د لوګر اوسېدونکي: شخصي درملتونونه په لوړه بیه، خو بې‌کیفیته درمل پلوري

د لوګر د مرکز پل‌علم او ځینو لرو پرتو ولسوالیو ناروغان او ناروغ‌لرونکي شکایت کوي چې شخصي درملتونونه پرې بې‌کیفیته درمل په لوړه بیه پلوري.
دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې پل‌علم ښار او د ولسوالیو شخصي درملتونونو کې درملو ته په خپل سر نرخونه ټاکل کېږي او د لوګر د عامې روغتیا ریاست ته په‌‌کار ده چې په بازارونو کې د درملو کیفیت او نرخونه په بشپړ ډول کنټرول کړي

لوګر کې «د سوېل ختیځ زون د پانګونې، فرصتونو او ننګونو» په نوم یوورځنۍ غونډه جوړه شوه

د سوېل ختیځ زون یوشمېر سوداګرو په لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د جوړې شوې غونډې پر مهال له حکومت څخه وغوښتل چې په لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د صنعتې پارکونو، برښنا، ټرانزېټي بندرونو، ټکس او مالیې او همدارنګه د ملي پروژو عملي کېدو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي.

کندهار کې د وزیرانو شورا دوه‌ورځنۍ غونډه؛ پر کورنۍ پالیسي خبرې اترې شوي

د ا.ا د مشر هبت‌.‌الله اخوند‌.زاده په مشري د وزیرانو شورا دوه‌ورځنۍ غونډه په کندهار کې جوړه شوه. دا غونډه د لړم په دېرشمه، د دوشنبې ورځ او د لېندۍ په لومړۍ یا د سه‌شنبې په ورځ د سرپرست حکومت د کابینې د غړیو په ګډون جوړه شوې وه چې د ا.ا پر کورنۍ پالیسي په‌کې خبرې اترې شوې دي.

د کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د توکو بندېدل؛ د ورځې څلور لکه ډالره زیان اوړي

د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د ۳۰۰۰ کانټینره سوداګریزو توکو له بندېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغو کانټینرونو په بندېدو سره افغان سوداګرو ته هره ورځ څلور لکه ډالره زیان اوړي.

پاکستان او ایران کې افغان خبریالانې: له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ یوو

په پاکستان او ایران کې مېشتو اووه‌لس افغان ښځینه خبریالانو چې دیارلس یې په پاکستان او څلور نورې په ایران کې دي، له سلام‌وطندار سره په مرکو کې ویلي چې په یادو هېوادونو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي او له ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ دي. دا خبریالانې وايي چې افغانستان کې له وروستي بدلون وروسته یې کډوالۍ ته مخه کړې ده.

کابل کې د ازبکستان سفیر د سلام افغانستان رسنیزې موسسې له مرستیال سره ولیدل

په کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د سلام‌ افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) له مرستیال نورمحمد هاشمي سره د دغې رسنۍ په دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې چې نن (د لړم دېرشمه، د سه‌شنبې ورځ) وشوه، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د رسنیزې همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې اترې وشوې.

افغانستان، اوزبکستان او پاکستان د سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغانستان، اوزبکستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درې‌اړخیزه غونډه د سه‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې جوړه شوې ده.

د حکومت ویاند: افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي د شپږ زره جنګیالیو» د شتون ادعا ناسمه ده

د سرپرست حکومت ویاند په هېواد کې د ټي‌ټي‌پي د جنګیالیو شتون او د پاکستان پر وړاندې د افغانستان خاورې کارولو په اړه د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي‌خان دراني له څرګندونو وروسته وايي، پاکستان باید د افغانستان له تورنولو لاس واخلي؛ ځکه په وینا یې، داسې هېڅ سند نشته چې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي غړي شته.

د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست: بهرني بنسټونه دې د ۳۲ نابشپړو پروژو چارې بیا پیل کړي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان په چاپېریال ساتنې برخه کې د ۳۲ نابشپړو پروژو بېرته پیل کړي.
د دې ادارې مسوولانو د لړم په دوه‌ویشتمه، د دوشنبې ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې بهرني بنسټونه باید بشري مسایلو ته سیاسي رنګ ور نه کړي.

کابل ښاروالي په ښار کې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د وېش بهیر پیل کړ

افغانان هر کال د ژمي په را نږدې کېدو سره هڅه کوي چې د خپلو کورونو تودولو لپاره سوندتوکي، په ځانګړې توګه د ډبرو سکاره وپېري. د کابل ښاروالي مسوولانو تازه ویلي چې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د وېش بهیر پیل کړی دی.

روان کال کې څه باندې درې میلیونه افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د روان کال پر مهال څلور میلیونه افغان ماشومان او میندې چې څه باندې درې میلیونه یې یوازې ماشومان دي، پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.
سلام‌وطندار د کابل ښار د ماشومانو د روغتیا یا اندراګاندي روغتون کې له یوشمېر هغو میندو سره خبرې کړي چې یا خپله او یا یې هم ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي دي.

د هرات یوشمېر زلزله‌ځپلي د یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم پر ډاګ ژوند کوي

په هرات کې له خونړۍ زلزلې ۳۵ ورځې تېرېږي، خو د دغه ولایت د زنده‌جان ولسوالي په ځینو سیمو کې یوشمېر زیانمن شوي کسان شکایت کوي چې د حکومت له لوري ورته اړین خدمتونه نه‌دي برابر شوي. دوی وايي، خیمو ته لاسرسی نه لري او تر پلاسټیکي ټوټو او ترپالونو لاندې شپې او ورځې تېروي.

د لوګر د ولایتي روغتون ناروغان: ګڼه‌ګوڼې او د ځای کموالي له ستونزو سره مخامخ کړي یوو

د لوګر په ولایتي (نایب‌ امین‌الله خان لوګري) روغتون کې یوشمېر ناروغانو سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه روغتون کې د بستر شویو ناروغانو شمېر د تېر په پرتله دوه برابره شوی او شته امکانات یې لپاره بسنه نه کوي. د دوی په وینا، یاد روغتون د ناروغانو د بستر او درملنې لپاره لازم ځای نه لري او د ډاکټرانو او درملو له کمښت سره هم مخامخ دی.

د افغانستان بانک سرپرست: بېرته را ستنېدونکو افغانانو ته مو ۸۰ بستونه په پام کې نیولي

د افغانستان بانک نن (د لړم نولسمه، د جمعې ورځ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه بانک سرپرست هدایت‌الله بدري له ورسره مل‌ پلاوي سره یوځای له پاکستان څخه د را ستنېدونکو افغان کډوالو د هرکلي او لیدنې په موخه تورخم ته تللی او هلته یې د ننګرهار له ولایتي مسوولانو او د کډوالو د کمېټو له مسوولانو سره لیدلي دي.

کابل کې ۸۰ ښځې د مسلکي زده‌کړو له شپږمیاشتنۍ دورې فارغې شوې

په کابل کې د یوې موسسې له لوري له زده‌کړو او کار څخه محرومې ۸۰ نجونې او مېرمنې د مسلکي زده‌کړو له یوې شپږمیاشتنۍ دورې څخه فارغې شوې. د هغې په وینا، هڅه کوي هغه نجونې چې تازه له دغو مسلکي زده‌کړو فارغې شوي، په خپل بنسټ کې ورته د کار اسانتیاوې هم برابرې کړي.