کندهار کې د اسلامي امارت د مشر ملا هبتالله اخندزاده په مشري د کابینې درې ورځنۍ غونډه نن پای ته ورسېده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په یاده ناسته کې د اسلامي امارت مشر هبتالله اخندزاده د سرپرست حکومت وزیرانو او مسوولانو ته د ادارو کارونو او د اسلامي امارت د پیاوړتیا سربېره، د نظم راوستلو او ستونزو هواري په برخه کې اړینې توصیې او لارښوونې کړې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د خبرپاڼې له مخې، په دغه ناسته کې د اسلامي امارت ادارو کې د قوانینو او اجرا، له خلکو سره تعامل، اقتصادي ستونزو ته د حل لارې موندلو، د اسلامي امارت د ټولو امنیتي منسوبینو راټولونه او په امنیتي ادارو کې یې د ګومارنې او تنظیم په اړه پرېکړې شوې دي.
د اسلامي امارت مشر هېواد کې د لا ښه شریعت د پلي کېدو په پار اړوند ادارو ته ځانګړې لارښوونې سپارلي چې له مخې یې «په ټولنه کې اسلامي احکام په سمه توګه منظم او پلي کېږي او ټول افغانان به د اسلامي احکام تر سیوري لاندې ارامه ژوند کوي.»
د کابینې په یاده ناسته کې د برادر په مشري اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارل شوې، څو د هېواد د اقتصادي ودې لپاره په کور دننه او بهر کې پانګوال راجلب کړي. په ورته مهال د برښنا تولید، د سړکونو رغولو او کانانو استخراج لپاره د اسانتیاو پر برابرولو هم ټينګار شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د مولوي عبدالسلام حنفي په مشري کمېسیون ته دنده ورکړل شوې، څو د اداري نظام سمون او د مالي ستونزو هواري په برخه کې اړین اقدمات وکړي او وروسته یې د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.
پر نشهيي توکو د روږدو کسانو راټول او درملنه، په هېواد کې د نشهيي توکو د پلور او پېر مخنیوی او د دولتي وسلو، موټرو او وسایطو ساتنه هغه نور موارد دي چې مسوولانو ته یې په اړه لارښوونې شوې دي.
د اسلامي امارت مشر ټينګار کړی، که چېرته یې وس او توان درلودی، هرې افغانې ښځې او نارینه ته به یې معاش ټاکلی و؛ ځکه نوموړی د ملت له ستونزو خبر دی. خو د هغه په وینا اوس چې اسلامي امارت له اقتصادي پلوه کمزوری دی، خلک باید له نظام سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د یادې ناستې د جوړېدو موخه د اسلامي امارت د چارواکو ترمنځ د اختلافونو حل او په کابینه کې د بدلون ترڅنګ د نړۍ له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه ښودل شوې وه.