
کابل کې زرګران: کاروبار مو ۸۵سلنه کم شوی
کابل کې یوشمېر زرګران د زرګرۍ بازار له سوړوالي شکایت کوي او وايي، د پلور کچه یې تر ۸۰سلنې کمه شوې ده.
کابل کې د سرو زرو پلورونکی محمدنبي سلاموطندار ته وايي، د بېوزلۍ، وزګارتیا او لوږې له امله یې بازار کمرنګه شوی. د نوموړي په وینا، خلک د سرو زرو د پلور پرځای خپل سره زر دوی ته د پلور لپاره راوړي. محمدنبي زیاتوي، د هېواد بازارونو کې د سرو زرو بیې لوړېدل هم لامل شوي چې خلک د پخوا په پرتله هغومره سره زر وانهخلي.














