د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت: کابل ښار کې مو تراوسه ۵۹۱۴ سوالګر ټول کړي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه د (وږي ۲۳) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۹۱۴ سوالګر راټول کړي دي. همداراز د کابل له بېلابېلو سیمو څخه په راټولو شویو ۵۱۸ نارینه سوالګرو کې ۱۳۸ یې مستحق او ۳۸۰ یې مسلکي ښودل شوي دي.

افغانستان نن اسیا کپ کې له هند سره لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا کپ روان څلور غوره پړاو سیالیو په لړ کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي. دواړه لوبډلې اسیا کپ څخه بهر شوي او دغه لوبه یوازې تشریفاتي بڼه لري. ټاکل شوې چې یاده سیالي نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي. افغانستان او هند دواړو په روان پړاو کې له پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې څخه ماتې خوړلې دي.

اسیا کپ کې د افغانستان او سریلانکا دویمه لوبه؛ غچ اخیستل، که د ماتې تکرار

د اسیا کپ د څلور غوره لوبډلو پړاو ته تراوسه افغانستان، هند او سریلانکا لار پیدا کړې چې څلورمه لوبډله به یې نن د پاکستان او هانګ کانګ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د سیالي ګټونکې لوبډله وي. سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې بېګاه له یوې په زړه پورې سیالي وروسته بنګلدېش ته ماته ورکړه او سبا به له افغانستان سره د یاد کپ د څلور غوره لوبډلو پړاو کې لوبه وکړي.

یعقوب مجاهد: واخان د افغانستان سر دی او خوندي به وي

د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ا.ا د واکمنۍ لومړۍ کلیزې په اړه جوړه شوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، واخان د افغانستان سر دی او تر څو چې دوی وي، افغانستان به خوندي وي. نوموړي وویل: «واخان د افغانستان لپاره د سر حیثیت لري، څو چې موږ پورې سرونه وي، افغانستان به خوندي وي.»

کرېکټ؛ افغانستان او ایرلنډ نن درېیمه شل اووره لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرېټ ملي لوبډلې نن د پنځو شل اووره سیالیو په درېیمه لوبه کې د یو بل پروړاندې لوبه وکړي.

ټاکل شوې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت ۷ بجې پیل شي. افغانستان له دې وړاندې په دوو شل اووره سیالیو کې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پروړاندې ماته خوړلې ده.