
قطر ته د ولسمشر سفر؛ طالبان: له غني سره د لیدو پلان نه لرو
ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري په دوه ورځني سفر کویټ او قطر ته ولاړ.

ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري په دوه ورځني سفر کویټ او قطر ته ولاړ.

کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې د نن سهار ۹:۴۵ د لغمان د مرکز مهترلام ښار د «سلطان غازي بابا» ښارګوټي په درې لارې کې د دغه ولایت د والي رحمتالله یارمل پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

سټیفانو پانټیکورو، د افغانستان لپاره د ناټو سازمان ملکي استازی دی. سلاموطندار د سولې خبرواترو، طالبانو او له افغانستان سره د ناټو د راتلونکي ملاتړ په اړه له نوموړي سره مرکه کړې ده.

د کابل یوشمېر اوسېدونکي د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د شپې له خوا ډزې چې د ناڅرګندو کسانو له خوا کېږي، ناراموونکي بولي او وايي، دغه ډزې د زورواکو او خپلسرو کسانو له خوا کېږي.

ټاکل شوې د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د روانې میلادي میاشتې په ۶مه نېټه «د سې شنبې په ورځ» د هندي چارواکيو په رسمي بلنه هند ته لاړ شي.

د تخار ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار په څنډو کې د جګړو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، په ولایت کې د ملي امنیت د رییس او پولیسو قوماندان نه شتون لامل شوی چې جګړې تر ښاره را ورسېږي.

ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د يوه لوړپوړي پلاوي په مشري د پکتيکا ولايت د عمومي وضعيت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ، خو غونډې ته د خبریالانو په ګډون، د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړي افسرخان سېلمانخېل او یوشمېر نورو ځوانانو د ورتلو مخه نیول شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په وروستیو دوو اوونیو کې د طالبانو په ۶۵۰ یرغلیزو بریدونو کې ۲۱۰ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار چارواکي وايي، نن غرمه شل باندې دولس بجې د دغه ولایت د شینوارو ولسوالي د مقام مخې ته موټربم برید شوی چې تر اوسه پهکې د ۱۵ کسانو د وژل کېدو او ۳۲ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په کندهار کې یوه امنیتي سرچینه د نوم نه یادولو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې وسلهوالو طالبانو بېګاه د کندهار ښار-ارغستان ولسوالي ترمنځ څلور زره متره سړک او ۲۰ پلونه ويجاړ کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري پکتیکا ولایت ته تللی دی.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغه دفتر له رییس ملا برادر سره لیدلي دي. خلیلزاد دوه ورځې وړاندې دوحې ته تللی و.

د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي وايي چې په تېرو ۹ میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي او د ولایتي شورا رییس په دغه ولایت کې د امنیتي چارواکو پر ناهمغږۍ او د امنیت پر خرابېدو نیوکې کوي.

د سولې لپاره د مدني ټولنې د غونډو په دوام، د افغان ښځو د سولې ازادي سازمان او د افغانستان د علماوو نهضت نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرواترو پایلې ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

پاکستان ته د ملي مصالحې عالي شورا د رییس عبدالله عبدالله په مشري تللی افغان پلاوی تېر ماښام بېرته هېواد ته راستون شو.