
غزني کې سړې هوا دوه کسان مړه کړي
د غزني د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عمر حقاني سلاموطندار ته ویلي چې د سهشنبې شپه په دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

د غزني د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عمر حقاني سلاموطندار ته ویلي چې د سهشنبې شپه په دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله دوه کسان مړه شوي دي.

د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بتشکن سلاموطندار ته ویلي چې د سهشنبې په ورځ د بسمالله په نوم د یوه ځوان مړی د قرغان ولسوالي په تازهقرغان سیمه کې موندل شوی دی.

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د هېواد ټولو خصوصي بانکونو ته یې ۱۰۰ میلیونه نوي افغاني بانکنوټونه ورکړي او له یادو بانکونو څخه یې زړې افغانۍ راټولې کړې دي.

د روزګان د چنارتو ولسوالي اوسېدونکي وايي، له تېرو دوو لسیزو راهیسې یې سیمه کې هېڅ ښوونځی نشت او ماشومان یې له زدهکړو محروم پاتې شوې دي.

لوګر کې یوشمېر لوستي ځوانان د وزګارتیا له امله شکایت کوي او وايي، سره له دې چې لوړې زدهکړې لري، خو د دندې په موندنې نه دي بریالي شوي.

په سویډن کې د یوه سیاستوال له لوري د «قرانکریم» سوځولو ته په غبرګون کې له خوست وروسته نن د زابل اوسېدونکو هم د دغه هېواد پر ضد لاریون ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي او خپلې کړې ژمنې عملي کړي. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې زیاته کړې چې زدهکړې د افغانستان راتلونکې لپاره پانګه ده او ښځې او نجونې باید ورته لاسرسی ولري.

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په ارګون ولسوالي کې د ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانۍ سوځېدلې ده.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویلي چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د سړې هوا له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۲۶ ته رسېدلی دی.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د زدهکړو نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې زدهکړې د هر افغان لپاره اړینې دي.
دغه وزارت افغان ولس او نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړی چې افغانانو ته به د معیاري زدهکړو د اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوي.

د خوست اوسېدونکو نن سهشنبه د سلواغې څلورمه دغه ولایت کې د سویډن د یوه سیاستوال له لوري د «قرانکریم» د سوځولو په غبرګون کې لاریون کړی دی.

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د ښار په درملتونونو کې د یو شان درملو له بېلابېلو بیو څخه شکایت کوي. دوی سلاموطندار ته وايي چې د ښار په یوه سیمه کې د درملتونونو مسوولان یو شان درمل په خپلسري توګه په بېلابېلو بیو پلوري.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د زدهکړو د نړیوالې ورځې په مناسب پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، اسلامي امارت دې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې تبعیضي چلند پای ته ورسوي. نوموړي لیکلي: «زه پر اسلامي امارت غږ کوم چې د نجونو د ثانوي، لېسې او لوړو زدهکړو ته د لاسرسي په اړه خپل ظالمانه محدودیتونه لغوه کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرېفېټس په مشري پلاوي سره کابل کې لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي، راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به افغانستان ته د ازبکستان د پرې شوې وارداتي برښنا یوه اندازه بېرته ونښلول شي. د یاد وزارت ویاند ضیااحمد تکل پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته ډاډ ورکړی چې راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به ۲۵۰ مېګاواټه برښنا بېرته وصل کړي.

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو پېښو پر مهال دوه کسان وژل شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله سلاموطندار ته ویلي، لومړۍ پېښه چې تګاب ولسوالي کې رامنځته شوې د عیدمحمد په نوم یو ۱۶کلن ځوان هغه مهال د خپل «تره د زوی» لهخوا ووژل شو چې دواړو پر وسلې لوبې کولې.