
افغانستان نن اماراتو سره درېیمه او وروستۍ شل اووره لوبه کوي
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې سره د روانې شل اووره سیالیو د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې سره د روانې شل اووره سیالیو د لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.

دایکندي کې محلي سرچینه سلاموطندار ته وايي چې شنبهشپه د سلواغې ۲۹مه د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي «غوجګرد» کلي کې یوې پېغلې نجلۍ خپل ځان ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د بلغارییې پلازمېنې صوفیا کې په یوې لارۍ موټر کې د ۱۸ افغان پناه غوښتونکو د مړینې له کبله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده. د بهرنیو چارو وزارت له ټولو افغانانو غوښتنه کړې چې د ناقانونو او قاچاقي لارو د ټاکلو له امله دې خپل ژوند له ګواښ سره نه مخ کوي.

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې یوه ځوان د سلواغې په ۲۹مه، د شنبې په مازدیګر د دغه ولایت د قادس ولسوالي په «قادس خوردک» سیمه کې په تېروتنې ډز کړی او مور یې وژلې ده.

د لوګر ولایت د ملي المپيک ادارې چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د هېواد په کچه د اته ولایتونو ترمنځ د کبډي څلورورځنۍ سیالۍ وشوې.
د نوموړي په وینا، په دغو سیالیو کې د لوګر، پکتیا، خوست، میدان وردګ، هرات، غور او فراه ولایتونو د کبډي لوبغاړیو برخه اخیستې وه.

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې وسلهوالو غلو یو کس وژلی او موټر یې ترې بیولی دی.
د پکتیا د امنیې قومنداني ویاند منیب ځدراڼ سلاموطندار ته ویلي چې پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.

د ا.ا حکومت د پاکستان د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې هغه ادعاوې په کله رد کړي چې ګواکې دغه ایالت کې پر پوځيانو شوی ځانمرګی برید په افغانستان کې پلان شوی و. په ورته مهال شنونکي وايي چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته سیمه په ځانګړې توګه پاکستان کې وسلهوالې ډلې پیاوړې کړې دي.

یوشمېر معلولان د حکومت له لوري دوی ته د خپلو حقوقو د نه ورکړې له امله شکایت کوي او وايي چې د ژمي په دې شپو او ورځو کې د خوړو او کور ګرمولو لپاره څه نهلري.

د لوګر د مرکز پلعلم ښار یوشمېر هټۍوال د حکومت له لوري د دغه ولایت له هټۍوالو څخه د لوړې مالیې له اخیستلو شکایت کوي.
دوی سلاموطندار ته ویلي چې کاروبار یې خراب دی او د مالیې د ورکړې توان نهلري. یو هټۍوال محمدعمران سلاموطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی او حکومت ته ماليه نشي ورکولای.

په ترکیه او سوریه کې د شوې زلزله امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۵۰۰۰ کسانو اوښتی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، تراوسه په ترکیه کې ۳۹۶۷۲ او سوریه کې ۵۸۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د سلواغې ۳۰مه، ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن شنبه د سلواغې ۲۹مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره سبا یکشنبه ۱۷ میلیونه ډالر لیلام ته وړاندې کوي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو سره نن شنبه د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه کوي.
افغانستان په لومړۍ لوبه کې اماراتو ته په پنځو وېکټو ماته ورکړې ده. که افغان لوبډله د نن ورځې سیالي وګټي، د شل اووره سیالیو روانه لوبلړۍ به په خپل نوم کړي.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران وايي چې د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مرسل نبيزاده او ساتونکی یې اسماعیل د هغې د بل ساتونکي له لوري وژل شوي دي.

بدخشان کې محلي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شاوخوا ۱۰:۴۷ دقیقې زلزلې د دغه ولایت مرکز فیضاباد ښار او یوشمېر ولسوالۍ لړزولې دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د سلواغې په ۲۷مه، د پنجشنبې ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په وروستۍ یوه میاشت کې د خبریالانو د نیول کېدو او ځورونې پېښو زیاتوالي د دوی اندېښنې را پورته کړې دي.

فاریاب کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله درې ځوانان مړه شوي دي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د سلواغې په ۲۷مه، د پنجشنبې په ماښام د فاریاب-جوزجان پر لویې لارې شوې ده.