د بادغېس والي حسام‌الدین شمس د دغه ولایت امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، څو هغه سپین‌ږیري ونیسي چې د امنیتي پوستو، مرکزونو او کمپونو د له لاسه وتلو او تسلیمۍ لامل کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

نوموړي نن پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي: «ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مې لارښوونه وکړه، څو هغه کسان چې د سپین‌ږیري یا په بل هر نوم د منځګړي په توګه امنیتي پوستو، مرکزونو او کمپونو ته ورځي او د یادو مرکزونو د پرېښودو یا له لاسه وتلو لامل کېږي، ونیسي او که اړتیا شوه، د دښمن په څېر ورسره چلن وکړي.»



هغه د بادغېس د ملي امنیت ریاست او پولیسو ته لارښوونه کړې، څو هغه کسان هم ونیسي یا یې وڅاري چې پر ټولنیزو رسنیو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر کمزورولو لاس پورې کوي.

د بادغېس والي د دغه ولایت له اوسېدونکو غوښتي چې خپله ارامتیا وساتي او د دښمن رواني جګړې ته تسلیم نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د دغه ولایت په لامان سیمه کې د پولیسو او ملي اردو دوه پوستې له کومې نښتې پرته طالبانو ته په لاس ورغلې. په روانه اوونۍ کې د بادغېس د جوند ولسوالي د له لاسه وتلو په ګډون، د دې او آب‌کمري ولسوالیو یوشمېر سرتېري له طالبانو سره یوځای شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام