
اسټرالیا په سختۍ له افغانستانه وګټله
د کرېکټ نړیوال کپ د سیالیو په دوام د افغانستان ملي لوبډلې نن خپله وروستۍ سیالي له اسټرالیا سره وکړه.
په دې سیالي کې اسټرالیا لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

د کرېکټ نړیوال کپ د سیالیو په دوام د افغانستان ملي لوبډلې نن خپله وروستۍ سیالي له اسټرالیا سره وکړه.
په دې سیالي کې اسټرالیا لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې افغانستان ته د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست سراجالدین حقاني نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما له مشرې روزا اوټونبایوا او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو له همغږيکوونکي رامز الاکبروف سره لیدلي دي.

هنديالاصله بریټانیایی ریشي سونک د دغه هېواد د محافظهکار ګوند لپاره په شویو ټاکنو کې وتوانېد چې د دغه ګوند مشري وګټي او په دې سره به د بریټانیا د لومړي وزیر په توګه هم خپل کار پیل کړي.
ریشي سونک چې ۴۲ کاله عمر لري، لومړنی تورپوستی او په خټه د اسیا دی چې د بریټانیا د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي. هغه به د بریټانیا اووهپنځوسم او د دغه هېواد په معاصر تاریخ کې تر ټولو ځوان لومړی وزیر هم وي.

تخار کې سرچینې وايي چې د دغه ولایت د مرکز تالقان ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په «سرک اول» سیمه کې یو چسپکي ماین چې د امنیتي ځواکونو په رېنجرې پسې نښلول شوی و، چاودلی او د اسلامي امارت دوه غړي پهکې وژل شوي دي.

غرزي خواخوږي ته نږدې کسان وايي چې هغه نن د زړه سکتې له کبله مړ شوی دی. د دوی په وینا، غرزي خواخوږي د زړه ناروغي لرله چې په وروستیو کې ترې ډېر کړېده.

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالي کې د ځمکې پر سر شخړه کې د یوې کورنۍ درې کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د کندهار د والي ویاند حاجي زید وايي چې دې پېښه کې یوه لوري پر بل لوري چې موټر کې ناست دي، ډزې کړي او له کبله یې یو ماشوم وژل شوی او بل ورور او پلار یې ټپیان دي.

په روزګان کې يوه سرچينه وايي چې ناپېژنده وسلهوالو بېګاه د دغه ولايت په دهراود ولسوالي کې یوه کور ته وراوښتي او یو کس یې پهکې وژلی دی.

د بریټانیا لومړۍ وزیرې او د محافظهکار ګوند مشرې لیز ټراس په کورنیو ټاکنو کې له بریا ۴۵ ورځې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه. هغې ویلي چې د محافظهکار ګوند د مشر تر ټاکلو پورې به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

شکریه چې خاوند او درې ماشومان یې هم ورسره دي وايي، یو کال مخکې پاکستان ته تللې، خو لا هم بېبرخلیکه پاتې ده. هغه هلته له اروايي ستونزو هم سر ټکوي او وايي: «مخکې مې نورو ته د اروايي وضعیت د کنټرول لارښوونې کولې، خو اوس خپله پرې اخته شوې یم. زړه مې تنګېږي. ځان بېبرخلیکه بولم. فکر کوم هر څه خراب شوي، بېرته به جوړ نه شي.»
نړیوال بانک د یوه تازه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د کورنیو ناخالصو تولیداتو کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه بانک وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان په کورنیو ناخالصو تولیداتو کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی و، خو اوس دا وړاندوینه کوي چې په ۲۰۲۲ کې به د دغو تولیداتو سلنه تر دې هم ډېره کمه شي.

د ایران د صنایعو، کانونو او سوداګرۍ وزارت ویلي چې افغانستان د روان کال لومړنیو شپږو میاشتو کې د ۱۴۹،۸ میلیونه ډالرو پانګونې سره دغه هېواد کې له نورو بهرنیو پانګهوالو مخکې شوی او لومړی مقام یې خپل کړی دی. د دغه وزارت په خبره، سږ کال د تېر هغه په پرتله ایران کې د بهرنۍ پانګونې کچه کې ۳۸۴ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالره کموالی راغلی دی.

د زابل د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د نوبهار ولسوالي په فقیرزو او د شینکۍ په اکازو کلیو کې یې چې سره څنګپهڅنګ پراته دي، په لومړي ځل د زدهکوونکو پر مخ د یوه ښوونځي دروازه پرانېستې ده. دغه کلي له ۴۰۰ ډېرې کورنۍ ژوند کوي، خو ماشومانو یې تراوسه زدهکړو ته لاسرسی نه درلود.

اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې د امریکا له لوري یې پر چارواکو د ویزو بندیز پر وړاندې غبرګون ښودلی او دا پرېکړه یې غندلې ده.
په دې خبرپاڼه کې چې د ا.ا د ویاند ذبېحالله مجاهد پر ټویټر خپره شوې لیکل شوي چې امریکا دا پرېکړه پر افغانانو د زړهخوږي له مخې نهده کړې، بلکې په وینا یې، امریکا په افغانستان کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پلمې لټوي.

ارګ پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې ریچارډ بنټ افغانستان کې د سېکانو او هندوانو په ګډون، د لږکیو د امنیت ټینګښت، د نجونو زدهکړو، د ښځو حقونو او د رسنیو فعالیت په اړه له عبدالسلامي حنفي سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې غواړي افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وارزوي.

کابل ښاروالي پر ټویټر لیکلي چې یوشمېر افغان سېکان او هندوان نن دغې ادارې ته ورغلي وو او هلته یې له کابل ښاروال عبدالرشید بلوڅ سره لیدلي دي.

د کاناډا حکومت وايي چې دغه هېواد ته یې د سپاهپاسداران د غړیو په ګډون، د څه باندې ۱۰زرو ایراني چارواکو پر ورتګ بندیز لګولی او په وینا یې، تر دې وروسته به یادو کسانو ته اجازه ور نه کړي چې کاناډا ته دننه شي.