لوګر کې د هاوان مرمۍ چاودنې څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د لوګر د څلورمې پلې لوا قوماندان مولوي محمدګل خیبر سلام‌وطندار راډيو ته ویلي چې پرون د جمعې ورځ، مازدیګر مهال د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند په «التمور» سیمه کې پر ماشومانو د هاوان سرګلوله چاودلې چې له کبله یې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

ا.ا په بلخ کې د یوشمېر داعشیانو د وژل کېدو خبر ورکړ

د ا.ا ویاند ذبېح.‌الله م.جاهد نن د کب په اووه‌ویشتمه، د شنبې ورځ، سهار وختي پر ټویټر لیکلي چې د ا.ا ځواکونو بېګاه ناوخته د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار په پنځمه، شپږمه او اتمه ناحیه کې د داعشیانو پر پټن‌ځایونو بریدونه کړي دي. د نوموړي په وینا، په دغو عملیاتو کې یوشمېر داعشیان وژل شوي او وسلې او مهمات یې د دوس لاس ته ورغلي دي. هغه زیاتوي چې د ا.ا یو غړی هم په دغو عملیاتو کې ټپي شوی دی.

د خبریال ملي ورځ؛ نی: د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ په ورځ ډېرېږي

نن د کب اووه‌ویشتمه، د شنبې ورځ د خبریال ملي ورځ ده. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د دې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ورځ تر بلې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېرېږي. نی ویلي، سږ کال د خبریال ملي ورځ داسې مهال را ورسېده چې افغان خبریالانو له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځېد

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د دغه سازمان د ځانګړې استازولۍ یا یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره هم وغځوه.
د ملګرو ملتونو په پرېکړه‌لیک کې چې د کب په ۲۵مه، د پنجشنبې ورځ خپور شوی، لیکل شوي چې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې څرنګه چې په ۲۶۲۶ پرېکړه‌لیک کې تعریف شوی، نوی شوی دی.

ناپېژنده وسله‌والو په جوزجان کې یو کس وژلی

د جوزجان د جنایي مدیریت د انسان تښتونې آمر شېرمحمد سادات وايي، ناپېژنده‌ وسله‌والو د روانې کب میاشتې په ۲۵مه، د پنجشنبې ورځ ماښام شاوخوا اووه‌نیمې بجې د شبرغان ښار د «بابه‌علي» کلي اوسېدونکی طلابای وژلی دی.

فاریاب کې دوو ټرافیکي پېښو یو ماشوم او یوه ښځه مړه کړي

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې د میمنې‌-‌مزار پر لویې لارې د دوو ټرافیکي پېښو له کبله یو ماشوم او یوه ښځه مړه شوي دي. د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الدین محمدي وايي، دا پېښې د کب په ۲۵مه، د پنجشنبې ورځ د میمنې‌-‌مزارشریف پر لویې لارې شوې دي.

بلخ کې د ښځو لپاره ځانګړی مارکېټ پرانېستل شو

د بلخ  محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یې د ښځو لپاره د «خدیجه ‌الکبرا» په نوم ځانګړی مارکېټ پرانیستی دی.

دغه سوداګریز مارکېټ چې نږدې ۲۰۰ هټۍ لري، له څه وخت راهیسې غیرفعاله و او د مزارشریف ښاروالي او د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ریاست له لوري بېرته فعال شو.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د کب میاشتې په ۲۷مه نېټه به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن پنج‌شنبه د کب ۲۵مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

کابل کې د موټرو لوړې کرایې؛ خلک: د ۲۰ پرځای ۳۰ افغانۍ راڅخه اخلي

د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د ښاري موټرو د کرایې له لوړېدو د نیوکې ترڅنګ وايي چې موټر چلوونکي په خپل‌سري توګه له خلکو کرایه اخلي.

د کابل اوسېدونکی مصطفی چې د «شهر نو» په یوې مغازه کې کار کوي او هره ورځ له کوټه‌سنګي څخه خپل کار ځای ته تګ‌راتګ کوي، وايي چې د ښاري موټرو د لوړې کرایې له کبله اړ شوی چې له کوره تر مغازې پیاده تګ وکړي.

د کابل بادام‌باغ کې د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون پرانېستل شو

د نوي کال په رانږدې‌کېدو سره د کرنیزو محصولاتو ۲۸م نندارتون د کرنې وزارت له‌خوا د کابل بادام‌باغ کې پرانېستل شو چې څلور ورځې به دوام وکړي.

ټاکل شوې دغه نندارتون کې ۲۶۳ غرفو کې چې ۵۶ یې د ښځو لپاره ځانګړي شوي، کرنیز محصولات، لاسي صنایع، د کرنې برخې ماشین‌ري، نباتات او طبي بوټي نندارې ته وړاندې شي.

فراه کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

فراه کې امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده. پېښه پرون سه‌شنبه د کب ۲۳مه د یاد ولایت د شیب‌کوه ولسوالي اړوند «کاریز مردان» کلي کې رامنځته شوې ده.

دایکندي کې ټرافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او یوولس ټپیان دي

دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال درې کسان مړه او یوولس نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، ټرافیکي پېښې د یاد ولایت په میرامور ولسوالي او نیلي ښار کې رامنځته شوي چې مړو شویو کې یوه ښځه هم شامله ده.