حامد کرزي د افغانستان د سیاسي ستونزې حل لپاره د ملي خبرو وړاندیز کړی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له خپلو سیمه‌ییزو او نړیوالو سفرونو او هېواد کې سیاسي ناورین څخه د وتلو لپاره ځینو سیاسي او قومي جریانونو سره تر لیدنو وروسته، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي، د افغانستان اوسني ناورین څخه د وتلو لپاره ملي خبرو ته اړتیا ده.

د پاکستان د بشرحقونو کمېسیون: کراچۍ کې ۳۰۰ افغان ښځې او ماشومان بندیان دي

د پاکستان د بشري حقونو ملي کمېسیون دغه هېواد کې د افغان کډوالو له وضعیت څخه اندېښنه ښودلې ده. دغه کمېسیون په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو له کبله د کراچۍ ښار په زندانونو کې بندیان دي.

ژمی او د خلکو بې‌وزلي؛ هلمند کې د سوند توکو بیې دوه برابره شوي

 هلمند کې ولسي وګړي شکایت کوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال دغه ولایت کې د ژمي په رانږدې کېدو سره د سوند توکو په ځانګړې ډول د لرګيو بیې دوه برابره لوړې شوي دي. دوی سلام‌وطندار ته وویل، که دغې ستونزې ته ژره تر ژره رسېدنه و نه‌شي، لرې نه ده چې سږ کال له پراخو موسمي ناروغیو او د سړې هوا له کبله د نورو ژمنیو ننګونو سره مخ شي.

د نړیوالو سازمانونو د فعالیتونو ځنډېدل به د هېواد پر اقتصاد اغېز وکړي

وروسته له هغې چې اسلامي امارت داخلي او بهرنیو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، یوشمېر دغو بهرنیو موسسو افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي. دغو بنسټونو چې تر ډېره یې اړمنو ته د مرستو رسولو برخه کې فعالیت کاوه، د بې‌وزله افغانانو د لاسنیوي برخه کې یې مهم رول درلود.

تخار کې ماین چاودنه؛ اته ملکیان ټپیان شوي

تخار کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده. سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي، چاودنه نن چهارشنبه د مرغومې اوومه د تالقان ښار چوک مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د تخار د امنیې قومنداني ویاند عبدالمبین ساپی وايي، چاودنه د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې چې په پایله کې یې څلور ملکیان ټپیان شوي دي.

امنیت شورا: د ښځو پر کار بندیز به افغانستان کې د ملګروملتونو فعالیتونه ټکني کړي

د ملګروملتونو امنیت شورا وايي چې افغان ښځې باید هره برخه کې معني لرونکی، مساوي او بشپړ ګډون ولري.

د امنیت شورا غړیو هېوادونو پرون سه‌شنبه د مرغومې شپږمه په یوې ویناپاڼه کې د په پوهنتونونو او نادولتي موسسو کې د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د اسلامي امارت وروستي فرمانونه غندلي دي.

د ښځینه‌وو پر کار بندیز؛ د څلورو سازمانونو د فعالیت درېدو سره ۱۱۴۴۱ کسان وزګاره شوي

د سلام‌وطندار د راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، د ناروې د کډوالۍ شورا، د پاملرنې موسسې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د «ام‌ام‌سي‌اراې» موسسې د فعالیت له ځنډېدو وروسته، هېواد کې د یادو بنسټونو شاوخوا ۱۱۴۴۱ کارکوونکي چې ۴۳۷۳ یې ښځینه دي، وزګاره شوي دي.

سعودي عربستان او امریکا پاکستان کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی

سعودي عربستان او امریکا پاکستان کې خپلو وګړو او ډېپلوماټانو ته دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي امله خبرداری ورکړی دی.

دغو هېوادونو په جلا جلا خبرپاڼو کې له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له غیرضروري سفرونو دې بهر ته له تلو ډډه وکړي.