ایرلنډ نړیوال جام کې سکاټلنډ ته ماته ورکړه

د کرېکټ شل اووره نړیوال جام لومړي پړاو سیالیو له «بې» ګروپ څخه ایرلنډ لوبډلې د کارټېس کمفر د ښکلې لوبې پرمټ وکولای شوای چې سکاټلنډ ته په یوې په زړه پورې سیالي کې په شپږو وېکټو ماته ورکړي.

ملا عبدالغني برادر: تېر یوه کال کې مو خلکو ته هېڅ نه دي کړي

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې د تېر یوه کال پرمهال د اسلامي امارت سرپرست حکومت خلکو ته بنسټیز کارونه نه دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، تلې ۲۷مه) کابل کې د کرنې وزارت اړوند د کورنیو تولیداتو اووه ویشتم نندارتون کې د وینا پرمهال وکړې.

د کابل پوهنتون نجونو زده‌کړیالانو له لیلیې د دوی د شړلو له امله اعتراض کړی

یو‌شمېر نجونو زده‌کړیالانو نن (سه‌شنبه، تلې ۲۶مه) د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د دوی د شړلو له امله د یاد پوهنتون د دروازې مخې ته اعتراض کړی دی.

اعتراض کوونکو له ځان سره د «تحصیل، زموږ سره کرښه ده»، «موږ یې د لوستلو په  جرم له پوهنتون وشړلو» شعارونه لېږدول.

برښنا شرکت: که پوروړي مو پور ادا نه‌کړي، جایدادونه به یې خرڅ کړو

د برښنا شرکت مسوولانو نن دوشنبه د تلې ۲۵مه کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړ چې د برښنا د لګښت پورونه دې ورکړي، ګنې جایدادونه به یې خرڅ کړي. نوموړي هغه ټولې اوازې هم ناسمې وبللې چې ګواکې د کابل ځینو سیمو کې برښنا ډېره او ځینو ته بیا لږه برښنا ورکول کېږي.

د خېبرپښتونخوا ایالت ویاند: ټي‌ټي‌پي‌ سوات ته د جګړې لپاره نه و تللي

پاکستاني رسنیو نن جمعه د تلې ۲۲مه د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت د ویاند محمدعلي سیف له قوله ویلي چې سوات کې د ټي‌ټي‌پي‌ (پاکستاني طالبانو تحریک) وسله‌وال د جګړې لپاره نه وو تللي، بلکې یو قومندان یې د خپلې خور پوښتنه ته تللی و.

د اوسپنې پټلۍ ادارې شپږو میاشتو کې ۱.۴ میلیارډ افغانۍ عواید ټول کړي

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې یادې ادارې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د توکو د لېږد رالېږد له درکه ۱.۴ ملیارډ افغانۍ عواید ټول کړي دي. عبدالسمېع دراني زیاته کړې چې په تېرو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ۱.۸ میلیون مټریک ټُن توکي انتقال کړي چې په‌کې صادرات او واردات شامل دي.