د اسلامي امارت د چارو ادارې ویلي چې د بې‌ګناه زندانیانو د خوشې‌کولو په اړه د اسلامي امارت د مشر هبت‌الله اخند‌زاده د فرمان پلي کولو په موخه د مرکز او ولایتونو ټولو بندخونو د څېړنې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

د چارو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشري د اسلامي امارت د کابینې په ۱۷مه ناسته کې پرېکړه شوې چې د سترې محکمې د مرستیال شیخ عبدالمالک په مشري د زندانونو د پلټنې لپاره پلاوی وټاکل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه پلاوی دنده لري چې له ټولو زندانیانو سره وګوري او هغه کسان چې بې‌ګناه بندیان شوي، د خوشې کولو په اړه دې بېړنۍ پرېکړه ونیسي. له دې سربېره، هغو کسانو چې بې‌ګناه وګړي بندیان کړي، په خپله بندخونو ته واچول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت کابینې تېره اوونۍ ټولو اړوند بنسټونو ته امر وکړ چې نیول شوي کسان دې له ټاکې مودې زیات په بندخونو کې نه ساتي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام