
غور کې د خوارځواکۍ پېښو ډېروالی؛ یوه کال کې ۵۲ کسان مړه شوي
د غور ولایتي روغتون مسوولان وايي چې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو او له امله یې د مړینې شمېرې زیاتې شوې دي.

د غور ولایتي روغتون مسوولان وايي چې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو او له امله یې د مړینې شمېرې زیاتې شوې دي.

اوکراین افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د ۱۶زره ټُنه غنمو د مرستې خبر ورکړی دی.
انټرفاکس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، له ۱۵۸۶۹ ټُنه غنمو بار یوه کښتۍ چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري اجرا شوې، د اوکراین له یوه بندر څخه حرکت کړی دی.

د پاملرنې نړیوالې موسسې مسوولان وايي چې افغانستان کې به خپل فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړي.
دغسې موسسې ویلي، د اسلامي امارت له لوري د خپلو ښځینه کارکوونکو د کار په تړاو له ډاډ ترلاسه کولو وروسته افغانستان کې خپل فعالیتونه بېرته پیلوي.

د لوګر امنیه قومانداني وايي، نن مازدیګر د دغه ولایت د مرکز پلعلم په «خضر» او د «تېرې کوتل» سیمو کې دوه جلا جلا ټرافيکي پېښې شوي چې له کبله یې ۸ کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بغلان مرکز پلخمري ښار کې یوې سوداګرې مېرمنې د کېک او کلچو د تولید کارخونه جوړه کړې چې په یاده کارخونه کې ۳۰ ښځو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

په بامیان او دایکندي کې د سختو واورو له اورښت سره هممهاله د دغو دوو ولایتونو اوسېدونکي له بېوزلۍ او ناداراۍ څخه د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې د خوراکي او سوند توکو د پېرلو توان نهلري. دوی همداراز د مرستو نه ترلاسه کولو او د مرستندویه بنسټونو له لوري د مرستو پر ناعادلانه وېش هم نیوکه کوي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save The Children) اجراییوي رییس ډېوېډ رایټ پرون یکشنبه د مرغومې ۲۵مه ویلي چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د خپلو فعالیتونو یوه برخه بېرته له سره پیلوي. نوموړی وايي چې ښځې د یاد سازمان د کاري ځواک ۵۰سلنه برخه جوړوي.

د هند او سریلانکا د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېوو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې کوربه هندۍ لوبډلې په ستر توپیر سریلانکا ته تاریخي ماته ورکړه او دغه لوبلړۍ یې ۳.۰ وګټله.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي څو ورځې وړاندې د دغه وزارت پر کارکوونکو د برید قربانیانو د فاتحې مراسمو کې وویل چې افغانستان کې د شته ستونزو عاملان «بهرنیان او یرغلګر» دي. بلهخوا سیاسي فعال جمعهخان پویا وايي، په افغانستان کې د حکومتونو یو فرهنګ دا دی چې تل د شته ستونزو پړه پر نورو وراچوي او سرچینه یې له بهره ګڼي.

د وروستیو ورځو پر مهال هېواد کې د ریکارډ په کچه هوا سړه شوې او د برښنا نشتون له کبله ډېری خلک د خپلو ځانونو د توېدو لپاره له ګازو او ډبرو سکرو څخه ګټه اخلي.
خو د تېرو کلونو په پرتله سږ کال روان ژمي کې د ګازي بخارۍ او د ډبرو سکرو له امله د خلکو د مړینې پېښې ډېرې شوې دي.

کابل ښار کې یوشمېر لاسي کراچۍ چلوونکي د بېوزلۍ او لوږې له امله شکایت کوي. دوی سلاموطندار ته وايي چې ډېری وخت د خوړو نشتون له کبله اوونۍ کې څو شپې په لوږه وېده کېږي. عبدالرحمان چې کابل ښار کې کراچۍ چلوي وايي، له سهار تر ماښامه د پلازمینې پر سړکونو تېروي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

فاریاب کې یو کس په خپل موټر کې دننه د ګاز نیونې له کبله مړ شوی دی. دغه پېښه نن سهار (یکشنبه، د مرغومې ۲۵مه) د ګرزېوان ولسوالي «بهارک» کلي کې رامنځته شوې ده.

نیپالي چارواکي وايي چې دغه هېواد کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له کبله تراوسه ۴۰ جسدونه موندل شوي دي. د راپورونو له مخې یادې الوتکې ۷۲ کسان لېږدول.

بادغیس کې سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د سرچینې په وینا، دغه کسان بېګاه د قادس ولسوالي اړوند خیرخانه علیا، جوالق، شیخها او زادصالح په سیمو کې سړې هوا مړه کړي دي. سرچینې سلاموطندار ته زیاته کړې چې په مړو شویو کې یو چوپان، درې کوچنۍ نجونې او یو کوچنی هلک شامل دي.

د هوا په سړېدو سره یوشمېر کابل ښاریان د برښنا پرچاوۍ او د سونتوکو د لوړې بیې په اړه شکایت کوي او وايي، له یوې خوا یې کورونه تیاره دي او بلهخوا یې د تودولو لپاره سونتوکي نه لري.

د پکتیکا د ګیان ولسوالي یوشمېر اوسېدونکو چې کورونه یې په اوړي کې د زلزلې له امله نړېدلي سلاموطندار ته ویلي، د څو میاشتو په تېرېدو لا هم د اوسېدو کورونه نهلري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خیمو کې تېروي. دوی وايي، یوشمېر موسسو چې د دوی لپاره د استوګنځایونو ژمنې کړې وې، کورونه یې ناجوړ پريښي او له سیمې وتلې دي.