د ټکسي رنګ بدلېدل؛ موټرچلوونکي: د رنګولو وسه یې نه لرو

د کابل د ټرافیکو ریاست له لوري د ښاري او اطرافي ټکسي د رنګ بدلېدل د یوشمېر ټکسي‌چلوونکو غبرګونونه را پارولي دي.
دوی وايي، د هغو شخصي موټرو زیاتوالي چې په ښار او اطراف کې سپرلۍ وړي او راوړي، د دوی پر کار منفي اغېز کړی او دومره وسه نه لري چې د ټکسي رنګ بدل کړي.

اسلام‌اباد کې درې اړخیزه ناسته؛ سي‌پک پروژه کې د افغانستان د شاملېدو په اړه خبرې شوي

په اسلام‌اباد کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ترمنځ د درې اړخیزې ناستې وروسته په یوې خبرپاڼه کې چې دوه ورځې په ځنډ خپره شوې، راغلي چې د پاکستان-چین اقتصادي دهلیز کې د افغانستان د شاملېدو په اړه هم خبرې شوي دي.

هرات کې د «مهربانه یار» په نوم د کتابونو نندارتون پرانېستل شو

هرات کې د «مهربانه یار» په نوم د کتاب نندارتون جوړونکي وايي، دغه نندارتون کې د بېلابېلو برخو سلګونه ټوکه کتابونه نندارې ته کېښودل شوي او څلور ورځې به دوام وکړي.

د یاد نندارتون یوه مسوول عبدالله مومني سلام‌وطندار ته وویل، دغه نندارتون کې دیني، د کیسو، ارواح پوهنې، تاریخ او د ادبیاتو برخې کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.

هېواد کې ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره نوي رنګونه وټاکل شول

د کورنیو چارو وزارت او د ټرافیک عمومي ریاست مسوولانو نن سه‌شنبه د غويي ۱۹مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د هېواد په کچه ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره نوي رنګونه وټاکل.

له دې مخکې هېواد کې د ټکسي موټرو رنګونه زېړ او سپین و چې د ټرافیکو عمومي ریاست د نوي طرزالعمل له مخې، دغه رنګونه اوس بدل شوي دي.

متقي: د ایران حق‌ابه په رسمیت پېژنو او تمه لرو چې ډېر باران واوري

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي، ا.ا هلمند سیند څخه د ایران حق‌ابه په رسمیت پېژني او تمه لري چې سږکال ډېر باران واوري، څو د اوبه ډېرې او د دواړو هېوادونو اړتیا تامین کړي. ایرنا د متقي له قوله لیکلي: «هیله لرم چې سږکال ډېر ورښتونه وشي او دغه خیر او برکت د اوبو زېرمو د ډېروالي لامل شي او د دواړو هېوادونو اړتیاوې پوره کړي.»

ایران کې افغان کډوال: د بانک کارت نه لرو، سپوره ډوډۍ نه‌شوو پېرلی

په ایران کې یوشمېر افغان کډوال شکایت کوي چې نه یوازې د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لري، بلکې د بانک کارت نه لرلو له کبله ان یوه ډوډۍ نه‌شي پېرلی.
یو افغان کډوال فریدالله چې له قانونه لارې ایران ته تللی وايي، د وزګارتیا او ناچارۍ له امله ایران ته کډوال شوی او اوس هلته د ژوند لومړنیو امکاناتو ته هم لاسرسی نه لري.

د هرات د غوریان مالګې د شرکت مسوول: افغانستان ته دې د مالګې راتلو مخه ونیول شي

د هرات د غوريان مالګې د شرکت مسوولان د سوداګرو له‌خوا له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته د ورته ايوډين لرونکې مالګې د واردېدو په اړه شکایت کوي. د دغه شرکت مسوول ناصر امید سلام‌وطندار ته ویلي چې اوس هر کال د غوریانو د مالګې له کان څخه شاوخوا ۵۰ زره ټنه مالګه را وباسي.

د تلیسمیا نړیواله ورځ؛ «یوازینۍ هیله مې له دې ناروغي خلاصون دی»

نن دوشنبه د مې میاشتې اتمه د تلاسمیا یا د وینې کموالي ناروغي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله هېواد کې پر یادې ناروغي اخته ناروغان د درملنې د امکاناتو له نشتون څخه شکایت کوي.

د تلاسمیا ناروغي نړیواله ورځ نن دوشنبه د غويي ۱۸مه کابل کې د عامې روغتیا وزارت له لوري ونمانځل شوه.

خوست کې د «کرومایټ» ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې

د خوست محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت د تڼیو ولسوالي «ویرژلې» سیمه کې یې د کرومایټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل کړي دي.

د خوست د کانونو رییس مولوي محمدصدیق حمزه په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته پرون دوشنبه د غويي ۱۷مه ویلي، یاد کان د اړوند وزارت له‌خوا د شرق نفرایټ معدني شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.

د افغانستان بانک سبا «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا سه‌شنبه د غويي ۱۹نېټه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (دوشنبه د ۱۴۰۲ د غويي ۱۸) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا سه‌شنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

ننګوونکی چاپېریال؛ اوچا: مرستندویه ادارې هڅه کوي افغانانو ته حیاتي مرستې ورسوي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وايي چې دغه هېواد کې مرستندویه ادارې په خورا ننګونکي عملیاتي چاپېریال کې هڅه کوي، څو میلیونونو افغانانو ته مرستې ورسوي. اوچا دغه څرګندونې پرون یکشنبه د غويي ۱۷مه پر خپله ټوېټرپاڼه کړي دي.

پروان کې ناپېژنده وسله‌والو یو ۳۵کلن کس وژلی

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې ناپېژنده وسله‌والو یو ۳۵کلن کس وژلی دی. پېښه نن دوشنبه د غويي ۱۸مه د پروان د جبل‌السراج ولسوالي په «شېرباقي‌خېل» کلي کې رامنځته شوې ده.

د پروان د امنیې قومنداني ویاند محمدکامران حبیبي سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې ناپېژنده وسله‌والو د سلیمان په نوم یو کس وژلی دی.