي او دغه وضعیت یې پر زده‌کړو منفي اغېز کړی دی. دغه نجونې له مسوولانو غواړي چې دوی ته پاملرنه وکړي او لپاره یې د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو د تاجکستان او پاکستان ټینګار

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف سوله‌ييز او باثباته افغانستان د سیمې د پرمختګ بنسټ بللی او دغه هېواد کې یې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی. هغه زیاته کړې چې له شبهاز شریف سره یې د لیدنې پر مهال، په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د ا.ا او پاکستاني ځواکونه په سپین‌بولدک کې بیا سره نښتي

د ا.ا او پاکستاني ځواکونه د کندهار د سپین‌بولدک اړوند د ډیورنډ پر فرضي کرښې بیا سره نښتي دي.
کندهار کې يوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې یاده نښته د شېرو اوبو سیمه کې پر فرضي کرښې د پاکستاني ځواکونو له لوري د ا.ا پر ځواکونو داسې مهال ډزې شوي چې افغان لوري په سیمه کې پوستې جوړولې.

پروان ته له پنجشېر نه د بې‌ځایه شویو کورنیو شکایت

پروان ولایت ته له پنجشېر نه د جګړو له کبله سلګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ شکایت کوي چې د ژمي په را رسېدو سره سره ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.
دوی له اسلامي امارت او مرستندویه ادارو څخه د لومړنیو مرستو غوښتونکي دي.

د برښنا پرچاوۍ زیاتوالی؛ مسوولان: خلک دې وزغمي

اوزبکستان له څو ورځو راهیسې په دغه هېواد کې د برښنا کموالي له کبله افغانستان ته خپله صادراتي برښنا ۶۶ سلنه کمه کړې چې له کبله یې د کابل په ګډون، د ۱۲ ولایتونو برښنا کمه شوې ده.
خو د افغانستان برښنا شرکت مسوولان وايي چې خلک دې د برښنا کمېدو ستونزې تر حل پورې د برښنا پرچاوي وزغمي.
په همدې حال کې یوشمېر کابل ښاریان وايي چې د برښنا پرچاوۍ یې کاروبار ته زیانمن کړی دی.

ملګري ملتونه: شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ نه یو ګام واټن لري

د ملګرو ملتونو اړوند د ښځو برخې بنسټ ویلي، افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کسانو ډېره برخه ښځې جوړوي.
د دغه بنسټ په وینا، بې‌ځایه شوې ښځې په لنډمهاله مېنو کې له مخ په ډېرېدونکو ګواښونو سره مخامخ دي. یاد بنسټ د لیندۍ په ۲۲مه، د سه‌شنبې ورځ پر ټویټر لیکلي چې شپږ میلیونه افغانان له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

کابل ته د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو بله کڅوړه راورسېده

د افغانستان بانک پر ټویټر لیکلي چې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د بشري مرستو په دوام، نن د ۴۰ میلیونه نغدو ډالرو یوه بله کڅوړه هم کابل ته راورسېده او یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
د راپورونو پر بنسټ، تر اوسه د ۴۰ میلیونه ډالرو ۲۱ او د ۳۲ میلیونه ډالرو له ۳۰ ډېرې کڅوړې افغانستان ته رارسېدلې دي.

کرن ډېکر کابل کې پر یوه هوټل پرونی برید غندلی

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر څو شېبې مخکې پر ټویټر د کابل شهرنو کې پر یوه هوټل د داعش ډلې وسله‌وال برید غندلی دی.
هغې پر بهرنیانو برید او په منځ کې یې د بې‌ګناه افغانانو ايسارېدل، خورا سخت بللي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره هم غمرازي کړې او ټپیانو ته یې د بیړنۍ روغتیا هيله څرګنده کړې ده.

کابل کې یوشمېر نجونو خپل هنري اثار نندارې ته کېښودل

کابل کې یوشمېر نجونو پرون د خپلې انځورګرۍ او میناتورۍ اثار چې د ښځو پر وړاندې شته ستونزې او محدودیتونه، سوله او د جګړې منفي پایلې، ناامني او د زده‌کړو ارزښت په‌کې انځور شوی و، نندارې ته کېښودل. دغه راز، دغو انځورګرانو په خپلو اثارو کې د زده‌کړو ارزښت او د افغانانو کلتور هم انځور کړی او نندارې ته وړاندې کړي دي.

چین له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژره افغانستان پرېږدي

د چین د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د دغه هېواد د وګړو پر استوګن‌ځای له پروني برید وروسته، له خپلو وګړو غوښتي چې ژرترژره افغانستان پرېږدي.
رویټرز خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي چې د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر استوګن‌ځای پروني برید کې پنځه چینایان ټپیان شوي دي.

کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای برید؛ چین: پنځه وګړي مو ټپیان شوي

رویټرز خبري اژانس نن د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند وانګ ونبین له قوله لیکلي چې کابل کې د چینایانو پر استوګن‌ځای پروني برید کې د دغه هېواد پنځه وګړي ټپیان شوي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن یوه خبري غونډه کې ویلي چې دولت یې له اسلامي امارت څخه غواړي، څو د دغه برید په اړه هراړخیزې څېړنې وکړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.