
حنفي: د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د چاپ برخه کې محدودیت سره مخ یوو
د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د «کډوالو نړیوالې ورځې» په نمانځغونډه کې وویل چې خلکو ته د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د چاپ برخه کې له محدودیت سره مخ دي.

د رییسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د «کډوالو نړیوالې ورځې» په نمانځغونډه کې وویل چې خلکو ته د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د چاپ برخه کې له محدودیت سره مخ دي.

د ا.ا چارواکو د کډوالۍ نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ډاډ ورکړ چې په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت له نږدې څاري او هڅه کوي ستونزې یې حل کړي.
د ا.ا رییسالوزرا محمدحسن اخوند دې غونډې ته په لېږلي پیغام وویل چې هڅه کوي د کورنیو بېځایه شویو او نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي.

د ملګروملتونو امنیت شورا د ۲۶۶۵ پرېکړهلیک په تصویب سره پرېکړه وکړه چې د اسلامي امارت پر اړوند کسانو او بنسټونو د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځوي. د یاد پرېکړهلیک د تصویب سره به پر بندیزونو د څار ډله د بندیزونو د نه پلي کېدو په اړه خپل معلومات راټولوي او د بندیزونو کمېټې په واک کې به یې ورکوي.

د پروان امنیتي مسوولان تاییدوي چې د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې له کبله ۴۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. مسوولانو ویلي چې بېګاه د سالنګ په تونل کې دننه یوه ټانکر اور اخیستی او اورلګېدنه رامنځته شوې ده. په ورته وخت کې د عزیزالله عمر زیاتوي چې د تېلو ټانکر د چاودنې له کبله د سالنګ تونل د چت یوه برخه هم نړېدلې ده.

د قطر په کوربهتوب د فوټبال نړیوال جام له ګروپ، ۱۶ غوره لوبډلو، کوارټرفاینل او نیمه پایلوبو وروسته نن شپه فرانسه او ارجنټاین لوبډله د یاد جام ګټلو لپاره سیالي کوي.

د ټسټ سیالیو په لړ کې هند خپل سیال بنګلدېش او اسټرالیا مېلمه لوبډلې سوېلي افریقا ته په لومړۍ ټسټ لوبه کې ماته ورکړه.
د هند او بنګلدېش ترمنځ د دوو ټسټ لوبو په لومړۍ هغې کې هندۍ لوبډلې کوربه بنګلدېش لوبډله د ۱۸۸ منډو په توپیر ماته کړه.

د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت په لکي مروت سیمه کې د ناپېژنده وسلهوالو د برید له امله درې پاکستاني پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر ټویټر لیکلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د اوزبکستان له ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشف سره له دغه هېواد څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا پر ستونزو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده. دغه پېښه پرون جمعه د لیندۍ ۲۵مه د فاریاب قیصار ولسوالي اړوند «میدانک» کلي کې رامنځته شوې ده.

د کابل «شهرنو» کې د «ګلفروشي» کوڅه یوه له پخوانیو او پېژندل شویو کوڅو څخه شمېرل کېږي چې بېلابېل ډوله ګلان په کې پلورل کېږي.

د هلمند اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د معیاري روغتیايي مرکزونو د نشتون او کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې ډېری وخت له لومړنیو روغتیايي خدمتونو څخه محروم وي.

د ملګرو ملتونو سازمان څېړونکو د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې هر څه ژر دې په عام محضر کې د دُرو وهلو او اعدام سزاګانې ودروي. په ویناپاڼې کې همداراز ویل شوي چې په عام محضر کې دُرې وهل او اعدام د شکنجې د منع نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي.

د فوټبال نړیوال جام له نیمه پایلوبو وروسته نن شپه د نیمه پایلوبو دوه لوبډلې د روان نړیوال جام د درېیم مقام ګټلو لپاره سیالي کوي.

زرغونه حیدري چې بدخشان کې د لسم ټولګي زدهکوونکې ده او له څو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د غالیو اوبدونکو ټولنې له لوري د غالیو اوبدلو په کارخونه کې غالۍ اوبي، وايي چې د زدهکړو له کبله د ورپېښ خپګان نه د ځان ژغورلو په موخه یې دغه کار ته مخه کړې ده.

یوشمېر هندي او نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د هند په بېحار ایالت کې د زهرجنو شرابو د څښلو له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي او یوشمېر نور یې روغتون کې بستر شوې دي.

د هند او بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ وروسته لومړۍ ټسټ لوبه کې هندۍ لوبډله په ښه دریځ کې ده او برلاسې ښکاري.