
د سلاموطندار موندنې؛ ډېری ځوانان له کلیو څخه ښارونو ته کډه شوي
سلاموطندار د مېشتېدنې په درېوو بېلابېلو ډولونو کې له ۷۶ ځوانانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری یې، د اقتصادي، ښوونیزو او ټکنالوژۍ اسانتیاوو او فرصتونو له کبله له کلي ښار ته ډېره لېوالتیا لري.
له شاوخوا ۷۶ کسانو سره چې خبرې شوي، «د کلي، ښار او له کلي ښار ته کډه شوي» کسان دي.














