سریلانکا په څلور ویکټو افغانستان ته ماتې ورکړه

د اسیا کپ کرېکټ په سیالیو کې نن د افغانستان او سریلانکا ترمنځ سیالي وشوه چې افغان ملي لوبډلې سریلانکا ته ۱۷۶ منډې هدف وټاکه.
که څه هم دا یو لوړ هدف و، خو د سریلانکا لوبډله وتوانېدله چې د ۱۹ اورونو په لوبولو سره په څلورو ویکټو دا هدف پوره او افغانستان ته ماتې ورکړي.

افغان محصلان د هند سفارت نه د ویزو غوښتنه کوي

سامعه سما د هند په یوه پوهنتون کې هغه افغان محصله ده چې له یوه کال راهیسې ترې زده‌کړې پاتې دي. هغه وايي، که څه هم د محصلانو په مخ د هند د ټولو پوهنتونونو دروازې پرانېستې دي، خو د ویزې نه لرلو له کبله نه ده توانېدلې چې خپلو درسونو ته ورشي.

ننګرهار کې ۷۲ زره ماشومانو ته د شري ناروغي د واکسین لړۍ پیل شوه

د ننګرهار سره‌رود، حصارک، چپرهار او لعل‌پوره هغه ولسوالۍ دي چې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ په‌کې د «شري» ناروغي مخنیوي په موخه د واکسین کمپاین پیل شو. د ننګرهار د عامې روغتیا رییس امیرمحمد افتاب د واکسین کمپاین د پرانېستې پر مهال وویل، د نورو سیمو په پرتله په دغو ولسوالیو کې د شري ناروغي پېښې زیاتې دي.

هیډر بار ملګرو ملتونو ته: د اسلامي امارت د چارواکو د سفر معافیت پای ته ورسوئ

پر بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیډر بار د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ته ویلي چې د اسلامي امارت چارواکو د سفر معافیت پای ته ورسوي او نور مشران یې هم د سفر بندیزونو نوملړ ته ور زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي تراوسه د اسلامي امارت چارواکو د سفر د معافیت مودې غځولو په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي.

عبدالغني برادر: د ټاپي پروژې چارې به ډېر ژر له هرات نه پیل شي

باختر دولتي اژانس خبر ورکړی چې د رییس‌الوزرا لومړي او اقتصادي مرستیال د جمعې په ورځ هرات کې یوې غونډې ته ویلي چې ډېر ژر به د ټاپي پروژې چارې له هرات څخه پیل شي. د نوموړي په خبره، د دې پروژې ډېره ګټه به هراتیانو ته ورسېږي.

ګوټرېش: افغانستان کې د نجونو ښوونځیو تړلي‌ پاتې کېدل د توجیه وړ نه دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل د حقونو د برابروالي اصل نقض دی او په هېڅ ډول توجیه کېدای نه‌شي.
نوموړي نن پر ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې نجونې لا هم له زده‌کړو بې‌برخې دي. هغه ټینګار کړی چې د افغان نجونو ذهن او روان له ښوونځي سره تړلي دي.

افغانستان کې وروستیو سېلابونو د دوو میلیارډه ډالرو زیان اړولی

د اسلامي امارت چارواکي وايي، هېواد کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو د جبران لپاره له ۳۰۰ میلیونه ډېرو ډالرو ته اړتیا ده.
د بهرنیو چارو وزارت نن د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو د جبران لپاره د نړیوالو مرستو د را ټولولو لپاره د نړیوالو مرستندویه سازمانونو او یوشمېر سفارتونو په ګډون یوه غونډه را بللې وه.

تخار کې یو سړی او یوه ښځه د نامشروع اړیکې په تور نیول شوي

د تخار د امنیې قومانداني ویاند عبدالمبین ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې یو سړی او یوه ښځه یې له کوره د تېښتې او نامشروع اړیکې په تور نیولي دي.
د نوموړي په وینا، دغه کسان نن سهار د تخار د مرکز تالقان ښار په «آق‌مسجد» سیمه کې نیول شوي دي.

د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف ومړ

د روسیې رسنیو خبر ورکړی چې د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخایل ګورباچوف د روانې اګېسټ میاشتې په دېرشمه، د سه‌شنبې ورځ د ۹۱ کلونو په عمر د روسیې په مرکز مسکو کې مړ شوی دی.
د روسي رسنیو د راپور له مخې، نوموړی «د اوږدې او سختې ناروغۍ» له کبله د مسکو په مرکزي روغتون کې مړ شوی دی.

افغانستان په اسیا کپ کې بنګله‌دېش هم مات کړ

افغانستان له سریلانکا وروسته بنګله‌دېش ته هم په اوو ویکټو ماتې ورکړه. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا کپ سیالیو کې نن د بنګله‌دېش له لوبډلې سره مخامخ شوه چې یادې لوبډلې په ۲۰ اورونو کې افغانستان ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه. د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې دغه هدف په نولسم اوور کې پوره او په دې سره یې په اوو ویکټو بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

هرات کې یوه ښځه د خاوند وژلو پر مهال نیول شوې

د هرات امنیه قومانداني وايي، پولیسو د دغه ولایت د مرکز په شپږمه امنیتي حوزه کې هغه ښځه لاس په لاس نیولې چې غوښتل یې خپل خاوند ووژني.
د امنیې قومانداني په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادې ښځې او خاوند یې مخکې په محکمه کې حقوقي دعوا لرله او خاوند یې چې کله د محکمې جلب د خُسر کور ته ور وړی، مېرمنې یې په چاکو وهلی دی.

د افغان سوداګرو یو پلاوی د بازارموندنې لپاره روسیې او منځنۍ اسیا ته ځي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه کې وویل چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سوداګرو یو پلاوی د افغانستان کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې په موخه روسیې، اوزبکستان او قزاقستان ته ولاړ شي.

هلمند کې د مالیې لوړېدو په اړه د هټۍ‌والو شکایت؛ مسوولان: نه ده لوړه شوې

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ګڼ‌شمېر هټۍوال وايي، له یوې خوا یې د تېر په پرتله سودا کمه شوې او بله‌خوا پرې حکومت ټکس او مالیه لوړه کړې ده. د دوی په وینا، دغه وضعیت یې له ۵۰ تر ۷۰ سلنه ګټه وټه کمه کړې ده. یو هټۍ‌وال محمدولي محمدي وايي چې د هلمند مستوفیت ترې ډېره مالیه ټولوي.

مکېنزي: امریکايي ځواکونه ښايي بېرته افغانستان ته ستانه شي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام پخوانی قوماندان جنرال فرانک کنټ مکېنزي وايي، امریکايي ځواکونه ښايي یو ځل بیا افغانستان ته ستانه شي.
رسنیو نن د مکېنزي له قوله لیکلي چې نوموړي تېر اوړی د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ته خبرداری ورکړی و چې د امریکا په بشپړ شاتګ سره به افغان دولت وپرځېږي.